لومړی ـ دوهم څپرکی دريم ـ څلورم پنځم ـ  شپږم اووم ـ اتم نهم  ـ لسم يولسم ـ دولسم
ديارلسم ـ څوارلسم پنځلسم ـ شپاړلسم اوولسم ـ اتلسم      

د يارلسم څپركى
 

نــاســازګاري

د ناسازګارۍ، شخړو او جګړو تاريخ له هغه وخته پيلېږي، چې په نړۍ كې دوه كسه پيدا شول، د ماشومانو جګړې په ډبرو بيا د نړۍ پر واكمنۍ باندې د ملتونو تر نښتو پورې، دا ټول د عقيدو اختلاف او د ګټو په پام كې نيول دي. هېڅ داسې كس نه شته، چې په نړۍ كې دې له ټكرونو او لانجو څخه په امن كې وي، كه موږ له اختلاف او جګړو سره د مخامخېدو په وخت كې له عقل څخه كار واخلو او د دغسې پېښو حل، د وېرې، غوسې، كينې او دښمنۍ په شان غريزو ته وسپارو، نو تل به په اوږدو لانجو اخته او له اروايي سلامتيا څخه به بې برخې يو.
البته دوستانه خبرې اترې او لانجې د دغسې شخړو په كتار كې نه شو راوستلاى، ځكه په دې حالت كې تر مباحثې وروسته دواړه لوري سره كښېني او له كومې كينې پرته بيا سره بېلېږي، همدغه راز د دولتونو او ملتونو ترمنځ خونړۍ جګړې هم په دې كتار كې نه شمېرو، چې د هوس چلونې او پراختيا غوښتنې لپاره وي، دا به بل وخت ته پرېږدو. زموږ موخه هغه اختلافونه دي، چې د خلكو ترمنځ ليدل كېږي او د اروايي ناروغيو په شان، كه درملنه يې ونه شي لا زياتېږي او وروسته په كورنيو دښمنيو بدلېږي.
كله چې د دوو كسانو ترمنځ د كينې اور بل شو، د حقايقو په وړاندې سترګې تړل كېږي او د خيال په تياره كې د انتقام په زرګونو بلاوې په تېروېستنې سلاس پورې كوي. له دښمن څخه ټول انساني صفات تښتي او له انسان څخه له ځانغوښتنې، سراښتوب (حرص)، كينې او يو ډك موجود جوړېږي. بل لورى بيا ځان پرښته ګڼي، داسې پرښته چې مينه، رښتينولي، ځوانمردي او زغم په كې وي!
ددغو دوو لوريو ترمنځ چې يو يې ځان پرښته ګڼي او بل شيطان، يوه جګړه پيلېږي، چې د هرې ورځې په تېرېدو سره تودېږي، ځكه ګومان كېږي، چې له كينې څخه لاس اخيستل او جګړه ختمول، د كمزورۍ او مغلوبېدو نخښه ده.
لكه څنګه چې اروايي ناروغ هغه كارونه تكراروي، چې دده ناروغي نوره هم زياتوي، نو ښكېلې ډلې هم د دفاع په موخه يو لړ تدابير زياتوي او سولې ته د رسېدو لار نوره هم اغزنوي، دوى پر دښمن باندې د بري په هيله خپل ځواك بېځايه كاروي او د خپلې ماتې زمينه برابروي، چې بيا اروايي سلامتيا هم ترې كډه كېږي.
څومره ډېرې هوسا ورځې، شپې د دغو دښمنيو په بهير كې تېرېږي، څه ډېر وختونه د پوهې د لاسته راوړلو او يا هم د كوم غوره كار د ترسره كولو پر ځاى، د دښمنۍ د زهرو او د زړه د وينو په خوړلو تېرېږي.
كينه او دښمني او راتلونكي ته نه سوچ، نه يوازې يوه لويه تېروتنه ده، بلكې هغه ګناه ده چې اّن د ملتونو سياستوال او لارښود كسان يې هم ترسره كوي او د زياتو انسانانو كور په غم لړي. له يوه لوړ پوړي سرتېري څخه وپوښتل شول: كه بيا په نړۍ كې كومه جګړه ونښته، اټم بم به وكارول شي؟ هغه وويل: هو! يوازې پر فاتحينو تر چاودنې وروسته به يوازې يوه وچه سارا او څه غنميت پاتې شي. يانې د جګړې موخه كينه او دښمني ده، نه ګټه او غنيمت.
