لومړی ـ دوهم څپرکی دريم ـ څلورم پنځم ـ  شپږم اووم ـ اتم نهم  ـ لسم يولسم ـ دولسم
ديارلسم ـ څوارلسم پنځلسم ـ شپاړلسم اوولسم ـ اتلسم      

نهم څپركى
 

د ارواپوهنې تجربې

ارواپوهنې زيات پرمختګ كړى او اوس موږ هم دېته رابولي، چې هركلى يې وكړو. دغه علم د نړۍ تر ټولو ستر نعمت يانې اروايي سلامتي موږ ته راسپاري او په ډېره سادګۍ سره د رواني روغتيا په برخه كې لارښوونې راته كوي، چې څنګه د رواني ناروغيو مخه ونيسو او هغه څه چې د زړه د ځواكمنېدو او روښانه كېدو لامل ګرځي خپل كړو، خو له بده مرغه د طبيعت له خوا راسپارل شوى ګنج كه د ناوړو كسانو لاسته ولوېد، د ټول بشر په زيان تمامېږي. الماني نازيانو به د ارواپوهنې موندنې (كشفيات) د خپلو همډولو (هم نوع) د زجر او شكنجې لپاره كارول.
موږ د اجباري كارونو له كمپونو اورېدلي او لوستلي، خو حقيقت د قلم او ژبې د بيان تر كچې زيات تريخ دى. دلته به د ارواپوهنې له علم څخه د اسيرانو او بنديانو لپاره د نازيانو ناوړه استفادې تر بحث لاندې ونيسو.
نوماند ارواپوه (بتل هايم) چې يو كال په نازي بند كې بندي و، ليكي:"د اجباري كار له كمپ څخه پټ پوليس څو موخې لري:
يو خو غواړي له خلكو څخه هوډ (اراده) او شخصيت واخلي او دوى د داسې دستګاه غوندې جوړ كړي، چې د هر ډول مقاومت فكر له لاسه وركړي، دوى په وحشت كې واچوي او هر ډول مخالفت ترېنه واخلي. پوليس د ځان لپاره باوري غړي زياتوي. دوى د تمرين او عادت په مرسته له دغو بنديانو څخه د رحم او زړه سوي ټول حس اخلي. پوليسو غوښتل د خلكو د مقاومت د حس په وژلو سره داسې انسانان وساتي، چې لږ خواړه وخوري او زيات كارونه ترسره كړي.
دوى د هغو كسانو روحيه څېړله، چې په زوره له كورنۍ څخه بېل شوي دي. بل دا چې د نازي حكومت په ګټه د بشري غرايزو او طبيعت بدلون، يانې ددې پر ځاى چې د انساني غرايزو په مرسته كوم بېلارى شوى څيز استوار كړي، هڅه يې كوله چې روغ غرايز په فشار او زور سره له روغتيا څخه بې برخې كړي.
د اروايي ناروغانو د ناروغۍ كچه د هغو په عمر پورې تړلې نه ده، څومره چې ناروغي تونده وي، د ناروغ كس چلند د ماشومانو په څېر وي، لكه څنګه چې په پنځه ويشت كلنو يا هم څلوېښت كلنو كسانو كې داسې چلندونه او خبرې وينو، چې په ماشومانو كې مو ليدلې دي.
د نازي بل مقصد دا و، چې د بنديانو اروايې دومره كمزورې او ناروغه كوله، چې بندي به ګردسره ماشوم كېده. دغو بنديانو به بيا د اوسني حالت په باب كوم سوچ نه كاوه، دوى به تل د خپلو مادي غوښتنو په پوره كولو لاس پورې كاوه. له دې كبله به ساتندويانو له بنديانو سره بد چلند كاوه، چې د ماشومانو حركات وكړي، دوى اّن د حاجت د قضاء كولو لپاره خو څه، چې هېڅ وخت به يې هم بندي ته اجازه نه وركوله، چې بهر شي او خپل حاجت پوره كړي.
بنديانو بايد تل د ماشومانو په څېر يو او بل ته د (ته) خطاب كولاى او زندان ساتونكو ته يې زيات درناوى لرلاى.
دوى به د اروايي فشار لپاره په بنديانو له يوه ځايه بل ځاى ته لويې ډبرې لېږدولې.
