ټول افغان څیړنیزې مقالې


افغانستان به بحران شدید اقتصادی روبرو است

   موسسات تحقیقات علمی جهان با ارائه ای ارقام وشاخص ها ، هوشدار میدهند که :  بالاثروسعت شیوع مرض کرونا ، جهان دچار بحران کم سابق شده است . این منابع ، پائین افتادن سطح محصول ناخالص اجتماعی وافزایش رقم بیکاران را درسال جاری ، تشویش آور میدانند. آنها از محاسبات خویش این نتیجه را میگیرند که کشورهای زیادی ، رشد منفی اقتصادی را تجربه خواهند کرد.    بانک جهانی با ارزیابی کشورهای متضررشونده ای جنوب شرق آسیا طی سال2020 ، افغانستان را درمقام اول فهرست ارائه کرده ای خود ، جا داده است .

29.06.2020 میرعنایت الله سادات

له جهاد څخه تر کرایي خون او پیره دارۍ

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د راپور پر بنسټ پاکستان نه یوازې له ترهګرو څخه واتن نه دی نیولی، بلکې د تمې او غوښتنې سره ناباندې پاکستان نور هم ترهګرې ډلې غښتلې او په افغانسان او هند کې یې په نویو ترهګریزو ماموریتونو ګومارلې دي۔ د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د موندنو او لاسوندونو پر بنسټ پاکستان په همدې توګه طالبانو ته د سولې له تړون سره هممهال د نویو ترهګریزو یرغلونو، د ولسي وګړو د وژلو، د ټولګټو بنسټونو د نړولو او د افغان دولت سره د سولې څخه پر انکار او جګړې ته د دوام په ورکولو سره ټینګار کړی دی

29.06.2020 محمدکریم نور

روښاندي څه ده

پارسي ته ژباړونکی : صدیق رهپو طرزي پښتو ژباړونکی : س . سېلنی ( درنو لوستونکو! د دې علمي اثر ژباړه د پښتو ژبې کره والي ته په پام کې نیولو او کارونې سره ، ښایي یو شمیر ځوانو لوستونکو ته ستونزمن وبریښي ، نو ځکه مې ستاسو د اسانتیا لپاره د اړوندې لیکنې په پای کې د ویینو " لغاتو ، کلیماتو" یو ځانگړی لړلیک " فهرست " جوړ دی ، کېدای شي مخکې تر لوستلو یې د وییو له مانا سره اشنا شوو ) . * * * * روښاندي څه ده لکه څنگه چې پوهېږو ، دا رنې ديکارت (۱۶۵۰ -۱۵۹۶) وو چې په پېژندویه کرښه ٫٫ دا

25.06.2020 سمع سېلنی

افغان سوله، کوم ارزښتونه د دفاع وړ دی!

وروسته له یوې اوږدي او کرغیړني جګړې امریکایانو ومنله چې په جګړې کې له بن بست سره مخ شوی، روانه جګړه یې د تاریخ تر ټولو اوږده جګړه ده او دوی غواړی چې له طالبانو سره د مذاکراتو له لارې دغه بایللي جګړې او تاریخي شرم ته سیاسي حل پیداکړې.مګر د امریکا او طالبانو ترمنځ د مذاکراتو پرمهال د بیلابیلو خنډونو او فشارونو ترڅنګ یو له بنسټیزو او تر ټولو ډیر پام اړونکي بحثونو څخه چې تل د یوه بدلون او لاسته راوړني په توګه ورڅخه یادونه او پر ساتلو یې بی کچې ټینګار شوی هغه د غربی موډلونو، مزاجونو او ایډیالو

