مقالې


د پاکستان استخباراتي اداره د طالبانو پرمټ، پښتانه مشران ترور کوي

د روسيې چاپ "نېزاويسيمايا ګزېته" خبريال: اندرې سېرېنکه ژباړه: اسدالله نوري په پاکستان کې د پښتون ژغورنې غورځنګ يو مشر عارف وزير ووژل شو. د غورځنګ غړي وايي، د عارف وزير د ترور تر شا د پاکستان اردو او طالبان لاس لري. پښتانه سياستوال اسلام اباد په سياسي وژنو او حکومتي تروريزم تورنوي. د پښتون ژغورنې غورځنګ د یوه غړي په وینا: د پي ټي ایم ۳۵ کلن مخکښ غړی عارف وزير تېر ماښام(د مې په لومړۍ) د وزيرستان په واڼه کې وروسته له روژه ماتي د تره له زوی سره پر لار پلی روان

18.05.2020 اسدالله نوري

علي گل پیوند

څو ورځی مخکی علی ګل پیوند مړ سو. یو څو پخوانیو خلکیانو بیا اوس ورپسې واویلا شروع کړی ده. ما په دی واویلا کی د خالق رشید لیکنه او د بهانډ او ارین لیکنی کتلی دی. عجبه راته ښکاری.دخالق رشید په نوشتې قیاس کوم چی زه او دی به یوه دروه کی محصلان و. خو زه د خلقیانو له وحشت د۱۳۵۸په قوس کې چی یو سمستر می فراغت ته پاتی و پیشارو ته لاړم او پوهنتون مې پریښود اوس راته ښکاری چی خالق رشید ښه په دمه کابل کی پاتی او فارغ سوی او بیا دشورویانو وخت کی استادشو اوس انډیا کی دی. په کال پنجاوهفت او پنجاوهشت کې په لیل

18.05.2020 اسدالله پغمانی

خدای ممکن دی که نه؟

هغوی چې په رواني توګه ډېر حساس دې دا لیکنه دې نه لولي. جهان موجود دی. انسانان ددې جهان برخه دي. دا جهان له مادې جوړ دی. ماده دایما شته یا دا چې یو چا جوړه کړې. دینونه ادعا کوي چې جهان یو خالق لري . د جهاد خالق غیر مادي بولي. پدې لیکنه کې د غیر مادي خالق په هکله ځینې پوښتنې مطرح کوو. د موجودیت امکان: لومړی باید د یوه څه د ممکن کېدو لپاره د هغې څه ابعاد موجود وي. د سپېس یوه برخه اشغال کړي.فزیکي خصوصیات ولري. وزن، کتله، کثافت، حجم، طول، عرض او ضخامت ولري. دویم دا چې دغه موجود شی له ځ

18.05.2020 ګهیځ ریښتین

استرالیا: د کارګر ګوند ویاندې د مهاجرینو د کمښت غوښتنه کړې

د استرالیا د اپوزیسیون کارګر ګوند د کورنیو چارو ویاندې کریسټینا کینلي ویلي چې د کرونا وایرس له ختمیدو وروسته پکار ده چې استرالیا د موقتي کډوالو د قبلولو کلنۍ شمیره راکمه کړي ترڅو استرالیايان د دندو په ترلاسه کولو کې د لومړیتوب حق ولري. کریسټینا ویلي، د کرونا وایرس وبا له ختمیدو وروسته حکومت ته لوی فرصت په لاس ورځي چې د استرالیا د مهاجرت سیستم کې او په ځانګړي ډول د موقتي مهاجر کارګرو په جذبولو کې کموالی او د پام وړ بد

17.05.2020 خوشحال صافی

استرالیا کې د لنډمهاله ویزو لرونکو لپاره د بیړنې مرستو غوښتنه شوې

د استرالیا سرتاسره په پراخه کچه د بشر د حقونو ټولنو او مدافع ډلو له حکومته غوښتلي چې د کرونا وایرس مالي او اقتصادي مرستې او خیریه ملاتړ اقدامات دې لنډمهاله ویزه لرونکو وګړو او پناه غوښتونکو ته وغځوي. د استرالیا حکومت د کرونا وایرس د وبا په خاطر یو لړ مالي او اقتصادي ملاتړ پروګرامونه په لار اچولي. حکومت پدې پروګرامونو کې د استرالیا اتباعو او دایمي اوسیدونکو سره هرو ۱۵ ورځو کې ۵۵۰ ډالره مالي تمویل کوي، اما پناه غوښتونک

