لومړی ـ دوهم څپرکی دريم ـ څلورم پنځم ـ  شپږم اووم ـ اتم نهم  ـ لسم يولسم ـ دولسم
ديارلسم ـ څوارلسم پنځلسم ـ شپاړلسم اوولسم ـ اتلسم      

پنځلسم څپركى

خواشيني

غوسه كول، عادت دى او عادت د سړي دويم طبيعت جوړېږي. ددغه عادت سرچينه اروايي ناروغي ده، چې د نورو ناروغيو په څېر موږ ته مخه كوي، ګنې هېڅوك هم له موره خواشيني او غوسه ناك نه زېږي. هماغسې چې يوه ناروغي تداوي كېږي، د عادت له منګولو هم ځانونه خلاصولاى شو، اّن د خواشينۍ او غوسې له عادت څخه هم.
زياتره خلك دغو حقايقو ته پام نه كوي او تصور كوي، چې خواشيني، يوه ناروغي ده، په زيانونو يې نه پوهېږي او نه پوهېږي، چې دغه ستونزه هم د نورو ناروغيو په شان زموږ بدن كمزورى كوي او تر څه مودې وروسته نورې ناروغۍ زېږوي.
اوس په ټوله نړۍ كې خواشيني، د وبا په شان په بشر كې ګډه شوې او د څو نورو ناروغيو لامل هم ګرځېدلې، چې ډاكټران يې زيات حېران كړي دي. هغه څه چې موږ يې په سترګو وينو او احساسوو يې، دا دي چې غوسه او خواشيني، زموږ اروايي او جسمي ځواك همدغه راز حافظه تر ډېره حده زيانمنوي.
نو وېره د تصور زېږنده نه ده. د ساري په توګه موږ داسې تصور كوو، كه تالنده او برېښنا وشوه، كېدى شي كور مو وسوځي، يا هم كه جګړه وشي زموږ ټوله هستي به لولپه كړي. دا ټول تصور او انګېرنې دي، موږ بايد ددغو تصورونو په وړاندې خپل نور فكرونه وهڅوو او ووايو، چې ډېرې تالندې او برېښناوې شوي، ډېرې جګړې نښتې دي، خو موږ ته يې لا زيان نه دى رارسولى، ښايي زموږ په ژوند كې كومه جګړه ونه شي، كه وشي، نو څه معلومه ده چې زموږ لمن ته به لاس راوغزوي كه نه؟ كه را ويې غزاوه، نو د خطر وېره يې همدومره په كار ده؟
څرنګه چې د راتلونكي پېښې يوازې تصور او خيال دى، نو ځان په راتلونكي كې داسې تصور كړئ، چې له هرې بلا څخه به په امن كې ياست او د برخليك قلم چې تر دې وخته ستاسو په ساتنه بوخت دى، تردې وروسته به هم ستاسو خير او نېكمرغي غواړي. خوشبيني، د خپل ژوند يوه مايه وټاكئ او ځان له هر ډول وېرې، كمزورۍ او خواشينۍ څخه خوندي كړئ، ځكه په راتلونكي كې به هر كس هغه وي، چې دى يې اوس انګېري.
خو بايد پاملرنه وشي، چې له وېرې او خواشينۍ څخه يوازې د ضمير ساتنه ضروري نه ده، بلكې دغم او وېرې پر ځاى بايد روښانه فكر وكړو، چې پر ټول ضمير واكمن شي او بېځايه خيالونو ته ځاى پرې نه ږدي. بايد دا تصور ونه كړو، چې ددغو تورو په تش لوستو او پند اخيستلو سره كولاى شو ځانونه دبېځايه خيالونو له منګولو وژغورو، ددغو خيالونو وركول تش په ورځنيو تمرينونو او مبارزې سره نه شي كېداى، بايد د ورځې څو ځلې له ځان سره سوچ وكړو او ووايو: "ناليدلې بلا ولې ځان ته انځور كړو او تر مړينې مخكې ولې څو- څو ځلې مړه شو، زموږ ملاتړي زموږ ځواكمن زړونه او حافظې دي، چې تراوسه يې ساتلي يو. له هېڅ پېښې څخه نه وېرېږم، د هرې ستونزې پر ضد په نره مبارزه كوم او هره ستونزه په عقل او تدبير سره غوڅوم".