24.06.2020 قاضي نجیب الله جامع

له نړۍ څخه د نشه يي موادو پاکول د ټولې نړۍ ګډو همکاريو ته اړتيا لري

له نړۍ څخه د نشه يي موادو پاکول د ټولې نړۍ ګډو همکاريو ته اړتيا لري ليکواله: د چين ميډيا ګروپ د پښتو څانکې خبرياله غوټۍ د ۲۰۲۰م کال د جون ۲۶مه نېټه د نشه يي موادو د مخنيوي له ۳۳مې نړيوالې ورځې سره برابره ده. د ۱۹۸۷م کال په ډسمبر کې د م م د ۴۲مې دورې په عمومي اسامبلې کې د هر کال د جون ۲۶مه نېټه د نشه يي موادو د مخنيوي د نړيوالې ورځې په توګه وټاکل شوه. د نشه يي موادو مخه نيول د هر هېواد او ملت له امنيت او خونديتوب سره نژدې اړه لري. په ټوله نړۍ کې د زرين مثلث سيمې، د طلايي مياشتې

24.06.2020 اندیښمن ځاځی

د کورونا وايروس د بحراني حالت درملنه

په مخکنيو ليکنو کې هڅه وشوه، چې خپلو هېوادوالو ته د کورونا وايروس په اړه هغه اړين معلومات واړندې شي، چې د ټولیز پوهاوي او د کورونا دمخنيوي لپاره اړين ول، مګر له بده مرغه په دې ورځو کې د کورونا ناروغي خپرېدنه د افغانستان په پلازمينه کابل او د افغانستان په لويو ښارونو لکه هرات، مزار، ننګرهار او کندهار کې په زغرده روانه ده او نن سبا د کورونا وهليو شمېر تر ۳۰۰۰۰ تنو رسېدلی دی، نو اړينه مې وګڼله چې د کورونا د پرمختللي يعنې بحراني حالت د درملنې نړېوالې تجربې ستاسو سره هم شرېکې کړم.

24.06.2020 ډاکټر لمر

ایا دلته مکافات او مجازات معیار لري،!!!

د یوې ټولنې د پرمختګ او ترقۍ لپاره د نورو اصلونو ترڅنګ یو اصل دا هم دی،. چې په ټولنه کې مکافات او مجازات موجود وي، خو دا مکافات او مجازات خپل معیارونه لری... خو له بده مرغه زمونږ هېواد کې د هرڅه نه یوه ټوکه جوړه شوې ده، لکه څنګه چې په نورو برخو کې معیارونه په نظر کې نه نیول کیږي... د مکافاتو او مجازاتو برخه کې بیخي نه نیول کیږي. دلته د مکافاتو او مجازاتو اصلونه تر پښو لاندې دي، که یوه اداره یا ټولنه، اتحادیه.... څوک مکافات کوي... نو هغوې باید خپل معیارونه ولري،. د معیارونو په نظر کې نیولو سره

18.06.2020 حافظ عبدالرشید مومند

داسلامي تشریع اساسات دویمه برخه

په لومړنۍ څیړنه کې مو د تشریعي او فقهي څیړنې څخه وړاندې دحج ځینې کثیرالضرورة مسایل وشنل، داځکه چې دا دحج موسم میاشتې دي ،او همدا یې اړتیا وه، اوس به کوښښ وکړو، چې داسلامي تشریع موازین او فقهي مفاهیم ، دڅه وضاحتونو سره مله وڅیړو،اوداسلامي شریعت لومړني څلور مبادي او اصول یې ړومبی او بیا پسي له اسلامي اساساتو نه مستبط شوي فروعات یا جزئیات ، حسب ضرورت دلوستونکیودمطالعه لپاره چمتو کړو ! اسلامي فقه شک نشته چې فقه داسلامي شریعت مسایل او ورځني ضروري فروعات تشریح کړي دي،داصول فقه علم چې دفروعي

16.06.2020 مفتي فضل هادی (سالک)

عامه پورونه (Public Debts)

