ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


کورونا وېروس: ملګرو ملتونو له بیوزله هېوادونو سره د مرستو غوښتنه کړې

د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوترڅ له بیوزله هېوادونو سره د کورونا وېروس د مبارزې لړ کې د پور مرستو غوښتنه کړې.

28.05.2020 BBC

کابل کې د ۳۵۰ زره کورنیو د اوبو او بریښنا یو میاشتنی محصول وبخښل شو

د کابل والي ویلي دي چې د کابل ښار د ۳۵۰ زره کورنیو د اوبو او بریښنا د یوې دورې محصول بخښل شوی دی.

28.05.2020 امریکا غږ

کروناویروس؛ په امریکا کې ۴۱ میلیونه کسان بیکاره شوي

د امریکا د متحده ایالاتو حکومت د پنجشنبې په ورځ وویل چې د مارچ د میاشتې له نیمایي څخه چې د کروناویروس د مخنیوي په وجه قرنطین کیدل پیل شول، تر اوسه شاوخوا ۴۱ میلیون کسان بیکاره شوي.

28.05.2020 امریکا غږ

۱۱ وژنې چې د امریکا پولیسو ظلمونو خلاف یې احتجاجونه راوپارول

په امریکا کې د یوه تور پوټکي سړي وژنې چې پولیسو نیولی و او ویل کېږي، پولیس افسر یې پر غاړه ګونډه ورایښې وه، له لږکیو سره د پولیسو ناوړه چلند پر ضد بیا احتجاونه پارولي دي. ۴۶ کلن جارج فلوایډ چې یوه رستوران کې یې د ساتونکي دنده درلوده، د مې پر ۲۵ پولیسو د جعل یوې مشکوکې پېښې پر مهال نیولی و.

28.05.2020 BBC

د کرونا وایرس د اثراتو له امله د ۴۰ مېلین نه زیات امریکایان بې روزګاره دي

د امریکې د محنت وزارت په ملک کې د بې روزګارۍ په اړه د زیارت، پنجشنبې، په ورځ شایع شوي خپل تازه رپورټ کې وویل چې د اوړمې هفتې په مقابل تېره هفته د بې روزګارۍ په صورت کې حکومت ته د مالي مرستې دپاره خواستونو کې کمی شوی و

28.05.2020 ډیوه

د کاغذ پر مخ موافقه ترهغه ارزښت نلري‌ چې عملي شوې نه وي- کارسن

د امریکا د کانګرس ډموکراټ غړی اندرې کارسن وایي امریکا د افغانستان د سولی په بهیر کې خورا مهم نقش لري‌ نو له همدې کبله مونږ باید سم او پر ځای پیغام ولېږو.

