مقالې


موږ هم یوه برخه د طبیعت یو او د طبیعت سره مو یون دی

څرنګه چي وینو موږ هم یوه برخه د طبیعت یو او د طبیعت سره مو یون دی. نو چي داسي ده باید له طبیعت سره سم وخوځېږو. یاني هغه کسان چي له طبیعت سره دټولني موازي(parallel) نه دي نه باید لوړ مسؤلیت یاني زعامت ورپغاړه کړو. لکه: ډېر زاړه خلک، ډېرمزمن ناروغی کسان، ډېر افراطي یاني (Extremist)اوډېر ځان خوښه ونکي (Ego) یانې خودخوا. چي دوه لومړني ئې دطبیعي ناځواکۍ له مخه خپله دنده سمه پرمخ نه سو بېولای او دوه وروستني ئې دشدد له مخه دټولني له خوښي اوطبیعت سره سم کار نه سو کولای. او دوېم هغه ستاینیزي ک

26.04.2020 محمدسرور وکیلي

د سنګر طالبه، تاته جګړه جهاد، خو ستا مشر ته تجارت دی

د سنګر طالبه! پوهېږم چې د قسمت، تقدیر او الهي آزموینې زیږو څپړو وهلی یې او له بې شمېره ناخوالو سره لاس او ګرېوان یې، خو ځان په خپله ولې هلاکت ته ورکوې؟ که ریښتیا د الله سبحانه تعالی په لاره کې جګړه کوې، نو همدا ستا رب تا ته د سولې امر کوي او له افراط څخه دې منع کوي۔ تا ولې دوې پښې په یوه موزه منډلې او د الله اکبر په بدرګه د خپل رب مخلوق وژني او د خپل رب کور نړوي؟ ولې او د چا لپاره جګړه کوې؟ د الله سبحانه تعالی لپاره که د داسې چا د ګټو لپاره چې تر اوسه دې نه دی لیدلې؟ کومه فتوا

25.04.2020 محمدکریم نور

د نیشاپور سپین سرې کونډه!

که چا د ښوونځي په دروازه قدم ایښی وي، یا یې د دیني مدرسې چوپال ته سر ښکاره کړی وي، یا څوک د خانقاه او تصوف کومې چوترې ته د ذکر او ورد لپاره ورغلی وي، نو حتما به د فخرالدین رازي له نوم او مقام څخه خبر وي. دغه شمله ور فیلسوف، مفسر او مورخ په ۵۴۴ هجري قمري کال چې د (۱۱۴۹م) سره سمون خوري، په لرغوني هرات کې پیدا او د شپیتو کالو په عمر په همدغه ښار کې وفات او خاورو ته سپارل شویدی. پداسی حال کې چې د ایران مذهبي مشران د فاطمینو د لښکر په قمچینه زموږ راتلونکې ګواښي،‌ نو د دغه هیواد تنګ نظرې ناسیون

25.04.2020 ولي الله ملکزی

ناتو د سولی اوبه ولی خړوی؟ Why NATO plays the role of spoiler in Afghan Peace?

  ناتو د روسی استعمار په مقابل کی د امریکا په مشری د اوروپایی دولتونو اتحادیه ده. هغوی افغانستان ته د امریکا په امر راغلل او باید د هغوی په امر له افغانستان نه ولاړ سی. اوس چه امریکایانو د سولی تړون امضا کړی هغه باید ټکی په ټکی عملی سی. د ناتو او اروپا غړی باید له منافقت او دوه مخی نه ډډه وکړی. دا چه د امریکایانو د وتلو لپاره تعهد کړی او طالبانو د امریکایانو له وتلو وروسته د افغانستان خاوره د امریکا د امنیت لپاره د خطر په توګه نه استعمالیدلو وعده کړی هغه باید په ټینګه په منلی

24.04.2020 طاهر ثابت

د افغانستان په عصری کولو او پرمختایی پلانو کی د محمد داود خان رول

له لرغونی آریانا بیا تر نن پوری په اوسنی افغانستان باندې درې غمیزی تیری شوی: لومړۍ یې دچنګیز ټکه وه، چی دهیواد مادی او معنوی بنیاد یی له بیخه برباد کړ. دوهمه یی داتلسمی پیړۍ د لوی استعماری قوت، یعنی دانګریزتاړاک و چی نه یواځی دا چی موږ یی په دریو خونړیو جګړو اړ ایستو، بلکی ډیر نور زیانونه یی هم راواړول: څه ناڅه اقتصادی زیربنا مو چی لرله هغه له منځه ولاړه، د افغانستان له لاری د وچی سوداګری، په سمندری سواداګری بدله او دوریښمو دلاری تاریخی، تجارتی او ستراتیژیک ارزښت کم شو، هغه ملی صنایع چی نوی پ