17.05.2020 خوشحال صافی

د امریکایي قراردادي خونیانو جهاد که د مسلمه امت ځپل؟

په کابل کې په نویو زیږدېلو ماشومانو او د دوی پر میندو او په ننګرهار کې په جنازه له برید وروسته چې ولسمشر غني د امریکا په قراردي خونیانو یا طالب سړیخورو د یرغلیزو عملیاتو اعلان وکړ، طالبانو غوغا پیل کړه چې ولسمشر غني سوله نه غواړي، جګړه غواړي او هڅه یې دا ده چې د جګړې له لارې په واک کې پاتې شي۔ سربېره پر دې د طالبانو د کوټې او پېښور شوراګانو د قطرمېشتي طالب مشرانو په خوښه په افغانستان کې د ملکي او نظامي بسنټونو پر ضد د مرګوني یرغلونو اعلان هم وکړ۔ که څه هم چې افغان غمځپلی ولس طالب ښه ترا پیژني

17.05.2020 محمدکریم نور

روژه ماتی دولسواکی په رڼا کې

مغفرة واجراعظیما ان المسلمین والمسلمات والمومنین والمومنات والقنتین والقنتت والصادقین والصادقات والصابرین والصابرات والخشعین والخشعت والمتصدقین والمتصدقات والصءمین والصمت والحفظین فروجهم والحفظت والذاکرین الله کثیرا والذاکرات اعدالله لهم مغفرة واجر عظیما ۲۲ سپاره،داحزاب سورة ۳۵ څومره مقتدر اومدبراسماءاو صفات دانسان لپاره ټاکل شوی دی چې نه استهزا منی او نه زور اوزر نه مقام منی او انسانی شهرت او واک نه یې څوک په پبسو اخستلی شی اونه په کوم بل چل او فریب .شبږ خلی د میم تورې،شپږ ځلی دص

16.05.2020 ع.شریف زاد

د خلیلزاد نوې معما

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی ښاغلي زلمی خلیلزاد وايی د ګډ دښمن پر وړاندې د افغان حکومت او طالبانو همکاري اړینه ده. نوموړي دا څرګندونې د روان عیسوۍ کال د مۍ په ۱۲ مه، د کابل په لوېدیځ دشت برچې کې د ښځو او نویو زېږېدلو ماشومانو په سل بستریز روغتون او د ننګرهار په ښېوې ولسوالۍ کې د جنازي پر لمانځه تر بریدونو وروسته په ټویټر لیکلي دي. نوموړی زیاتوي د داسې یو ګډ دښمن پر وړاندې چې دا ډول جنایتونه کوي او د کوویډ ــ ۱۹ پر وړاندې د مبارزې په موخه د طالبانو او افغان حکومت همکاري اړین

14.05.2020 سرلوڅ مرادزی

د افغانستان علومو اکادمۍ د تشکیلاتو د سمون کمېټې ته پرانستی لیک

خبر شوم چې د ولسمشر د فرمان له مخې د ولسمشرۍ د دوهم مرستیال په مشرۍ یوې کمیټې ته دنده سپارل شوی چې د افغانستان د علومو اکاډمۍ په تشکيلاتو او فعالیتونو بیا کتنه وکړي او لازم سمون او اصلاحات رامنځ ته کړي. زه د علومو اکاډمي او نو موړی کمیټې ته په ډیر درنښت د څو ټکو وړاندیز کوم، چې که چېری یی په نظر سم راغلل، نو هیله ده چې په پام کې ونیول شي: ۱- د علومو اکاډمۍ ته باید د تیر په څېر د مسلک او وړتیا تر څنګ په ډیر دقت د افغانستان ګټو او ملي ارزښتونو ته ژمن کادرونه او علمي غړی استخدام شي. ۲- تر کو

13.05.2020 پوهنمل دکتوراندوس رحمت ځواکمن

دوستم ته د مارشالي ګنګوسي، پر ملي القابو او رتبو معامله نه بښونکي خیانت ده!