موږ، ناپوه سياستوال د جګړو له عواقبو نه شو پوهولاى، نه يې له لېونتوب او دښمنيو راګرځولاى شو، خو هغو كسانو ته چې روغ عقل لري، ويلاى شو چې دښمنۍ بندې كړي او عبرت دې واخلي، ځكه دغه دوې بلاوې له زيان او بدمرغۍ پرته بله لاسته راوړنه لري!
د كورنيو دا دومره خپګانونه او ورانۍ له دې كبله دي، چې خاوند او مېرمن بېځايه ځانونه يو د بل دښمنان ګڼي او ګومان كوي، چې له نيوكې، لفظي شخړې او ملامتيا پرته بله لار نه لري، يو پر بل بريد او كنځاوې كوي، خو بيا يې هم په خاطر كې يو پټ غږ اوچتېږي او وايي چې ته ددغو لفظي شخړو پر ځاى ولې سولې ته لاره نه اّواروې؟
د حېرانۍ وړ خبره ده، سره له دې چې زړونه په مينې ښكلي دي، خو بيا نو هم نافرمانه ژبه مداخله كوي او په پاى كې د مينې، انس او لېوالتيا اړيكې شلېږي، بيا خبره طلاق او بېلتون ته وځي.
هو! د كينې او جګړې غريزه مو دومره راباندې واكمنه ده، چې په دې لار كې له خپل سعادت څخه لاس په سر كېږو. زده كوونكي له دې كبله له درس څخه وروسته پاتېږي، چې له ښوونكي سره يې جوړه نه وي، نو د زده كوونكي راروان ژوند هم په ستونزو كې ښكېل شي.
بايد د عقل او منطق په مرسته ددغې غريزې پر ضد مبارزه وكړو، په بېځايه سوچونو سره بايد اروايي سلامتي او خپله نېكمرغي ناڅيزه ونه شمېرو، يانې موږ بايد خپل ځواك پر نفس غالب وګڼو، نه پر خپلو حېواني او تيارو غوښتنو.
هغه كس، چې په ځان كې د دښمنۍ بلا له منځه يوسي، په پراخه ټنډه او پاك زړه د دوستۍ لاره ونيسي، تر هغه كس زړور دى، چې د كينې او غوسې په زنځير بند او په ورځنيو چارو كې د عقل له ځواك څخه بې برخې وي.
يو شاعر، د دوو ښكېلو كسانو د خولې خبرې داسې په شور او شوق سره پايته رسوي:
"زما دښمن ناڅاپه لار راباندې بنده كړه او ويې خندل، بيا يې زياته كړه: سترګې مې كښېكاږلې او شونډې مې په غاښ وچيچلې
دښمن وويل: اى ملګريه! يوه ورځ به ددې كينې اور سوړ شي او موږ به له بېځايه دښمنۍ څخه لاس په سر شو، كه هغه وخت چا زموږ څخه وپوښتل، چې ولې مو ځانونه په دې اور كې اچولي وو، نو له پښېمانۍ او حسرت پرته به بل ځواب نه ورته لرو.
ستونى مې له ژړا ډك شو او لږ پاتې و، چې خپل دښمن په غېږ كې ونيسم، وژاړم او لاسونه يې ښكل كړم، خو سر مې كښته واچاوه او وتښتېدم. شپه مې په ډېره ناكرارۍ سره تېره كړه، له ځان سره مې ويل: ولې نه درېدې او هغه څه دې چې د دښمنيو په كلونو كې په زړه كې ساتلي وو، د هغه په وړاندې توى نه كړل! ولې دې هغه شېبه له لاسه وركړه، چې دښمن دې ماتې ته نژدې شوى و بيا مې زياته كړه: ځان ولې تېر باسې؟ هغه دښمن چې د دوستۍ لاس دركوي، مات نه دى، هغه ښه نېك او د لوړ مقام خاوند سړى دى، چې پر خپل نفس واكمن شوى، پر كينې او دښمنۍ يې تېرې كړى دى. دا خو ته بېچاره، خوار و زار يې چې ونه توانېدې په غېږ كې يې ونيسې، لاسونه يې ښكل كړې، دا خو ته وېرندونكى يې چې د سولې په ارمان دې ونه ژړل.