24.04.2020 پوهاند محمد بشیردویال

بین الافغانی یعنی څه؟

دوشم گذر افتاد به ویرانه طوس دیدم جغد نشسته برجای خروس گفتم چه خبرداری از این ویرانه گفتا خبر این است افسوس! خیام چانه زنی و دیپلوماسی زیرکانه حکومت اخندی ایران محمددابراهیم طاهریان با هیت معیتیش کدام نگرانی سیاسی را همرا ی پروفیسور عبالرب رسول سیاف یا عبد رب الرسول سیاف ٬ حاجی محقق٬ کریم خلیلی٬ صلاح الدین ربانی ولی همرای حمدالله محب به تنهایی ملاقات بعمل میاورد . درین دیدار البته کلتور وفرهنگ بخش میوه ٬ فرنیچر٬ پرده وکلکین ٬عکس ٬ ودرمجموع نمای خانه مسکونی تفاوت زیادی بنظر میرسد .

23.04.2020 ع.شریف زاد

باید د نامتو اشخاصو په اولاد ونه غولیږو

دجهاد په دوران کې زموږ ډیر لایق عالمان او دانشمندان بهر ته مهاجر شول او د کمونیستانو پر ضد یی جهاد پیل کړ. زیاتره دوی دهیواد نامتو او مشهور عالمان او لایق اهل خبره و. کال ۱۳۸۱کې د امریکا له راتګ وروسته دافغانستان دولت یو شمیر دهغوی را دعوت کړل، خو دیو شمیر یی هغه مزه نه وه پاتی. بیا یی دهغوی د تخلص له مخی د دوی اولادونه راوغوښتل یو شمیرو یی ډیر عالی خدمات وکړل واقعاً په دین او وطن مین خلک و کور یی آباد. د ډاکتر سعید افغانی اولادونه ډیر تکړه خلک دی، د خان زمانخان کونړی نه تکړه اولادونه پاتی دی

22.04.2020 اسدالله پغمانی

د يوه افغان معلم تعلیمي ژوند ته یوه کتنه - آتمه - برخه

ګرانو او قدرمنو لوستونکو! السلام عليکم و رحمت الله وبرکاته! الله(ج) د وکړي، چې ټول روغ، جوړ، او د نېکو کارو په کولو بوخت وئ. ګرانو او قدرمنو لوستونکو! له تاسې ټولو نه په ډېره درناوۍ هیله کوم، چې زما لیکنه تر آخره پورې په ډېر غور سره ولولئ، او خپل نظرونه له ما سره شریک کړئ. د لیکنې پدغه برخه کې، غواړم چې ګرانو او قدرمنو لوستونکو ته، په انګلستان کې د خپلو زده کړو په هکله، یو څه معلومات وړاندې کړم. زه د ۱۹۸۴ میلادي کال د جون د میاشتې په ۲۱ نېټه، لندن ته د درس ویلو دپا

22.04.2020 عبدالله - وردک

له کرونا ورسته نړۍ

لیکوال: یووال نوح هراري ژباړن: خدیجه وردګ، حسنا میره‌کي او عبدالجلیل امرخېل   دا توپان ښایي  تېر شي، خو زموږ پرېکړې کولای شي د اوږدو کلونو لپاره زموږ په ژوند کې بدلون راوړي. اوسنی بشر له یوه نړیوال کړکېچ سره مخ دی. ښایي زموږ د نسل لوی کړکېچ د خلکو او دولت هغه پرېکړې وي چې په دې وروستیو اوونيو کې یې نیسي. دا به زموږ د ژوند راتلونکو کلونو ته بدلون ورکړي او دا پريکړې نه یوازې دا چې زموږ روغتیایي نظام بدلوي لکه اقتصادي، سیاسي او کلتوري نظام او ارزښتونو ته هم بدلون

21.04.2020 اندیښمن ځاځی

د «ټولشموله حکومت» په نوم غټه توطیه!

عبدالله او ډله يي د «ټولشموله حکومت» غوښتنه کې لږ تر لږه لاندې موخې او هغو ته د رسېدو لارې(وسایل) تعقیبوي: ۱ ــ د هویتي مسایلو او ملي ارزښتونو په وړاندې لالچ او پایله کې انکار ۲ــ د اساسي قانون په وړاندې درېدل او بې اعتباره کول ۳ ــ ملوک الطوافي، کمزوري او پاشلي حکومت ته لار هوارول ۴ ــ د ټولټاکنو مسخره کول ۵ ــ د افغان مرکزي واکمنۍ د حیثیت ټيټولو لپاره په سیمه او نړۍ کې پروپاګنډه، لابیتوب او دا ډول یو شمېر نور مسایل د عبدالله او د هغه د ډلې «ټولشموله حکومت» لکه څنګه چ