د کتاب نوم: عامه تمویل (Public Finance) لیکوالان: امان الله ورین او محمد داود نیازی دیارلسم څپرکی عامه پور (Public Debt) دولت په ټوله کې د خپلو لګښتونو د پوره کولو لپاره عوایدو ته اړتیا لري او دا لګښتونه د خپلو عوایدو څخه پوره کوي، خو د دولتونو د ډېرو لګښتونو او اړتیاو په پام کې نیولو سره د نړۍ تقریباً ټول هیوادونه د بودجې له کسر سره مخ وي. دا په دې مانا چې د عوایدو اندازه یې د لګښتونو له اندازې لوړه وي نو په دې ډول اړ وي چې له دوه لارو څخه ګټه پوره کړي. ۱: د لګښتونو راکمو

16.06.2020 امان الله ورین او محمد داود نیازی

انګریزان د میوند او مکناټن انتقام اخلي

که له یوی خواه زموږ ویاړمند تاریخ د غازی وزیر محمداکبرخان، ایوب خان، میربچه خان او لسګونو نورو غازیان، ښاغلو او د افغان ساتني له نوموتو او مبارکو غورځنګونو، انقلابونو او حماسو ډک ده، په مقابل کې زموږ د دښمنانو، د انسانیت د ښیرازۍ د بدخواحانو او د اسلامي امت د عزت د ورځی د قسم خوړلیو مخالفانو تاریخ هم د غچ، انتقام، کیني، نفرت، شرارت او فتني له بوږنونکو کیسو او روایتونو مالامال ده. دوی د موهن لال کشمیری پر څیر د فساد پیشوو مخبرانو، اجنټانو، خبرچینانو او جاسوسانو پر څیر پرون د عبدالله خا

14.06.2020 قاضي نجیب الله جامع

طالب او جميعت

كله چه طالب ئی رانسکور کړی ، نو بازي د جمیعت و لاس ته ولوېدل ، او د قدرت انتقال ته په خلاص لاس و ایله سو ، او د سیاسي قدرت داخستلو او ساتلو له پاره ئي ډېري غټي مختبیلې ټکوهلې ، او داسي فکر يي کولی چه دا کوچنۍ دره او کم نفسوس به دا لویه د امپراتورانو هدیره به د ځان کړي ، او د چپنمآب  صاحب (نه سياسي قدرت أو نه ئې د توپک قدرت ) له بېوسۍ نه ئې سوء استفادې وکړه ، هره خوا ئې تر ګنډه وکښل ، او شخ شخ برېتونه هري خواته پورته کښته کېدل ، داچه سیاسی قدرت ته ورسېد ، دوهم قدم ئې داسي واخستلی چه : چه د کاب

13.06.2020 Karim Halimi

دریمه برخه ؛ آیا خدای ممکن دی؟

  لومړني انسانان:  انسانانو کې د خدای د تصور په هکله سوچ هم له یوه اوږده تکاملي دور تېر دی او لا هم د تکامل حالت کې دی. له سیند، سپوږمۍ، لمر او ستورو واوښت او د آسمان د پاسه یې بللو. پخوانیو انسانانو فکر کولو چې اسمان یو چت دی او خامخا خدای ددې د پاسه دی ځکه لوی باچا باید پاس وي. د ابراهیمي ادیانو متنو کې هم اسمان چت یاد شوی او په نا لیدونکو ستنو ولاړ دی. حقیقت دادی چې اسمان م

13.06.2020 ګهیځ ریښتین

امریکا به له چين څخه د خپلو تصديو د وتلو په نيت کې بريالۍ شي؟

امریکا به له چين څخه د خپلو تصديو د وتلو په نيت کې بريالۍ شي؟   دا هغه موضوع ده چې ځينې امريکايي سياستوال يې د ترسره کولو په لټه کې دي او په دې ليکنه کې له چين څخه د امريکايي تصديو د احتمالي وتلو د پايلو او په دې اړه چې آيا امريکايي شرکتونه به د چين لوی بازار پرېښودو ته چمتو شي؟ بحث شوی. ليکواله: زرينه؛ د چين نړيوالې راډيو د پښتو څانګې خبرياله د امريکايي سياستوالو څخه د اقتصادي لارې ورکېدل:   والسټريټ ژورنال پدې وروستيو کې د  (( آيا امريکا له چي