څرګنده خبره ده، چې زموږ راتلونكى زموږ په اندود (طرز تفكر) پورې اړه لري. يانې، په ناپوهۍ او له پاملرنې پرته د ښو او بدو اسباب په خپل لاس برابروو. نو غوره دا ده، چې تل هيله او نېكمرغي د خپل خيال منظر وګرځوو، هر ډول تياره فكر او نهيلي له ځانه ليرې كړو، بايد يقين ولرو، چې انسان د پاملرنې په صورت كې خپلې غورې هيلې ته رسېدى شي، خو كه چېرې خپل فكر او حواس يې له كوم خطر سره مخ كړ، نو په ناپوهۍ سره به د هغه خطر د پېښېدو امكانات برابر كړي.
د بدبينۍ، وېرې او غوسې عادت په ناڅاپي ډول له منځه نه شو وړلاى. بايد له ماشومه نيولې تر مشرانو پورې ورته پاملرنه وكړي. د ساري په توګه بايد ونه ويل شي، چې: وېرېږم، يخ مې ونه شي. يا هم څومره بد وشول، پلانى رانغى، زړه مې ددې تيارې هوا له كبله خواشينى دى
بلكې وواياست، چې: بايد د ځان ساتنه وكړم، چې يخ مې ونه شي، كه پلانى راتللاى ډېر به ښه وو، په تياره هوا كې بايد څراغ ولګول شي
څومره چې په ژبه د وېرې، غم او نهيلۍ يادونه ونه كړو، نو د اغېزو كچه يې هم ټيټېږي. بله خبره دا ده، هېڅ خطر دومره چې موږ تصوركوو، لوى نه دى. خطر د تيارې وريځې په شان زموږ دفكر پر اسمان تېرېږي، خو توپان نه رامنځته كوي. كه تاسې هره شپه د خپلې وېرې لاملونه وليكئ او د اوونۍ په پاى كې يې بيا وګورئ، نو وبه وينئ چې په سلو كې پنځه نوي خطرونه، نه دي پېښ شوي، يا هم دومره تت دي، چې احساس شوي نه دي يا دا چې د زغملو او له منځه وړلو وړ دي.
لنډه دا چې، وېره او خواشيني، جسم او بدن كمزوري كوي، خو له نېكه مرغه دا يو داسې عادت دى، چې په تمرين او ارادې سره له منځه تللاى شي.


شپاړسم څپركى

وخت ښه تېرول

وخت ښه او بد تېرول زموږ په لاس كې دي، غوره دا ده چې د اروايي روغتيا لپاره وخت ښه تېر كړو.
تاسې به واياست، چې پردې دومره ستونزو سربېره څنګه ښه ژوند تېرولاى شو، ما دوه ملګري لرل، چې يوه هرڅه لرل، خو خوښ نه و، بل يې هېڅ نه لرل، خو بيا هم خوښ و. لومړنى پوه او شتمن و، دويم يې په خوارۍ سره ډوډۍ پيدا كوله، خو پوهه يې نه لرله.
شتمن سړي به تل د روزګار له كبله شكايت درلود، خو هغه بل به نصيحت ورته كاوه او ډاډ يې وركاوه.
يوه ورځ مې له خپل نېستمن ملګري څخه د خوښۍ لامل وپوښت، ويې ويل: كوم رمز نه دى. سهار چې له خوبه پاڅم، نو وينم چې دوې لارې مې مخې ته پرتې يوه يې څوك نېكمرغي ته بيايي، بله يې بدمرغي ته. موسكى كېږم او له ځان سره وايم:" چا "سبا" نه دى ليدلى، زه يوازې "نن" لرم او څومره چې توان لرم، بايد له ژوند څخه استفاده وكړم. كه خواشينۍ راڅخه نه ځي، سبا ته يې پرېږدم". هغ وخت لكه څوك چې يوازې يوه ورځ عمر ولري، په ټولو شيانو ځان بوختوم او خوند اخلم. بدۍ له پامه غورځوم او له ټولو سره مينه كوم.
