لومړی ـ دوهم څپرکی دريم ـ څلورم پنځم ـ  شپږم اووم ـ اتم نهم  ـ لسم يولسم ـ دولسم
ديارلسم ـ څوارلسم پنځلسم ـ شپاړلسم اوولسم ـ اتلسم      

يوولسم څپركى

زموږ نيمګړتياوې

كه هر څوك خپلو نيمګړتياوو ته ځير وي، نو پرمختګ يې هم ضروري دى، خو دا د هر كس د فكر او ادارې په كمزورۍ او پياوړتيا پورې تړلې خبره ده.
هغه خلك، چې خپلو نيمګړتياوو ته په اندېښنه كې دي، تر هغه وخته چې خپله درملنه ونه كړي. زياتې نورې ستونزې هم ويني. دوى بيا د خپلو نيمګړتياوو د پټولو لپاره د نورو خلكو په تحقيرولو لاس پورې كوي، بد ويل او بد غوښتل، خپل شعار ګرځوي يا هم خپل زيات وخت په بېځايه فكر او تصور كې تېروي، له دنيا څخه بېزاره، له ژوند سره بې مينې وي او له نورو څخه ليرېوالى غوره كوي. په پايله كې د خپل ژوند بار په خپلو اوږو اوچتوي.
په تېر څپركي كې مو ولوستل، لكه څنګه چې يو، بايد ځانونه هغسې ومنو، په دې څپركي كې پردې خبره كوو، هغه څه چې نه لرو بايد ويې منو. اّيا داسې څوك شته، چې هر كار په ډېر كمال سره ترسره كړي او په هرڅه باندې وپوهېږي، كومه خطا ونه كړي او هر وخت د عقل په لارښوونه كارونه ترسره كړي، تل ښه او مهربانه وي او هېڅ وخت په غوسه نه شي او غلى وي؟
زيات داسې كسان شته چې د تصور په ذره بين له خپلې وړې تېروتنې څخه يوه لويه بلا جوړوي، خپل خوب هم پر ځان حراموي او له ځانه نه پوښتي، چې ددغې تېروتنې له كبله نورو خلكو ته څومره زيان رسېدلى، يا يې هم د دوى په ژوند كې كوم بدلون راوستلى دى؟ بس خپله خطا د ځان ګناه ګڼي او ددغه ناوړه فكر له كبله خپله اروايي قوه ضايع كوي، چې بيا يې اعصاب هم كمزوري كېږي.
خپلې خطا ته پاملرنه او د علت پلټنه يې غوره خبره ده، ځكه په ځان كې د خطا د لاملونو لټون، د ځان پېژندنې او د فساد د ريښې د له منځه وړلو وسيله برابروي او د خطا مخنيوى هم كوي. كه تل د تېروتنو بار پر خپل ځان واړوو او ځانونه ملامت كړو، له ناتوانۍ پرته بل حاصل نه شو ترلاسه كولاى.
هغه كسان، چې غټ شوي او د فكر واګې يې په خپل لاس كې نيولي، كولاى شي په يوازې سر له چاپېريال سره پر ناسازګارۍ سربېره دغه تګلاره خپله كړي، يانې هر ځل چې تېروتنه كوي، ددې پر ځاى چې شرم او پښېمانۍ ته ځان وركړي، په ځان كې د خطا علت ولټوي او ليرې يې كړي.
خو كه ماشومانو او زلميانو ته چاپېريال نامساعد وي، يانې كه د ښوونځي همزولي يا د كورنۍ غړي هغه ملامتوي، دغه كار پر خطاكاره ماشوم بدې اغېزې ښندي.
مشران بايد د ماشوم له ځپلو او ټكولو څخه ځانونه وساتي، كه ماشوم كوم كار ترسره نه كړاى شو، نه دې ورباندې خاندي، بلكې مرسته دې وكړي چې بل ځل هغه كار په ښه توګه ترسره كړاى شي.
د بالغ كس شاوخوا كسان كه دده كومه تېروتنه ويني او ويې بخښي، د هغه د شرم كچه به ټيټه كړي، خو كه پر ملامتيا ټينګار وكړي، كېدى شي خطا كوونكى كس په خپل ناسم چلند كې نور هم كلك او د پښېمانۍ پرځاى د خپلې خطا دفاع وكړي. په دې وخت كې د مشرانو دنده دا ده، چې په ټولنه، ښوونځي او كورنۍ كې له ملامتولو او تحقيرولو ډډه وكړي. هغه تېروتنه، چې د نيوكې او ملامتيا وړ وي، دومره مهمه نه ده، ځكه نورو ته يې زيان نه دى رسېدلى، نه به يې هم د اشنايانو اودوستانو اړيكو ته ګوزار وركړى وي.