11.06.2020 اندیښمن ځاځی

د لېنېن دوکتورین او د مسلمه امت د تاړاک اتلان

که لېنین اوس ژوندی وای، د خپلو پلیدو نظریو د اثبات لپاره به یې د افغان مجاهدینو د وحشت زرګونې بېلګې راوړلې چې دین یا مذهب د څومره بدبختیو لامل ګرځي۔ همداسې به یې نړیوالو ته د لوېدیز امپریالېستانو د پروژو او کرایي قاتلانو ناولې څېرې بربنډولې۔ په بشپړ باور چې د هرې خبرې لپاره به یې یو لاسوند (ثبوت) وړاندې کوه او په بپشړ باور چې د لاسوندونو له کمښت سره به نه وای مخ شوی۔  دا دي د لېنېن له مرګه څخه کابو شپږ نوي کلونه تېرېري، خو د ده یوه او بله وینا یا سیاسي او نظامي دوکتورین په ډېرو اسلامي

10.06.2020 محمدکریم نور

د مسلمانو په ضد د بیدینه ملحد د بی منطقی په هکله

    ګهیځ او که توره شپه په مسلمانانو مسخری کړی. هغه خپله بی منطقی د منطق تر نامه لاندی لیکلی: سره لدی چه د خپلی بیدینی دلیل یی سم نده ویلی بیا هم په سپکه د خدای نوم یادوی او د اوسنی استعماری جنګ پړه په خدای او اسلام ور اچوی. دا د ده بی عقلی او یا فریب ده چه دا کار کوی. د خپل دین ایدیالوژی او کلچر او د خپلی خاوری نه دفاع تنها د مسلمانانو کار ندی. دا بیدینه او بادیانته خلک ټول کوی. اوس چه دولت د امریکایانو په روپو چلیږی، اساسی قانون اسلامی جمهوریت وایی خو بیا دیموکراسی ا

08.06.2020 طاهر ثابت

د امریکا حکومت د خپل توکم پاله کړنو پړه پر نورو اچوي

د امريکا حکومت د خپل توکم پاله کړنو پړه پر نورو اچوي ليکواله: زرينه؛ د چين نړيوالې راډيو د پښتو څانګې خبرياله په امريکا کې د توکم پالنې ضد قهرجن لاريونونه او  تاوتريخوالی لسمې ورځې ته وغځېدل او له دې کبله تراوسه د دغه هېواد په ۶ ايالتونو او ۱۳ ښارونو کېبېړنی حالت اعلان شوی او په بېلابېلو ځايونو کې د ملي ګارډ ۶۷۰۰۰ عسکر  ځای پر ځای شوي دي. په داسې بېړني حالت کې چې د امريکا په تاريخ کې ساری نه لري، امريکايي حکومت په څه بوخت دی؟ سي اين اين دې ته په اشارې وويل چې د

05.06.2020 اندیښمن ځاځی

حماسه قندهار

سال ۱۷۳۷ است و قندهاریان منتظر توفان سهمگینی هستند ، توفانی که به سلطنت هوتکی ها در ایران پایان بخشیده است و اکنون با شتاب به سوی قندهار می آید تا قندهار ، این مهد دلیران را هم به زانو درآورد ، این توفان نسیمی بود که نفاق افغان ها به آن مجال رشد داد .نادرشاه افشار برای پایان بخشیدن به سلسله هوتکی ها با لشکری قوی و توپخانه ای سنگین به سوی قندهار می آید و شاه حسین ، هماورد او در جنگ های پیشرو ، منتظر او نشسته است .شاه حسین که نبردهای سهمگینی را پیشبینی میکند شاهزاده محمد خان را برای فرم