28.05.2020 امریکا غږ

پاکستان: د لسم قامي مالیاتي کمېشن د جوړښت پرسر مرکزي حکومت ته نوټس

د پاکستان اسلام آباد هائيکورټ کې د لسم قامي مالیاتي کمېشن (این ایف سي) د جوړولو پرسر د یوه درخواست اوریدنه شوې، چې په ترڅ کې یې دغه محکمې مرکزی حکومت ته نوټس لېزلې دی. د اسلام آباد هائي کورټ جسټس ميا ګل حسن اورنګزيب د پاکستان مرکزي حکومت نه د ځواب غوښتنه کړی. په دغه درخواست کې د مسلم لیګ (ن) د قامي اسمبلۍ غړي خرم دستګیر د اسلام آباد هائيکورټ کې د قامي مالیاتي کمیشن جوړښت چیلنج کړی دی.  په دغه درخواست کې ویل شوي چې د پاکستان صدر عارف علوي د لسم قامي مالیاتي کمېشن جوړولو لپاره نه یوازی د وزیراعظم عمران خان د خزانی او مالي چارو سلاکار ډاکټر حفیظ شیخ د کمېشن غړی ټاکلی دی بلکې هغه یې د دغه کمېشن مشر یا کنوینر هم جوړ کړی دی، چې دا یو غیرائیني ګام دی. د خرم دستګیر وکیل محسن شاه نواز رانجھا اسلام اباد هایي کورټ ته وویل چې د پاکستان په ائین یا اساسي قانون کې لیکل شوي دي چې ملک به د ولس ټاکل شوي استازي چلوي. د اسلام اباد هائيکورټ جسټس یا قاضي ميا ګل حسن اورنګ زيب وويل چې په دې درخواست یا قضيه کې د ليدلو يوازينۍ خبره دا ده چې د مالي چارو سلاکار له سلا مشورې پرته ټاکل شوی دی او که نه . وکیل عمر ګیلاني وویل چې د اقتصادي چارو د وزیر په غیر موجودګی کې ، صدر دا فیصله نه شي کولی چې کنوینر به څوک وي. د دلیلونو د اوریدو وروسته ، ستری محکمې دواړو خواوو ته نوټس د ورکولو وروسته ځواب وغوښتو. د پاکستان صدر عارف علوي له خوا د جوړ شوي مالیاتي کمېشن کار د مرکز او صوبو تر منځ د وسایلو د وېش لپاره د نویو فارمولو پر جوړولو اتفاق تر لاسه کول دي، په دې کمېشن کې د څلور واړو صوبو د خزانې وزیران او له ټولو صوبو یو- یو غړی او مرکزي د خزانې سیکرټری هم شامل دي.   د پاکستان تحریک انصاف ګوند د مرکز نه علاوه په خیبر پښتونخوا او پنجاب کې واکمن دی او ‌ په این ایف سي کې اکثریت لري ، دوی کولای شي چې د قامي وسیلو په ویش کې بدلون وکړي. په ورستیو کې د دغه ګوند مرکزي وزیرانو او نورو غړو ویلي چې حکومت په وسیلو کې د صوبو برخه کمولو او د مرکز برخه ته د زیاتولو فیصله کړی ده. خو د وړو صوبو ملت پاله ګوندونو او په سند کې واکمن پاکستان پیپلز پارټۍ د تحریک انصاف ګوند مشرانو په بیانونو سخت غبرګون ښودلې دی.   د مسلم لیګ (ن) د قامي اسمبلۍ غړي او پخواني وزیراعظم شاهد خاقان عباسي ویلي چې حکومت کولای شي چې په قامي مالیاتي وسیلو د ویش ترکیب کې بدلون وکړي خو د دغه بدلون اثرات به د ملک لپاره ښه نه وي. په پاکستان کېاخری این ایف سي ایوارډ په ۲۰۱۰ کال کې اعلان شوې وو. او د ابادی ، غربت او بدامنی ترڅنګ یو شمیر نورې اعشارې هم د وسیلو د ویش په ترکیب لپاره په پام کې نیول شوي وی. اووم مالیاتي کمېشن د صوبو په ګټه ګڼلې کیزي ځکه چې د تقسیم کونکي محاصل نه په اوس وخت کې ، له هر 100 روپو نه مرکزي حکومت ته 42.5 فیصده او صوبو ته 57.5 فیصده ځي. د بلوچستان او خیبرپښتونخوا سیاستوالو ویلي چې په لسم مالیاتي کمېشن کې د دوی د صوبو په استازیتوب ورته د داسې اقتصادي ماهرینو شاملول د منلو وړ نه دي چې هغه له نورو صوبو سره تړاو لري. د سیند حکومت هم دغه کمېشن غیرآییني‌ ګڼلی دی. د تحریک انصاف حکومت له خوا نوی مالیاتي کمېشن به د مرکزي حکومت پر امنیتي خرچو، د قامي ادارو خساره، د قرضونو پر بیرته ادا کولو او د رعایتونو پر طریقه کار بحث کوي، خو اقتصادي څېړونکي وایي چې د نویو څلورو نقطو له منلو سره به پر صوبو مالیاتي فشار راشي.