وروسته له زیاتو ټاکنیزو ناندریو، سیاسي کښمکښونو او فشارونو بلاخره ډاکتر غني او ډاکتر عبدالله د یوه نیسبی بین الافغاني ډیالوک په هڅه کې د یوه بل ګډ حکومت پر جوړولو سره سلاه شوی دی.ولس خوشبینه ده او تمه لری چې دغه سیاسي جوړجاړې یوځل بیا د ملي یوالي د دوه سرې حکومت ترخي تجربی تکرار نه کړې او تر ډیره سولې ته چې د افغان ملت ملي لومړیتوب، ولسي غوښتنه او یوازنۍ هیله ده کار وکړې، د تیر له اشتباحاتو عبرت واخلي، پر خپل ولس تکیه ولری او سولې ته د رسیدو له لارې د یوه پر امن، یو بل زغمونکي، سیال او یو

13.05.2020 قاضي نجیب الله جامع

د سیاسي سرچوک شپېته کلنه رنډۍ

څاروی حلال نه، ښنکی پر سر نیولی۔ په بل عبارت، د واده یا خیرات لپاره څاروی حلال شوی نه دی، خو ده به کاسه یا پتنوس د غوښې لپاره وار له وړاندې پر سر نیولي وي او د "راکړه" نارې به وهي۔ کټ مټ لکه ډاکتر ګلمرجان۔ د رایې ورکولو بهیر لا پای ته نه وي رسېدلی، خو دی پلید به بوغارې وهي چې ټاکنې ده ګټلې دي، دی ولسمشر دی، سبا ته کابینه جوړوي، که یې چا مخ ډب کړه، خلک به ووژني، ولسونه به د توکم په نامه وپاڅوي، د وینو سېلابونه به راولي، افغانستان به تجزیه کړي، خو مسئولیت یې د ده پر غاړه نه، بلکې د بل پر غاړه د

12.05.2020 محمدکریم نور

هلته چې (ثریا)په افق رادبره او وبا (کرونا)له ځمکې په کډه شي !

بسم الله الرحمن الرحیم شک نشته چې داڅومیاشتې وبا (کرونا) ناروغۍ په ډله ایز(اجتماعي) اوټولیز(مجموعي) ډول ټول بشریت او انسانیت دویراو ماتم په ټغر کښینولی اوهرچم اوکوڅه له ساندو او ویرونونه ډکه ده ،هره خوا ویرینې او مرثیې دي او دهرچا ګریوان دخپلو او خپلوانو دمړینوپه اوښکو لوند دی ،(کرونا) وایروس یا وبا دداسې مرګې بڼه خپله کړي، چې نه پلار زوی ته او نه زوی پلار ته ورنږدي کیدای شي ،نه یې روغتون کې عیادت یا پوښتنه کولای شي اونه یې تکفین او تجهیزکې لاس کولای شي ،چې څوک په کرونا مبتلا شي تر قبراو

11.05.2020 مفتي فضل هادي سالک

د مالیزیا حکومت سلګونه کډوال او بهرني کارګر توقیف کړي

د حقونو ډلو ویلي مالیزیا کې د کرونا وایرس د لګیدلو محدودیتونو او بندیزونو په جریان کې چارواکو سلګونه کډوال او بهرني کارګر نیولي او هغوی يې توقف خونو ته استولي. پدې وروستیو کې مالیزیا کې د بهرنیو کډوالو په وړاندې د خلکو غوصه راپاریدلې. ډیری پدې باور دي چې کډ‌وال د کرونا وایرس په خپرولو کې ښکیل دي او پر حکومتي سرچینو یې بار زیات کړی. مالیزیا شاوخوا دوه میلیونه راجستر شوي به

10.05.2020 خوشحال صافی

سلګونه روهنګیایان سمندر کې بند پاتې دي

روهنګیايي کډوال شهاب الدین وايي کله چې د فبروري میاشتې په پیل کې په یوه لرګینه کښتۍ کې سپور شو، هیله یې درلوده چې مالیزیا ته به رسیږي او هلته به ارامه ژوند پیلوي، خو لدې نه و خبر چې دا سفر به هغه له مرګوني حالت سره مخ کړي. ۲۰ کلن شهاب الدین د ۴۰۰ روهنګیايي کډوالو له ډلې څخه دی چې دوه اوونۍ وړاندې پداسې حال کې وژغورل شول چې کښتۍ یې مالیزیا ته په رسیدو بریالۍ نشوه او څو اوونۍ په سمندر کې بې درکه وه.