31.05.2020 محمد شریف منصور

 پیدایش وادامه ای افراط گرائی در افغانستان|

منابع آگاه گزارش میدهند که بیش از بیست گروه افراطی، زیر نام مذهب در گوشه و کنار افغانستان جابجا شده اند. سوال پیدا میشود که این گروهها چگونه بوجود آمدند؟ وچطورادامه ای موجودیت آنها، زمینه سازی می شود؟ آیا عوامل داخلی سبب پیدایش آنها شد؟ ویا قدرتهای بیرونی، ایشان را پایه گذاری کرده اند؟     اگر قدرتهای خارجی مؤجد آنها اند ؟ پس سوال مطرح میشود که چرا این قدرت ها، به خاطر مستقر ساختن دست پرورده های شان، افغانستان را برگزیدند؟ آیا شرایط  مساعد برای پیدایش و رشد افراطیت دردرون جامعه ای ما،

31.05.2020 میرعنایت لله سادات

د ګهیځ د الحادی درس د دوهمی برخی غلطیانی

  د ګهیځ د دویمی برخی لیکنه ښیی چه دی د الحاد ملا دی. لیکونکی څینی خبری تکرار کړی: اوله فقره یی ویی چه بی له مادی نه څوګ ماده نسی جوړولی. اوس خو اول دی باید ووایی چه توره قوه (نامرئی) په ماده اثر لری، که نه؟ ایا هغه ماده ده؟ صحیح جواب داده چه هغه ضدماده بللسوی ده. خو بیا هم هغه وجود لری او په کایناتو باندی تاثیر لری. تر پرون ملحدین په هغه نه وو خبر. نن باید ووایی ولی غیرماده په ماده باندی تاثیر کړی؟ که دا تاثیر تعبیر سی نو څنګه باید تعبیر سی؟ تر اوسه خو هغه په قادر، مهلک او دا

29.05.2020 طاهر ثابت

ولې کائنات په اوتومات ډول وجود نشي موندلی؟ په الحادی نظر یوه تبصره

 د لاندی لیکنی مخکی باید ووایم چه مسلمانان خدای د قران او حدیثو په اساس پیژنی. دا چه قران او حدیث د عقل سره تضاد نلری نو قرانی او د حدیثو روایات په عقلی توګه بیان سوی. چه کیدای سی دا عقلی بیان کله کم او کله پوره وی.  مونږ په لاندی لیکنه کی صرف عقلی دلایل وایو ځکه ملحدین خو له قران او حدیثو منکر دی. هغه یو ړوند تقلید بولی (العیاذ بالله). هغه چه د الحاد په تنګنظری کی نوی لویدلی کیدای سی الحادی تقلید پریږدی او اسلام په ښه ډول بیرته ووایی او په هغه کی فکر وکړی.   پکتین لیکلی:

29.05.2020 طاهر ثابت

قاموس پوهنه او دایرة المعارف لیکنه ۳

(درېیمه برخه) د نننۍ نړۍ د علمی او څیړنیزو مراکزو یوه ځانګړتیا د هغو د وخت کمښت او د وخت ښه مدیریت کول دي. په تیره بیا ګڼ شمیر څیړنیزو چلند بیلګو کې څیړونکی له خپلو مسلکی، طبیعی ، تاریخی، جغرافیایی، حقوقی او نورو اصطلاحاتو سره مخامخ کیږی، چې د خپل کار دبهیر د نه درولو او د وخت د نه ضایع کیدو لپاره باید سمدستی د مربوطه اصطلاح په هکله لنډ ارتیکل ترلاسه او د هغې د معلوماتو په ادامه خپل اصلی کارته دوام ورکړی. د نورو هیوادو څیړونکی، نړۍ ګرځیدونکی، ټولنپوهان او نورو ته اړتیا پېښېږي چې د تاریخی