21.04.2020 سرلوڅ مرادزی

شرموونکي سياست او وژونکې وبا ته پروت ملت

کله چې د واک د ويش په تړاو بحث کيږې نو سملاسي د نړيوالو ليکنو سيمينارونو او څيړنيزو بحثونو په رڼا کې د دولتي بنسټونو (مقننه، عدليه اجرائیه) قواو ترمنځ د واک د ويش او تفکیک مسئله ذهن ته تبادر کوي، خو زمونږ په هیواد کې داسې نه ده هرڅّه غير معياري او ځانګړې معنا لري. دواک د ویش له اصطلاح څخه زمونږ د سرچپه سياست انګيرنه داده چې واک باید دقومونو، تنظیمی او سیاسي ډلو ټپلو په نوم د څو زور او زر لرونکو، قانون ماتونکو، زورواکانو او وژونکو تر منځ وویشل شي. متاسفانه چې همدغه انګېرنه د افغانستان په ه

20.04.2020 عبدالوحید وحید

د استرالیا پولې ښايي تر اوږدې مودې پورې تړلې پاتې شي

د اسټراليا حکومت اسټراليايانو ته ويلي، ددې هيڅ ضمانت نشي ورکولی چې ګواکې اسټراليايان به وشي کولی د روان کال پای پورې له اسټراليا څخه بهر سفر وکړي. د کرونا ويروس وبا دا مهال ټوله نړۍ کې حالت بحراني کړی او داچې کله به خلک د سفر کولو اجازه ترلاسه کړي دا لا معلومه نده. د حکومت په وينا، کيدای شي اسټراليا کې دننه داخلي الوتنې بيرته فعاله شي ولې د بهرنيو سفرونو ضمانت څوک نشي ورک

19.04.2020 خوشحال صافی

ملبورن کې د کډوالو د حق غوښتنې لاریون کوونکي زرګونه ډالره جریمه شوي

د اسټراليا ملبورن ښار کې د کډوالو مدافعينو د هغه هوټل مخې ته لاریون ترسره کړو چيرې چې کډوال بندي ساتل کیږي او د هغوی د خوشې کیدو غوښتنه يې کوله، خو پوليسو دا مدافعين ۴۳ زره ډالر جريمه کړي. پدې لاریون کې مظاهره کوونکو د موټرو کتار جوړ او پرې جنډې زړولې وې او د کډوالو خوشې کولو غوښتنه يې کوله. مدافعينو ويل، که چيرې دا کډوال خوشې نشي نو پر کرونا ويروس به مبتلا شي. خو لکه څرن

19.04.2020 خوشحال صافی

د ملاعمر غیرت او د ملا فاضل جهالت

بسم الله الرحمن الرحيم څوورځی مخکی می په قطرکی میشت د طالبانود یو مشرملا فاضل یونهایت بی خونده اوبی ربطه او د هر مجاهد او باالخصوص طالب دپاره د شرم اوعارنه ډک یوصوتي کلپ یا مقطع واوریده چی هم یی د عالمي مجاهدینو اوهم د خپلوطالب مشرانو په قربانۍ خا وری اړولي اوددروغواوافترا نه ډک اظهارات یی کړي اود شرم نه ډک ددغه مقطع په نشرباندی اوس طالب مشرانوپابندي هم لګولی ترڅو ملت د دوی په خیانتونو خبرنه شي  خود نیکه مرغه چی مونږته نوموړی مقطع رارسیدلی.     مخکی ددی چی د طالب په حال اوماضي

19.04.2020 استاذ صاحبزاده مشریقیوال

ملیار

د هیواد د مینې شاعر ښاغلي حفیظ ملیار کاري او ادبي هڅې حفیظ ملیار څوک دی؟ د هیواد وتلی شاعر او لیکوال ښاغلی عبدالحفيظ «مليار » دخدای بښلي اروا ښاد مرزا عبدرزاق خان ساپي زوی په ١٣٣٤ه ش کال د لغمان د ولايت مرکز عمرزائي د دندی د شکور اباد په کلي کې په یوه روښان فکره کورنۍ کې سترګې دونیا ته پرانیستلې دي ۰خدای بخښلی پلار یې دخپل وخت مشهور مرزا او شاعرانو څخه وو چې قلم او اشعار یې په خپل عصر او زمان کې د هیواد والو د پام وړ ګرځیدلي دي ۰ ملیار صیب وایي : زه مې خپل پلار د لغمان