د ارواپوهنې په دغو تدابيرو سره به بنديان د ماشومانو په شان راتلونكي ته په سوچ كې نه وو، د خپلې بوختيا لپاره به يې كيسې ويلې او له ځانه به يې نكلونه كول، چې زياته برخه به يې درواغ و، كله چې يې درواغ رسوا كېده، پرته له دې چې وشرمېږي، له نورو سره به يې يوځاى خندل.
هغه بنديان، چې د بند له كړاوونو سره بلد شوي وو، د پټو پوليسو چلندونه به ورته عادي ښكارېدل، دغه پوليس به د نورو بنديانو ساتنې يا ځورونې ته ګمارل كېدل، دومره بد چلندي به يې كوله، چې د ارواپوهنې د ميرغضبانو د خوښۍ لامل به كېده. دا د هغو ماشومانو حالت ته ورته دى، چې په بد چلندۍ سره لوى شوي او په لويوالي كې جابر، ستمكاره او بد چلنده خلك ترې جوړ شوي دي.
له (بتل هايم) څخه وپوښتل شول، چې ځان يې له هغه خطرناك اغېز څخه څنګه وژغوره؟ ويې ويل: كه دوه درې كاله نور هم پاتېداى، ځان به مې بايله او د نورو په شان به كېدم، خو په هغه يو كال كې مې ځان د بنديانو او مامورينو د چلندونو په څېړنه بوخت وساته او نه مې پرېښودل چې هغه رنځ او كړاو زما پر روحيې اغېز وښندي، په دې توګه روغ پاتې شوم.
په حقيقت كې موږ دغه كار هر وخت كولاى شو، يانې سره له دې چې د ژوند په صحنه كې لوبېږو، بايد نندارچي هم واوسو، ځان او نور كسان وګورو، عبرت واخلو، خپل معلومات او تجربگي زياتې كړو، نه دا چې په يوه وارې اغېزمن او د ژوند د ستونزو تر پېټي لاندې مات شو.
د بنديانو د فكر او اروا د كنګل كولو لپاره، چې د اجباري كار په كمپونو كې بل عمل تكرارېده، هغه دا و چې تل به دغه خبرې لاندې باندې كېدې "زموږ حكومت تر ټولو نرم دريځه حكومت دى. بايد له هغه وخت څخه ګټه اوچته كړو، چې دغه مهربانه حكومت، موږ ته راكړى، موږ بايد ورځپاڼې او كتابونه ولولو. (البته هغه ورځپاڼې او كتابونه، چې بنديانو ته د لوستلو وړ وي) كه دغه كار مو ونه كړ، نو د حكومت خلاف كار مو ترسره كړى او بايد وځپل شو".
دوى به هڅه كوله بنديان دېته وهڅوي، چې خپلې تېروتنې او وېرې بيان كړي، ويې وايي او ويې ليكي"ما په پلانۍ ورځ له اجازې پرته خس راټول كړل زه د حكومت ضد د پلانۍ ټولنې غړى يم او اوس نوره توبه كوم".
كه څه هم دغه تدابير او دېته ورته نور اقدامات، دومره مهم نه برېښي، خو د بنديانو پر فكر او اروا يې زيات اغېز ښنده او په دوى كې يې لوى لوى بدلونونه راوستل. موږ بايد له دغو پېښو څخه عبرت واخلو او ځير واوسو، چې له بندي سره بايد داسې چلند ونه شي، چې د هغه د اروايي وروسته والي د ذهن د تاريكۍ او د فكري خرابوالي لامل شي. ماشومانو ته هم بايد د ښوونې او روزنې په برخه كې د سختو چلندونو ښوونه ونه كړو، ځكه د هر ملت د پرمختګ او نېكمرغۍ شرط اروايي اّزادي ده.


لسم څپركى

پر نفس اعتماد

هر څوك بايد په خپل قدر او اهميت پوه شي، خپل وجود يې چې څنګه دى، هغسې ومني او درناوى دې ورته ولري. په دې مانا نه، چې ځان ته په ځانګړي كمال او لياقت قايل شي، بلكې ځان دې په ټولنه كې يو ګټور غړى وګڼي او په ټولنه كې دې د يوه كار د ترسره كولو لپاره چمتو شي.