28.05.2020 پوهاند محمد بشیردویال

دویمه برخه ؛ آیا خدای ممکن دی ؟

په تېره لیکنه کې په دې رڼا واچول شوه چې د مادې او غیر مادې تر منځ تړاو ممکن ندی او غیر ماده څوک تشرېح کولی نشي نو غیر مادې ته مادي صفات ورکول دوکه ده. دینونو کې خدای غیر ماده بلل شوې خو همدې غیر مادې ته بیا مادي انساني صفات ورکړل شوي. بل دا چې دینونو کې د مادې او غیرې مادې (خدای) تر منځ علیت ندی تشرېح کړی. د بېلګې په توګه دا چې غیر مادي خدای د جهان جوړلو لپاره سګنلونه څرنګه استول دا ندي واضح شوي.طبیعت کې په ماده بله ماده اغېزه لري یا هم انرژي پرې اغېزه لري چې انرژي خپله د مادې یو حالت دی. غږ،

28.05.2020 گهیځ ريښتيا

ولې کائنات په اوتومات ډول وجود نشي موندلی؟

لومړۍ برخه د کائنات د خالق په توګه د خدائ وړاندې کول د خدائ په حق کښې قوي ثبوت ګڼل کیږي. دوه ثبوتونه شتون لري چې خدائ د کائنات خالق دی. د دې معنی دا ده چې "خدای په پیل کې آسمانونه او ځمکه رامینځته کړې" معنی دا چې له دې څخه مخکې هم کائنات پیدا کړل شوی وو ، یعنی دا چې خدای د دې پیدایښت دمخه شتون درلود او هغه زموږ کائنات رامینځته کړی؟ د دې دلیل له مخې کائنات له خدای څخه مخکې هم په خورا پخوانیو وختونو کې موجود و ، په تیرو وختونو کې یو وخت هیڅ هم نه و او د کائنات د شتون لومړي لامل (Cause)

26.05.2020 پکتین

د کورونا پدېدې ته یوه کتنه

بشري ټولنه له پيدايښته له بېلابېلو طبيعي او غير طبیعي ګواښونو سره مخامخ کېږي، خو له بده مرغه له دغو پېښو هم په علمې ډګر کې او هم په ټولنيزو پېښو کې د ابن‌الوقت اشخاصو لخوا د خپلو شومو اهدافو لپاره په نښه کېږي، چې خپلو نامآنوسو اهدافو ته ورسېږي، نو دغه پېښې د خپلو سیاسي، ايدویولوژيکي، ديني، مذهبي، سکتوريستي او حتی قومي موخو لپاره کاروي، چې په دغه ليکنه کې به د کورونا غميزې تر څنګ دغو نامآنوسو موخو او شرلاتانيزم ته هم لنډه نغوته وشي. دا ټولو ته څرګنده ده، چې د کورونا (COVID 19) لومړنۍ پ

26.05.2020 ډاکټر لمر

قاموس پوهیدنه او دایره المعارف لیکنه (دوهمه برخه)

قاموسونه بیلابېل ډولونه لري: تشریحی تاریخی ، تشریحی جغرافیایی، بشپړ او لنډ، عمومي او څانګیز، ادبی او دیالیکتیک، فرازیالوژیکی او ترمینالوژیکی( داصطلاحاتو) او نور. موږ په افغانستان کې د پښتو او دری- پارسی ژبی تشریحی او لغوی قاموسونو باندې کار کړی دی، خو مسلکی مشرح دکشنری نه لرو، خدای وکړی د اقتصاد، فارمسی، طب، کانونو او زمکپوهنې، کرنې او دا ډول نورو مهمو څانګو کی جامع دکشنری ولرو. باید اعتراف وکړوچې زموږ د ځوان کول د لغاتو دایره او د افادې قوه محدوده اوضعیفه ده. له دیرشو کلونو را دې خوا مو معار

26.05.2020 پوهاند محمد بشیردویال

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more