28.05.2020 ډیوه

ټرمپ د چین او هند د سرحدي جنجال د حل لپاره د منځګړیتوب وړاندیز کړی

د هندي او چینايي پوځیانو ترمنځ د هیمالیا په لانجمه سرحدي سیمه کې له نښتې وروسته اوس د دواړو هیوادونو ترمنځ تاوتریخوالي زیات شوي دي.

28.05.2020 امریکا غږ

د پخې ډوډۍ د وېش پروسه ودرېده

په کابل او ولایتونو کې د حکومت د پخې ډوډۍ وېش پروسه چې یوه میاشت مخکې پیل شوې وه، ودرېده. د ولسمشر لومړي مرستيال د مطبوعاتو او عامه اړيکو مشر رضوان مراد وایي چې حکومت غواړي د خوراکي توکو یوه بله لړۍ پیل کړي. بل‌خوا یو شمېر کارګر پر حکومت نیوکه کوي چې قرنطین غځوي، خو د دوی اولادونه له لوږې مري.

28.05.2020 ازادي راډیو

د آشنا تلویزیون د پنجشنبې خپرونه

د افغانستان، سیمې او نړۍ تازه خبرونه او ډیر نور په زړه پوري راپورونه

28.05.2020 امریکا غږ

هندۍ کورنۍ په ټېک ټاک ویډیو کې خپل ورک شوی پلار وموند

په هند کې یوې کورنۍ خپل پلار، چې دوه کاله مخکې لادرکه شوی و،‌ د ټېک ټاک یوې ویډیو په مرسته بیا وموند.‌ د وېنکاتېش وارلو په نامه دغه کس، چې سمې خبرې نشي‌ کولی، د ۲۰۱۸ کال په اپرېل میاشت کې د کار موندلو په نیت په تېلېنګانا ایالت کې له خپل کوره په یوه لارۍ کې روان شوی و.‌

28.05.2020 BBC

"د شپې په تیاره کې یې مړي له کښتۍ وغورځول"

خدیجه بیګم وايي''هیڅوک نه پوهېږي څومره کسان به مړه شوي وي، ۵۰ یا ښايي له دې هم ډېر.'' دغه پنځوس کلنه ښځه د هغو ۳۹۶ روهېنګیا مسلمانانو له ډ‌لې یوه ده، چې د سپرلۍ کښتۍ یۍ تر دوو میاشتو پورې په سمندر کې ایساره وه او وروسته بنګله دېشي ساحلي ساتونکو وژغورله.

28.05.2020 BBC

د امریکا دفاع وزیر: افغانستان نه د امریکایي قواو بشپړه وتل غښتلی انتخاب ندی

د امریکا د دفاع وزیر مارک اسپر، ویلي چې د افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو بشپړه وتل د متحده ایالاتو د جمهوري ریاست له انتخاباتو دمخه یواځې یو انتخاب دی او "قوي انتخاب" ندی.

28.05.2020 امریکا غږ

افغان چارواکي وايي په پروان کې د طالبانو حملې اووه عسکر وژلي

افغان حکومت اوطالبانو تراوسه په رسمي توګه د اوربند غځیدو په تړاو څه نه دي ویلي خوحکومت داوربند غځیدو ته تمه ښودلې او طالبانو ویلي هڅه کیږي چې له اوربند وروسته ترتاوتریخوالۍ کم شي

28.05.2020 ډیوه

امریکا کې د کروناویروس د مړینو شمیر له ۱۰۰ زرو واوښت

د امریکا په متحده ایالاتو کې اوس د کروناویروس د مړینو شمیر له ۱۰۰ زرو واوښت چې دا شمیر د ویتنام او کوریا په جګړو کې په ګډه د امریکایي سرتیرو له مړینو څخه ډیر دی.

28.05.2020 امریکا غږ

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more