كرار، كرار مې خاطرات او خويونه بدل شول، يانې له بدن څخه مې هغه ځانغوښتونكى، كينه ګر او انتقام اخيستونكى موجود كډه شو، پرځاى يې يو بل حقيقت خوښوونكى، انصاف لرونكى او روْف كس راغى، نو پوه شوم چې د هغو دښمنيو، كينو او كركو حس په ما كې د ناپوهۍ له كبله و، خو هغه زما دښمن له مينې ډك زړه لري، هغه مينه غواړي، له دښمنۍ څخه بېزاره دى، هغه په دې خبر دى چې دغه د دوو ورځو ژوند ولې په بغض، كينه او كركه كې تېر كړي. دا خو لويه ناپوهي ده".
وايي د غاښ جزا د غاښ كښل دي. دا به د عدالت وسيله وي، خو خبره په مينه كې ده، موږ غواړو د دښمنيو لوګى، چې د غوسې، كينې، بېرحمۍ او كركې له اور څخه جګېږي، د ادب او زغم په اوبو ورك كړو او تياره زړونه روښانه كړو. موږ هغه خوښي او رضايت چې له فتحې او بريد څخه لاسته راځي او راروانې جګړې ته مبارزه غښتلې كوي، په هېڅ كې شمېرو، ځكه دغه كار نه يوازې له اروايي سلامتيا سره څه مرسته نه كوي، بلكې اروا نوره هم ناروغوي او ځپي يې، يانې هغه څه زموږ څخه تروړي، چې د نړۍ پر ټولو نعمتونو برتري لري.
اّيا په دې صورت كې بايد د اسماني سوغات، نېكمرغۍ، له دښمنۍ، د ځانغوښتنې له انتقام څخه د خلاصون او د سولې لپاره هاند وكړو؟ دښمنۍ او غچ اخيستنه وخت په وخت لېږدول شوې او د دايرې په شان يې پيل لرلى دى، خو پاى نه لري. يو له ښكېلو خواوو بايد پر خپل نفس غالب شي او په خپل ځان كې د غچ چغه په ډېره برلاسۍ سره غلې كړي؛ بايد چې زړه رامخې ته شي او د دښمن، چې زموږ په شان خوار، كمزورى او مينې ته لېواله دى پلوي وكړي.
په دې ډګر كې بايد يو تن د مېړانې او غښتلتيا قرباني وركړي، يانې د غرور او كبر له برج څخه كښته شي او د سولې ور دې وټكوي. البته سوله غوښتنه بې خطره او بې زحمته نه ده، ځكه كېدى شي حريف يې كمزورى او خوار وګڼي، په دې توګه خپله مقابله نوره هم زياتوي، كه بل اقدام وكړي، نو بل سخت ګوزار وركوي، خو په دښمنۍ كې هم زيات خطرونه شته، تر ټولو مهم يې بېځايه خواشيني، خپګان، د زړه تياره او اروايي ناروغي ده، خو سوله زيات خوند لري، په دې برخه كې د ارادې تمرين او پر حېواني نفس باندې تسلط ته اړتيا شته.
د سقراط په وينا، ددې لپاره چې د نړۍ كارونه منظم شي، هر كار بايد له كار پوه څخه وغوښتل شي.
سوله غوښتنه هم ستركار دى، چې له هر چا څخه يې تمه نه شو كولاى. سوله غوښتونكى بايد تر خپل حريف پوخ، زړور، فداكاره او ښه وي. له هغه چا څخه بيا دا تمه خطا ده، چې دغه صفات نه لري. هغه كس چې د وېرې له كبله سولې ته غاړه ږدي، پر خپل كركجن او ځپلي زړه باندې يو نقاب غوړوي، كه له سولې برخمن هم شي، بيا يې هم په دننه كې اروايي سلامتيا، چې اصلي نعمت او مقصد دى، نه وي پيدا شوې. تر دې هاخوا، رښتينى سوله غوښتونكى بايد لومړى له ځانه سره روغه وكړي او په ځان كې دې ارامي واكمنه كړي، چې بيا وتوانېږي، په نورو كسانو كې هم دغه فضا رامنځته كړي. يا په بله وينا، تر هغه وخته چې د زړه څراغ بل نه وي، وړانګې يې دباندې نه خپرېږي او بل زړه نه شي روښانه كولاى، ګنې بېځايه څرګندونې او تظاهر اخر رسوايۍ ته وځي.
كه دا وګڼو، چې په چا كې مېړانه، زغم او اروايي سكون موجود وو، خپل دښمن ته يې هم د روغې لاس وغزاوه، خو دښمن ونه منله، د خواشينۍ او تاْسف ځاى نه دى، ځكه د اروايي سلامتيا او د خاطر د اّرامۍ شرط دا دى، چې موږ خپله د زړه له كوره بغض، كينه او دښمني وباسو. هغه كس، چې اروايي سكون ولري، پرته دې چې خپل ځواك د دښمنۍ په لار كې وكاروي، كولاى شي ډېر انتظار وكړي او نهيلى نه شي.