زموږ د اروايي ناكرارۍ بله وجه ناپوهي ده، كه څه هم څرګنده ده، چې بشر ته بشپړه پوهه ناشونې ده او د هر چا معلومات نيمګړي او لږ دي، خو بيا هم د پوهنې دعوه كوو او له ناپوهۍ څخه وېره لرو. موږ په حقيقت كې له ناپوهۍ څخه نه وېرېږو، بلكې له دې وېره لرو چې نور كسان مو ناپوهان ونه بولي، كله چې كومې موضوع دا خلېږو او موږ پوهه په كې ونه لرو، ددې پر ځاى چې پر خپلې ناپوهۍ اقرار وكړو او ځان له تشويشه خلاص كړو، په مباحثه او لفظي شخړې لاس پورې كوو، حال دا چې په دې كار سره نه يوازې خپله ناپوهي له خلكو نه شو پټولاى، بلكې د ځانښودنې او لاپو صفت هم په خپله پوهه كې شمېرو.
يوه شاعر ويلي:" اى حقيقته! تا راسره څه بد كړي، چې موږ درڅخه په تېښته كې يو؟" نو غوره دا ده، چې موږ هم ووايو:" اى ناپوهۍ! تا راسره څه كړي، چې دومره وېره درڅخه لرو؟".
د بدمرغيو لامل ناپوهي ده، خو دلته موخه د ناپوهۍ نسبت وركول دي، چې موږ راكول كېږي، نه خپله ناپوهي. يانې موږ له ناپوهۍ څخه نه وېرېږو، بلكې د ناپوهۍ په نامه له شهرت څخه وېره لرو.
ماشومان بايد په دې كې ونه شمېرو، ځكه دوى له پوښتنو او پرخپلې ناپوهۍ له اقرار څخه نه وېرېږي، څومره چې له ځوانۍ څخه فاصله اخلو، دومره له پوښتنو او د ځان له ناپوه ښوولو ډډه كوو، په فرض، تصور او حدس سره ځانونه قانع كوو، خو د ځانښودنې او ځانغوښتنې لپاره ددغه ډول اطلاعاتو كارول د سړي اندېښنه زياتوي. حال دا چې د خپلې پوهې او ناپوهۍ ښودل، د سړي ډاډ او اروايي سلامتي زياتوي، همدغه راز سړى زده كړې ته هم هڅوي.
د ناپوهۍ او په دروغي پوهې باندې له خلكو د تظاهر، نه پوښتلو وجه، د ناپوه كس په وړاندې زموږ ناوړه چلند دى. ته وا موږ د بشري پوهنې لوى ګنج يو او اجازه لرو، چې د نورو د اطلاعاتو نيمګړتياوو او ناپوهۍ ته په سپكه سترګه وګورو، كه له موږ څخه پوښتنه وشوه، نو په زيات غرور سره خپله پوهه څرګندوو!!.
تر مشرانو ماشومان زيات ځورېږي، ځكه چې ډېر لږ د دوى پوښتنو ته ځوابونه ويل كېږي، زياتره وخت د ماشومانو له پوښتنو عاجز يو او د خپلې ناپوهۍ د پټولو لپاره د دوى په تحقيرولو، مسخرو او بې پروايۍ لاس پورې كوو، يا هم پر ماشوم په غوسه كېږو او د پوښتنو مخنيوى يې كوو.
ددغه چلند په نتيجه كې د ماشوم فكري بهير له خپلواكۍ څخه ليرې پاتېږي او تصور كوي، چې ماشومان بايد د ښوونځي له زده كړې پرته نور څه زده نه كړي، ځكه د دوى په اند د ښوونځي تر درس ورهاخوا نور څيزونه علم نه دى، دغه ډول اندود (طرز تفكر) ماشومانو ته دويم طبيعت جوړېږي. دوى په مشرتوب كې هم له پوښتنو ځان ساتي او هڅه كوي د ژوند پوښتنو ته هم د ښوونځي په درسونو كې ځواب ولټوي، خو كه درس ونه وايي ښه نه ده، ماشوم بايد سوچ وكړي، حقايق ولټوي، ځكه پوه كس، په هغه څه چې زده كړې يې دي قانع كېږي، بيا د درس كتاب بندوي، خو كه د فكر خاوند كس درس نه وي ويلى، ټول عمر په پلټنه او د پوهې په لاسته راوړنه كې تېروي، نو ځكه د ژوند ستونزې په اسانۍ سره حلوي.