هغه څوك، چې يوازې څو ساعته وخت ولري، كه له دې پرته بل كار وكړي، نو لېونى دى! همدغسې مې هغه خپه ملګرى هم وپوښت هغه وويل:" له ټولو شيانو مې بد راځي كورنۍ مې خواشينې، نوكران مې غله او خاينان، ملګري مې بې انصافه، ملت مو ړوند او ناپوه دولت تر هغه بدتر"
هو! وخت ښه او بد تېرول، زموږ په سوچ پوري تړلې خبره ده. ماشومان تر مشرانو ښه ژوند تېروي، ځكه زموږ په څېر په وېروونكي او تياره راتلونكي كې ژوند نه كوي. هغه څوك نېكمرغه دى، چې د ماشومتوب او خوښۍ وخت له لاسه ورنه كړي.
البته ټول خلك نه شي كولاى د ژوند د ستونزو په وړاندې سړه سينه ولري او غلي كښېني، ځكه موږ خپلې ستونزې غټې او نه حلېدونكې ګڼو، خو بيا هم غور په كار دى، ځكه د نورو كسانو په ژوند كې هم ستونزې شته دا بايد ومنو، چې زياتې ستونزې ساختګي او بېځايه دي، كه نور يې د ليرې كولو وړ نه وي، په اسانۍ سره يې زغملاى شو.
كه د خپلې خوښۍ او خواشينۍ يو انځور وباسو، وبه وينو چې زياتې خواشينۍ ليرې كولاى شو او موږ كولاى شو زياتې خوښۍ ولرو. له ښكلاوو او ښېګڼو څخه ګټه اوچتول، هغه عادت دى چې د مشق او تمرين په مرسته ترلاسه كېدى شي، لكه څنګه چې ټول خلك د وښو، غرونو، دښتو او ساراوو له نندارې څخه يو ډول خوند نه شي اخيستلاى.
زيات كسان شته، چې دغو ښكلاوو ننداره كوي، خو ويني يې نه، ځكه چې دوى په خپلو خيالونو بوخت دي او د زړه سترګې يې يوازې د نړۍ بدۍ او ناخوالې ويني، خو بيا داسې بختور خلك هم شته، چې د يوه ګل په ننداره زيات وخت اخته وي او ډېر خوند ترې اخلي.
موږ د ښه او بد ژوند تېرولو عادت، همدغه راز غوسه او خواشيني په كورنۍ كې زده كوو او په كورني چاپېريال كې روزل كېږو، چې زيات شمېر يې زموږ په اروايي او جسمي جوړښت پورې تړاو نيسي. پايله يې دا چې د يوې پېښې په وړاندې هر څوك اغېزمن كېږي، يو كس يې زياته وېروونكې او سخته ګڼي او ځان بايلي، بل بيا له خطر سره ډغرې وهي او په خپله ګټه يې اړوي.
له نېكه مرغه، د تمرين په مرسته كولاى شو له خپل ګرېوان څخه د هر ناوړه عادت منګولې ليرې كړو، چې په دغو عادتونو كې بدبيني، اندېښنه، غوسه او خواشيني هم راځي. نو غوره دا ده چې د اروايي سكون لپاره كه هر څنګه كېږي، يوه لاره خپله كړو او له دغه زيان رسوونكي افت څخه ځانونه وژغورو.