هو! د سوله غوښتنې يوه ستره ګټه دا ده، چې انساني ځواكونه بېځايه نه ځي، نه يوازې دا چې د نېكمرغۍ او ډاډ لامل ګرځي، بلكې د بدن او اروا ناروغۍ هم له منځه وړي.
كاشكې د نړۍ اوسېدونكي په دې حقيقت پوه شي، چې اّزادي او نېكمرغي په سوله او روغه كې ده، نهيلي او خواشيني په كينه او دښمنۍ كې. د نننۍ نړۍ دغه ناسمه وضعه له دې كبله روانه ده، چې له بده مرغه چارواكي مو اروايي روغتيا ته پام نه كوي، د دوستۍ او همفكرۍ پر ځاى تل په خپل زړه كې د كركې، دښمنيو او ځانغوښتنې تخم كري.
خو څرنګه چې په هره نهيلي كې يو هيله پرته ده، بايد هيله من واوسو، كه كوم كار د خواشينۍ تر بريده ورسېد، لږه موده وروسته به سم شي، يانې د نړۍ خلك چې د اروايي ناروغيو ښكار شوي اخر خپل حالت ته راځي او د ځان په اړه به

څوارلسم څپركى

اّرامتيـا

كه څه هم په تېرو څپركو كې پر اّرامتيا وغږېدو، خو دغه موضوع بېل بحث هم غواړي او څومره چې پرې څه ووايو، پر ځاى ده.
كه اّرامتيا، د توپان په وړاندې كښېږدو او دبېړۍ د ګډونوالو ژوند په دوو توپاني او اّرام سيندونو كې پرتله كړو، نو ددغو دوو حالتونو ترمنځ توپير څرګندېږي. هغه كس، چې واك يې له لاسه وركړى، چغې وهي، دى هغه څه وايي او هغه څه كوي، چې بيا د پښېمانۍ لامل ګرځي، لكه توپاني سيند يا اورشيندونكى غر، په دننه كې زيات خواشينى دى، ځكه زموږ اندود (طرز تفكر) زموږ د چلند لامل ګرځي. نامنظم فكر، چې انسان يې له كبله د مرغۍ په شان له يوې څانګې بلې ته الوزي او پر يوه اصل استوار نه وي، زموږ خاطر هم درنوي، هم موجسم او اروا ځپي. څرنګه چې ځپل شوې اروا له ځانه واك نه لري، د بې خاوندې بېړۍ په شان د احساساتو په څپو كې لالهانده وي، له هرې ډبرې او غرقاب سره ټكرې خوري. په داسې حالت كې ژوند ډېر دردوونكى او كړاوجن وي.
زموږ لپاره تر ټولو ښه سرمشق د طبيعت اّرام ګامونه دي، چې تل له بيړې او تلوسې پرته خپلې چارې ترسره كوي، خو چغې نه وهي. د ځمكې، اسمان، وښو، ونو، باغ او سارا ننداره زموږ لپاره ددغه تګ بېلګه ده. يو سهار، يا هر وخت چې كولاى شئ له كور او ښاره دباندې ووځئ، كه يوازې هم وئ، يو څه شېبه خپل فكر ودروئ، د خپل وجود غږونه غلي كړئ او د طبيعت بې غږې او زړه راكښونكې موسيقۍ ته غوږ كښېږدئ، بيا به د اّرامتيا او هوسايۍ له كبله په ځان كې هم نه ځايېږئ. تاسې به وينئ چې لمر ځلېږي، اوبه روانې دي، ونې ستاسو خدمت ته ولاړې دي او غرونه فرمان ته ناست دي، دغه ټولو فرمانبرداري او خاموشي ستاسو لپاره غوره پند او حكمت دى.