19.04.2020 سمیع الدین افغاني

سپین او تور څه وایی؟

دواړه غبرګ د سیاه او سفید په پروګرام کې د ستیج پر سر د خلکو په وړاندې را څرګند شول . سبین او تور سره جلا دی او که همنوا؟سپانتا وا یی چې زه د کرزی په وخت کی د افغانستان د بهرنیو چارو دوزارت وزیروم . زلمی چې زوړ دی وایی چی زه دامریکا سفیر وم او اوس دهمدې هېواد خانګړی استازی یم .زه مخکې له دې څخه چې پر اصلی موضوع رڼا واچوم خمه د خیام یوې څلوریزې ته چې وایی : درکارګه کوزه ګری رفتم دوش دیدم دوهزار کوزه ګویا وخموش نا اګاه یک کوزه براورد خروش کو کوزه ګرو کوزه خر و کوزه فروش د سپی

19.04.2020 ع.شریف زاد

د ځمکی ورځ

د اپریل دوه ویشتمه دزمکې ورځ (Apr.22) Earth Day : بشریت د اوسیدو لپاره د ځمکی ایک یواځی یو غونډاری لري. خاوره د انسان د چاپیریال،اقتصاد، کلتور او ټول ژوند مهم عنصر دی. د ځمکی د غونډاری د همدغه ارزښت له مخی بشریت د ۱۹۷۰ م. کال څخه وروسته د کلیزو په پاڼو باندی یوه ورځ (د اپریل ۲۲ مه یا د ثور دوهمه) د ځمکی د ورځی په نوم ونوموله دا دزمکې ټول مفاهیم لکه خاوره، کرنیزه زمکه، دتولید عامل، داوسیدو زمکه، طبیعی ثروت، دبشریت ټاټوبی... رااخلی . د دغی نظریی مخکښ ګایلورد نلسن و. د دغې ورځې لمانځنه پ

18.04.2020 پوهاند محمد بشیردویال

د وو هان ښار پرانيستل د چين اقتصادي احيا ته باور او حياتي ځواک برابروي

د وو هان ښار پرانيستل د چين اقتصادي احيا ته باور او حياتي ځواک برابروي اوس چين کې د کوويد-۱۹ ويروس د وقايې او کنټرول په برخه کې پړاوييز برياليتوبونه تر لاسه شوي، ټولنيز او اقتصاد نظم ګام په ګام د عادي کېدو په حال کې دی. وو هان ښار چې په چين کې د دې ويروس له امله تر ټولو سخت ځپل شوی، بېرته پرانيستل شوی.  په چين کې د کوويد-۱۹ په کنټرولېدو سره، د تېر مارچ په ۳۰مه نېټه په وو هان ښار کې سوداګريز ځايونه په وار سره بيا خلاص شوي او د هان جيې په نوم مشهور تجارتي واټ هم بيا پرانيستل شو

18.04.2020 اندیښمن ځاځی

د ډیرو اغیزمنو خلکو اووه عادتونه

1. Be proactive: : ستاسې په ژوند کې چې هر څه پيښيږي ، دا ناڅاپي يا په خپل سر نه پيښيږي ، دا ټول تاسې په خپله ټاکئ، که خوشحالي ده يا غم تاسې يې خپله ټاکئ،که برياليتوب دی يا ناکامي تاسې يې خپله ټاکئ،زړوتيا او ډار تاسې په خپله ټاکئ، د ژوند هره لحظه تاسو ته دا فرصت درکوي چې تاسو يوه نوې ټاکنه پکې وکړئ،proactive دامعنا لري چې تاسې د خپل ژوند ټول مسووليت په خپله غاړه لرې، تاسو د خپل ژوند او کړنو پړه په هېچا نه شئ اچولای،نه په والدينو، نه په نيکه او نه په بل چا. Proactive هغه خلک دې چې دوی مسوول

18.04.2020 قدرت الله حبیب

که انټرنیټ ارزانه او کیفیت یې لوړ شي نو!

انلاین کاروباریان لکه علی بابا، امازون، ګوګل، یاهو، ای بی، فیسبوک، یوتیوب، نیټ فلکس، والمارت، اسوس  او نور هر کال په ملیونونه ډالر ګټي، ولې موږ له بده مرغه بې برخه یو. له بلې خوا انلاین کاروبار په نړۍ کې تر ټولو مخکې روانه ده، بدبختانه په افغانستان کې دا برخه د لاندې جدي ستونز له امله خواره ده، ولې که پر وړاندې یې شته ستونزې حل شي، موږ به هم وکولای شو، څو د انټرنیټ له لارې پیسي وګټو او خپل ژوند پرمخ یوسو.   د انلاین کاروبار ګټه داده، چې موږ په کمو امکاناتو، د خپل تخصص پر اساس له هرې س

17.04.2020 صیام پسرلی

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more