انسان نه شي كولاى له خطا څخه ځان وساتي، نه هم بشپړه پوهه ترلاسه كولاى شي. موږ بايد خپلې نيمګړتياوې له پامه ونه غورځوو، بايد د ځان په اصلاح لاس پورې كړو، هغه كس چې تل د خپلې ناپوهۍ دفاع كوي، په بېلابېلو رواني ناروغيو اخته وي.


دوولسم څپركى

حـافـظـه

هر ژوندى وجود يوه حافظه لري، څومره پوهه او تجربه چې په كې ذخيره كوي، ذهن يې هومره پراخېږي او زياته وړتيا پيدا كوي، خو ځينې كسان د زده كړې د بهير تر ختمېدو وروسته يا هم د عمر په بل پړاو كې د حافظې دروازه بندوي او هېڅ ډول نوې پوهه ځان ته نه پرېږدي. په دې توګه نه يوازې د ذهن پراختيا ته زيان رسېږي، بلكې د پوهې او خبرتيا پر ځاى په كې شخصي ناخوالې ځاى نيسي او سره اوډل كېږي، حال دا چې د ستونزو د اوارۍ لپاره د پوهې او خبرتيا لاسته راوړل غوره لار ده.
دغه د حافظې د وره تړل او د زړه په كور كې يوازې اوسېدل، پر خپلو غمونو او ستونزو ژړا، څلور علتونه لري: يو يې خواشيني او خپګان دى، هغه كس چې په ټولنه كې له ځانه راضي نه وي، يا هم په كورنۍ كې محبوبيت او هوسايي ونه لري، د دنيا ليدلو او د پوهې په اړه د نويو څيزونو اورېدلو او موندلو ته مينه نه ښيي، دوى يوازې خپل ځان ته پاملرنه كوي.
دويم لامل يې د هغه ګواښ يا خطر احساس دى، چې زموږ ژوند، حيثيت يا هم د خوښې وړ څيز ته پېښ وي. هغه څوك، چې له ګواښ سره مخ وي، د ګواښ د ليرېوالي او نژدېوالي په انډول يې د اندېښنې كچه هم برابره وي، خپل زيات فكر په همدې اړه كار وي. په دې توګه نورو موضوعاتو ته توجه نه شي كولاى. يوه بېلګه يې دا هم كېدلاى شي، لكه په يو ځاى كې چې اور ولګېږي، په هغه وخت كې له دغه ګواښ څخه له خلاصون پرته نور فكرونه او خيال له سړي څخه هېر شي. يا هم كله چې ښوونكى په غوسه ناكه څېره د زده كوونكي سرته درېږي او ازمويې يې، زده كوونكى يو ډول وېره احساسوي، په دې توګه يې زده شوي شيان هم هېرېږي.
يوې ورځپاڼې د نيوكې په توګه يو دولتي كاركوونكى انځور كړى و، چې د مېز تر شا ناست او خپل تندى يې ټينګ نيولى و، داسې ښكارېدل، چې غواړي خپل حواس راټول كړي، تر شا يې يو بل غوسه ناك سړى انځور شوى و، چې يوه لوڅه توره او دوسيه ورسره وه، سيورى يې پر كاركونكي خپور و، پر دوسيې ليكل شوي وو:"د ناپېژندويه كسانو له خوا د جرم اعلان او تور".
د هغه كس له خوا پر كاركوونكي داسې خطاب شوى و:"ماته متوجه مه اوسه، خپل فكر پر ځاى وساته!".
خو له دغې دوسيې او لوڅې تورې سره دغه ډول غوښتنه بېځايه ده.
لنډه دا چې كه وېره او خطر د انسان تر طاقت زيات وي، نو له انسان څخه پر نورو موضوعګانو باندې د فكر او سوچ قوه اخلي.
درېيم لامل بهرنۍ نړۍ او د نورو كسانو د حالتونو درك ته پاملرنه ده چې غرور او ځانغوښتنه هم ورسره مله وي. هغه كسان، چې ځانونه له حقيقت څخه ليرې احساسوي او ځان بل ډول ښيي، د خپل دروني شخصيت په دفاع كې دومره بوخت وي، چې خپل ژوند او راتلونكي ته د فكر او سوچ وخت نه لري، له دې كبله له ډېرو واقعيتونو او پوهنو بې برخې پاتېږي.