له نېكه مرغه چې لا په نړۍ كې دره، ځنګل، غلي غرونه، ساراوې او پاك اسمان پيدا كېږي، چې موږ يې په مرسته خپله ستړې اروا تازه كړو او د اّرامتيا درس زده كړو. هغه كسان، چې تل په اندېښنه كې دي او په ډېره لالهاندۍ سره په نړۍ كې په خپلې وركې پسې ګرځي، په هر ګام كې د خپلې موخې له څنګ څخه تېرېږي، خو نه يې ويني، يا هم نه پوهېږي چې څه غواړي او څه موخه لري، ځكه يوه تيږه چې له لوړه ځايه خطا شوې وي، په ډېره بيړه رغړي، خو خبره نه وي چې هوښيار مسافر تل په خلاصو سترګو شاوخوا منظرو ته ځير وي او دنيا ته د ښكلا په سترګه ګوري.
كه د ژوند په سفر كې، د طبيعت له خوا له راډالۍ شويو خوښيو، ښكلاګانو او ښېګڼو څخه سترګې پټې كړو، له هرې يوې څخه د لارې د توښې په توګه يوه برخه له ځان سره وانه خلو له راتلونكي او خير و شر څخه مخ واړوو، نو له لوږې به ومرو. هغه اروا چې ځپل شوې، خواشينې او نهيلې وي مړاوې كېږي او مري.
اّرامتيا، نه يوازې د نړۍ د ښېګڼو او نعمتونو په وړاندې زموږ سترګې پرانيزي او موږ ته له ژوند څخه د استفادې وخت راكوي، بلكې هر ځاى د پرمختګ لامل هم ګرځي. اّن د ځغاستې او لمبا په سيالۍ كې هغه كس چې په كراره لوبه پېلوي، تر هدفه پورې خپل ځواك له لاسه نه وركوي او برى به هم ګټي.
له نېكه مرغه د جسم اّرام ساتنه، د اروا پر اّرامتيا زيات اغېز لري، موږ كولاى شو جسم ژر تر واك لاندې راولو، خو غوره دا ده چې د بدن اّزادۍ ته پاملرنه وكړو او خپل هر غړى له اّرامتيا سره عادت كړو، چې له بېلابېلو جسمي او اروايي ناروغيو څخه په امان كې واوسو، سره له دې چې د بدن اّرام ساتنه اسانه ښكاري، خو دغه كار بيا هم ستونزمن دى او زيات تمرين ته اړتيا لري.
تر ټولو غوره تمرين، د ورځې څو واره غزېدل دي، پر څوكۍ ارام وغزېږئ او خپل هر غړى ارام او استراحت ته وهڅوئ، كه مو وليدل چې سر يا غاړه مو په استراحت كې ده، بيا يې اّرام ته اړ كړئ، چې تسليم شي. ترڅه تمرين وروسته چې بدن له اّرامتيا سره عادت شو، نو داسې احساسوئ چې له بدن څخه مو كوم دروند بار ليرې كړى شوى او د ژوند لپاره ډېر وخت او ځواك لرئ. هغه كس چې په لوبه كې له بېړې څخه كار نه اخلي تر هدفه پورې خپل ځواك ساتي، خو هغه تن چې بيړه لري او په غوسه كېږي، څومره ځواك چې لري په يوه وار يې په كار اچوي او ختموي يې.
سره له دې، چې جسمي اّرامتيا پر اروايي هوسايۍ زيات اغېز لري، د اروا او ضمير د اّرامتيا لپاره هم اروا پوهانو يو لړ تمرينونه وضع كړي، چې ټول پرځاى او ګټور دي. يو يې دا دى، چې د ورځې دوه، درې واره هر كار او فكر پرېږدئ او په خيال كې د غره، دښتې، او فضا په خلوت او د اسمان په چوپتيا كې ډوب شئ او څه شېبه همداسې واوسئ، كله چې شخص د بدن او ضمير له اّرامتيا سره عادت شو، نو د ژوند موخه او ارمان يې هم بدلون مومي او يوه داسې صحنه راڅرګندېږي، چې موږ هر تن هلته غلى تر پايه لوبېږو، كه دغه لوبه زموږ په خوښه پاېته ورسېده، نو ښه، كه نه نو د صحنه جوړوونكو رضايت ته به غاړه ږدو او غلي كېږو به.
بايد پوه شو، چې په دې پړاو كې يوازې اعتقاد او ايمان دغه پايله موږ ته نه راكوي، بلكې مقصود ته رسېدل، تلپاتي تمرين ته اړتيا لري.
هغه څوك، چې ځان او خپله اروا اّرامه ساتلاى شي، هېڅكله بېواكه كېږي نه، نه هم غوسه كوي، هغه د عقل او منطق واګې له لاسه نه وركوي، هر مهال د سوچ او فكر وخت لري او هره ستونزه په ډېره اسانۍ سره له منځه وړي.