څوك، چې پر خپل نفس اعتماد لري او ځان ته درناوى كوي، ځانغوښتنه نه لري. ددې پر ځاى چې د خپل ژوند پر نيمګړتياوو سوچ وكړي، يا ځان ستاينه وكړي او نور كسان تر ځان ټيټ وګڼي، خپل فكر په ګټورو كارونو لګوي، ځكه پر نفس اعتماد، په اروايي سلامتيا او د شخصيت په وده كې زيات ارزښت لري.
په دې څپركي كې غواړو دا وڅېړو، چې څنګه كولاى شو پر نفس اعتماد خپله ملكه وګرځوو او څنګه كېدى شي، څنګه چې يو او په كورنۍ، ټولنه او چاپېريال كې چې په كوم موقعيت كې يو، ځانونه وپېژنو.
د ماشوم لومړنى مقام په كورنۍ، وروسته په نورو ماشومانو كې پټ دى. هغه ماشوم چې په كور يا همزولو كې تر فشار لاندې وي، په اروايي فشار اخته كېږي، د دې پر ځاى چې له نورو سره مرسته او مهرباني وكړي، تل له نورو سره په غوسه او شخړه كې وي.
د عمر په هر پړاو كې، كه ماشومتوب هم وي، د قدرت لرونكو كسانو ژوند وروسته پاتېږي: ځكه زياتره ستر مصيبتونه او غميزې د زياتو قدرتونو له كبله وي، چې يو يا دوو كسانو ته رسگېدلي وي. هغه كسان چې خپلواكۍ غوښتونكي دي، كله چې واك ته رسېږي، د خپلواكۍ تر ټولو سخت دښمن ورڅخه جوړ شي. كه په كورنۍ كې هم مور و پلار وغواړي په زور او جبر سره مشري وكړي، د ماشومانو په ضمير كې د دغو چلندونو اغېزې پاتېږي، چې تر عمره هم نه ليرې كېږي، څرنګه چې ماشوم د خيال زياته پراختيا نه لري، چې د (بتل هايم) په څېر ځان ته په بند كې هم يوه بوختيا برابره كړي او د ظلمونو له اغېزو په امان كې شي، نو قهر او غوسه په زړه كې سره يوځاى كوي يا د سركښۍ لاره خپلوي، يا هم د مېندو او پلرونو د خوښې لپاره پر خپلې ارادې او هيلې پښه ږدي، ځاى كوچنى او فرمانبرداره ګڼي. رښتيا ده، زياتره ميندې او پلرونه د خپلو ماشومانو په دغه واړه توب او فرمانبردارۍ خوشحالېږي، له هغوى څخه د هڅې ذوق او استعداد اخلي، دوى د لويانو په وړاندې ځان ډېر وروسته پاتې او حقير ګڼي او د كشرانو په وړاندې ځان ستر.
موږ نه غواړو، چې د ماشوم له سره د مور و پلار واكمني ليرې كړو، دغه واكمني د ماشوم د ښې روزنې لپاره زياته ضروري هم ده، خو عدل او مهرباني هم په كار ده. بايد هر وخت تعادل وساتل شي، ظلم او استبداد ته بايد لاره خلاصه نه شي، چې په دې ډول ماشوم خپل مور و پلار د ځان لپاره ځواكمن ملاتړي او پوه مشران وګڼي، همدغه راز ځان ته په واك او شخصيت قايل شي او ځان ته درناوى هم ولري.
پخوا به ويل كېدل، كه په يوه كورنۍ كې له يو مور و پلار څخه زيات ماشومان وزېږي او په يوه چاپېريال كې لوى شي، نو احساسات او خيالونه به يې سره ورته وي، خو دا تصور سم نه دى، ځكه هر ماشوم ځانګړې وضعه لري، نو ارومرو به يې ذهني حالت هم توپير لري، هم به يې احساسات بېل وي. د ساري په توګه لومړنى ماشوم په ډېره مينه لويېږي، خو دويم ماشوم بيا هغه مينه نه ويني. د لومړي ځل لپاره، چې يو مور و پلار كوم ماشوم زېږوي، نو په خپله وضعه كې بدلون راولي. لومړنى ماشوم دوى په هغه حالت كې غير عادي ويني، يانې دوى د داسې وضعې شاهدان وي، چې راروان ماشومان ترې بې برخې وي.