غوسه او اندېښنه په هېڅ منطق كې نه راځي، ځكه: كېدى شي راتلونكى زموږ په خوښه واوړي، نو په دې صورت كې اندېښنه نه ده په كار، خو كه زموږ د تمې خلاف كومه پېښه وشوه، بيا هم اندېښنه نه ده په كار، ځكه په دې توګه موږ د پېښې مخنيوى نه شو كولاى، خو له بده مرغه چې طبيعت په اسانۍ سره عقل او منطق ته نه تسليمېږي او بايد د يوه ضدي ماشوم په شان يې په احتياط او زيات تمرين سره سمې لارې ته راوبولو.
هر څوك په ژوند كې نيمګړتياوې او رښتينې بوختياوې لري، چې ترې خلاصون نه شي موندلاى، خو هغه وېروونكې بلا چې موږ يې د خيال په واسطه ځان ته جوړوو، تر رښتينو اندېښنو زياته لويه ده او بدبيني هم د بدغوښتنې زېږنده ده. ددې لپاره چې په ځان كې دغه چينه وچه كړو، بايد د كينې او بدغوښتنې حس له ځانه ليرې كړو او پر ځاى يې د بخښنې او زغم حس زيات كړو. له اشنايانو، دوستانو او د نړۍ له ټولو خلكو سره مينه وكړو او په اسانۍ سره د دښمن له ګناهونو تېر شو.
هو! د ښه او سوكاله ژوند لپاره بايد له زړه څخه كينه او بېځايه اندېښنه ليرې كړو او ددې پرځاى نېك خوى او هيله خپله دنده وګرځوو.
ما په يوه هنري مركز كې درس وركاوه، هلته مې زده كوونكو ته ويلي وو، چې يوه موضوع وليكي. يوې حساسې او د ښه ذوق لرونكې نجلۍ د زړه له كومې موضوع ته ننوتله، د روزګار له بېوفايۍ او د حالاتو له نه سموالي څخه يې سر وټكاوه، هغې، ژوند د بدمرغيو او تورو تيارو د يوې بلا په شان انځور كړى و، ومې ويل: توري او جملې دې ښې سره اوډلي، خو حقيقت دا دى، چې خپل فكر دې زموږ څخه پټ كړى او په دغو خواشينوونكو جملو سره دې هڅه كړې، چې موږ خپلې ستاينې ته وهڅوې.
هغه منكره شوه، ومې ويل: لكه څنګه چې تا ليكلي، كه ژوند دومره بدمرغه او خواشينوونكى وي، نو بيا ولې موږ ددغه رنځ او كړاو بار ته اوږه وركړو؟ ولې بايد له دغې خوارۍ څخه ونه تښتو!
سر يې كښته واچاوه او كوم ځواب يې رانه كړ. ومې ويل: داسې نه ده، تاسې د خپل ژوند يوه شېبه هم په ډېر قيمت نه خرڅوئ. د ساري په توګه كه ناروغه شئ، نو درملنه كوئ، د درملنې له هيلې پرته به بل فكر نه لرئ. دغه چغې او شكايتونه هسې برسېرن دي او موږ هڅه كوو، چې د نورو خلكو شفقت او مهرباني ځان ته راجلبه كړو او غواړو چې د غم د خوند په ذريعو، نور خلك د ځان لېوال كړو، ځكه چې غم او خواشيني سړي ته خوند وربخښي، خو د نورو نشه يي توكو په شان د سړي اعصاب سست او اراده كمزوري كوي. له چغو او شكايتونو څخه بله نتيجه دا ده، چې غواړو د ځان په وړاندې د نورو خلكو حسادتونه لږ كړو.
تر دې وروسته، چې هغه نجلۍ څه ليكي د هيلو او نېكمرغۍ په رڼا روښانه دي او د اورېدونكو زړونه هم روښانوي. هغه وايي: داسې ښكاري، چې وړاندې مې په زړه كې كومه كنډواله وه او اوس يو سمسور بڼ دى، هرڅه چې مې ليدل تياره او بدرنګۍ به په كې وه، اوس چې څه ګورم، ښكلا او رڼا په كې ځلېږي. د نېكمرغۍ او ښه ژوند لپاره بايد خوشبيني خپل عادت وګرځوو.