څلورم لامل، چې د معلوماتو او حقايقو د لاسته راوړلو خنډ ګرځي، د پوهې په برخه كې د خلكو لومړنيو پړاوونو نشتوالى دى. د ساري په توګه هغه كس، چې د انجنيرۍ له لومړنيو معلوماتو بې برخې وي، ددغې پوهې موندنې يې ددرك له ځواك څخه بهر وي او نه شي كولاى په اسانۍ سره پردې لار ګامونه اوچت كړي، كه څه هم زيات داسې كسان وينو چې په كومه پوهنيزه څانګه كې له پوهې پرته څرګندونې كوي، چې خپله ناپوهي پټه كړي، خو دغه ناوړه عادت دغه ډول انسان د پوهې له نعمت څخه بې برخې كوي او د ناپوهۍ تورې كندې ته يې غورځوي.
موږ بايد د ځوانانو او ماشومانو د بېړنۍ زده كړې مخه ونيسو او پرې نه ږدو، چې په يوه كال كې څو ټولګي ولولي، دوى بايد پوهه په ښه توګه ذهن ته وسپاري، كه چېرې دوى په كوم مطلب كې معلومات نه لري، نو بايد د بېځايه څرګندونو مخنيوى يې هم وكړو، ځكه د پوهې پر ځاى بيا ځانښوونه زده كوي، بيا به يو ځانپاله او ځانښود ناپوه ترې جوړ شي.
هغه چا چې زده كړه نه وي كړې، نورو ته ښوونه هم نه شي كولاى، چا چې مينه نه وي ليدلې، نورو ته هم مينه نه شي وركولاى. دغه وضعه په هغو ماشومانو كې زياته ليدل شوې، چې له جګړو څخه روغ راوتلي وو، جګړه مارو د هغوى ميندې، پلرونه او كورونه له منځه وړي وو، د دوى حال د زړه سوي وړ و. دوى به د وږو حېواناتو غوندې خواړه غلا كول او تښتېدل به، ددې لپاره چې د راتلونكي غم هم وخوري، نو يو څه خواړه به يې تر خاورو لاندې پټول. د هغوى په نظرونو كې د مينې، باور او انسانيت نخښه نه ليدل كېده.
په عادي كسانو كې هم داسې خلك شته، چې مينه يې نه ده ليدلې او نه پوهېږي، چې څنګه مينه وكړي. دوى په خپلو چلندونو كې زياتره د خپلې ګټې په سوچ كې وي، نه د نورو، خو غوره خلك تل د اړو كسانو مرسته او لاسنيوى كوي. دوى هغه كسان دي، چې د كورنۍ مينې له ګنج څخه يې ډېر څه ترلاسه كړي دي.
دغسې پياوړي هنرمندان، ليكوالان او تكړه پوهان، چې دطبيعت د مور نازولي خلك دي، د الهام په خزانه شتمن دي، چې په دې توګه هرچاته وړيا سخاوت كوي.
ددې لپاره، چې موږ هم مينه ناكه او له پوهې ډكه دنيا جوړه كړو، بايد تر خپله وسه د پوهې په خپرولو او مينې لاس پورې كړو، چې نور كسان له موږ څخه ډېر زده كړي او نورو ته يې وروبښي، هغه چا چې د مينې زياته كچه وليده، له نورو سره به زياته مينه وكړي.
د خپل معرفت د بشپړاوي لپاره بايد له دغو څلورو لارو څخه پوه ترلاسه كړو:
لومړى: بايد له خپلو ادبياتو، فلسفې، هنر، دين، تاريخ او خپلو ملي كيسو څخه ډېر اطلاعات ترلاسه كړو او هره ورځ د معاشرت اّداب، د انسانيت او مينې دندې ښې زده كړو.
دويم: د شاعرانو او ليكوالو په څېر بايد ځانونه د نورو پر ځاى احساس كړو او هر حالت درك كړو.
درېيم: بايد د هرې ورځې په تېرېدو سره د خپل مسلك په رموزونو او باريكيو باندې ځانونه ښه ترا پوه كړو.
څلورم: بايد خپلو عقايدو ته كتنه وكړو، كه كومه تېروتنه مو وليده، د سمون لپاره يې هڅه پيل كړو او يو ځل له كوم شك پرته له خپلې خطا څخه تېر شو، د خپلسرو مشرانو په څېر بايد په دې كار كې ځانغوښتنې او استبداد ته ګډون ورنه كړو. د ستم د جبارانو له خوا دا دومره اورونه ځكه د بشر پر هستۍ لګول كېږي، چې دوى تل د غوړه مالانو او خپل نفس له خوا تېر وېستل كېږي، دومره په خپله تېروتنه كې تم پاتېږي، چې د خپل ژوند ختمولو ته هم غاړه ږدي.
موږ هم پر خپل وجود باندې مشري كوو، كه هر وخت په خپلو فكرونو او عقايدو كې پلټنه او د ځان په باب كومه مثبته پرېكړه ونه كړو، نو بې له شكه چې د ظالمانو په برخليك به اخته شو.