دويم ماشوم بيا له بلې وضعې سره مخ كېږي: ماشومتوب، كشرتوب او دېته ورته نور هر ماشوم په يوه ځانګړې وضعه كې لويېږي، چاپېريال او حالتونه د هغوى پر چلند او احساساتو زيات اغېز لري، نو مېندو او پلرونو ته په كار ده، چې دغه ټكي ته زياته پاملرنه ولري، له ټولو ماشومانو سره دې داسې چلند وكړي، چې ترمنځ يې هېڅ ډول حقارت او يا هم نه درناوى نه وي موجود. هغه ماشوم، چې په كورنۍ كې ځان له نورو ماشومانو سره برابر ونه ويني، تل په اندېښنه، فكر او د نفس له اعتماد څخه بې برخې وي.
د انساني پرېشانۍ او خپګان بله وجه جنسي غريزه، يا د مينې داستان دى، كه دغه داستان په طبيعي ډول تېر شي، نو د خوښۍ او نېكمرغۍ لامل ګرځي، خو كه دغه داستان د هوس، شهوت او ځانغوښتنې له اور سره مل شو، نو عمر له ناكامۍ، درد او كړاو سره مخ كوي.
په مينه كې مات شوى كس تل په اندېښنه كې وي او د وصال په ارمان سوځي، دغه ډول خپه وجود نه شي كولاى پر ځان ډاډمن شي، ځكه پر نفس باندې د اعتماد لومړنى شرط ذهني ارامي او رضايت دى. هغه كس چې په مينه كې بريالى وي، تل خوښ وي، له ځانه تېرېږي، شهوت، هوس او ځانغوښتنه شاته غورځوي، چې په دې توګه د مينې جنتي هوسايۍ ته ورسېږي.
پر نفس باندې د اعتماد لامل د بدن له ظاهري جوړښت څخه رضايت دى. لږ كسان په دې برخه كې رضايت لري، خو بشپړ خلقت بايد د روزګار له نادرو څيزونو څخه وګڼل شي.
هغه څه، چې د بدن تر ظاهري ښكلا زياته ضروري ده او له نېكمرغۍ سره مرسته كوي، د بدن روغتيا ده. كه بدن مو بدرنګه هم وي، خو روغتيا ولرو ډېر ښه ژوند كولاى شو او د ځان نېكمرغي هم برابرولاى شو، خو كه په جوړ او ښكلي بدن، له روغتيا څخه بې برخې واوسو، له بدمرغۍ او خپګان پرته به بله لار نه لرو. هر بدن د ورزش او روزنې په مرسته ښايسته كېدى شي، په ځانګړې توګه هغه وخت چې ښكلې او ځواكمنه اروا يې ملګرې وي.
هغه ساده قفس، چې يو بلبل په كې سندرې بولي، تر هغه ښكلي قفس غوره دى، چې يو بد غږه مرغه په كې چغېږي. له دې كبله هنرمندان او پوهان، كه بدرنګه دي كه ښايسته، ځوانان دي يا سپين ږيري، ټول ښه او محبوب دي.
د خاطر د اّرام او ذهني ډاډ لپاره بايد هر كس پر خپل لياقت ډاډه وي، ځان بايد ښه وګڼي. ځينېكسان ګومان كوي، چې په هر كار كې لايق او ځواكمن كېدى شي، له دې كبله په څو كارونو لاس پورې كوي، كله چې په ټولو كې كوم مهارت نه ترلاسه كوي، نو تل خواشيني او نهيلي وي. البته له هرې پوهنيزې څانګې څخه خبرتيا بې ګټې كار نه دى، خو يوه هنر او كار ته پاملرنه د پرمختګ لارې اواروي، چې په دې توګه پر نفس د اعتماد قوت زياتېږي.
د هنر يا دندې د ټاكلو لپاره بايد له بېځايه خيالونو ډډه وكړو او په اړونده څانګه كې خپله مطالعه زياته كړو، د نورو له ټاكنې پرته بايد، د خپل استعداد په حدودو كې خپل ذوق وټاكو، ځكه هېڅ هنر نيمګړتيا نه لري، په دې شرط چې په ښه توګه وكارول شي.
هر كس په يو كار كې استعداد لري. هغه كسان چې ګومان كوي، ځينې كارونه يې مهم او لوړ دي، نو له خپل ذوق او استعداد څخه سترګې پټوي او د خلكو د پام اړونې په خاطر داسې كارونه ترسره كوي، چې په باطن كې ورسره مينه نه لري، دوى د خپل ذوق په اور كې ځانونه سوځي خو كوم بل څراغ نه بلوي.