10.05.2020 خوشحال صافی

اریانا - خراسان - افغانستان

(پښتو ژباړه)د دکتور زمان ستانیزی لیکنهد کلیفورنیا په دولتي پوهنتون کې د سیاسي علومو استاد  د هیواد په متشنجه سیاسي فضا کې د افغان او افغانستان په شان موضوعاتو باندی مقابله او مناظره کول په عمومی توګه د مینې یا نفرت پر محور راڅرخی چې په هغه کې د هیوادوالی او پخوانی «وطنداری» رسم له تهدید لاندی راځي. په دی لیکنه کې د اریانا، خراسان، او افغانستان دریګوني نومونه د نژادي او سیاسي هویت د اصطلاحاتو په توګه له لغوي نظره د تاریخ په اوږدو کې د درېو مشخصو معیارونو له مخی تر غور لاندی نیس

10.05.2020 دکتور زمان ستانیزی

له روم تر بن اوله بن بیا تر کومه ؟

حامد کرزی او یوشمیر د بن دککړې معاهدې کجیران لا هم په بلهوسی او احساساتی انګیرنو کې د واک په تمه کی دی . ولس مشر غنی څخه پوښتنه داده چې بیا دوه سری حکومت ! مجرم او بغاوتګرته ولې په کوم امتیاز د مصلحتی شورا ریاست ور سپاری مانا دا چې د کشمشو تول د موږک په لاس ورکول دی او که سیاست نه هم هسې سو چه انډو خر جوړ شوی . افغانستان هرچا ته د لنګې غوا حیثیت پیداکړی.ځکه موږ دغه ترمینالوژ ی ډیره واورېدله اولا اورو یې..........ټول سهامی شرکت نارې وهو خو دشرکت په منخ کې خپله ناست یو . دغه نومونه مو په کر

10.05.2020 ع.شریف زاد

 تبلیغاتی چلونه او تنقیدی سوچ 

د روڼ اندی مهم شرط تنقیدی سوچ دی. د تنقیدی سوچوهنی لیاره داده چه یو نظر او یا حقیقت په منطقی ډول تحلیل او یا ولیکی. تحلیل به یی له خطا وساتی او لیکنه به یی د هدف د لاسته راوړلو په لوری کی بریالی و بلل سی. بری د لیکنی د منلو په اساس ترازو کیږی. دا لیکنه د ځینی لیکنو د سطحی او تبلیغاتی بڼی په خاطر لازمه بلل سوی ده خکه د هغوی ځینی محتویات د منلو وړ نه وو.  د یوی منلی لیکنی لپاره دوه لیاری ویل سوی: اول علمی او منطقی لیکنه، دوهمه تبلیفاتی لیکنه. دواړه لیکنی ډیری کوچنی او ځانګړی لیاری او چل

10.05.2020 طاهر ثابت

وبا د جګړو ملا ماتوي خو زمونږ جګړه ځانګړي ابعاد لري

له هغه وخت څخه چې د کرونا ویروس نړئ تر پوښښ لاندې راوستلې ده، حکومتونه د ساينسي او طبي الاتو په ليږد او د همدغه وبايي ويروس د خپريدا يا هم پروخت د اړينو معلوماتو د نه ورکولو په تړاو يو بل د پړ ګڼلو په هکله په لفظي شخړه کې نښتي دي. کارپوهان لاهم نه پوهيږي چې دغه تاوتریخوالي به د نظامي ټکر پايله ولري که څنګه او دا چې دغه وبا به د نړيوالو ترمنځ د جګړو د شونتيا کچه لوړه او که ښکته کړي. جګړه له خطرونو او ګواښونو ډک تجارت ده چې په بالقوه توګه لوړ ځاني او مالي لګښتونه هم لري. د جګړو د تاريخ

07.05.2020 عبدالوحید وحید

زلزله څه شى ده او ولې مینځ ته راځي؟

زلزله يا ريږدله د طبيعت د فجېح ترينو آفتونو څخه ده چې په نړۍ كې هر کال په لسګونو زره انسانان وژني او په لكونو نور بې كوره كوي . د ډېر پخوا وخت خلكو باور درلود چې تر مځكې لاندې ديبان بيده دي او كله چې دوى د يوه اړخه پر دا بل اړخ را واوړي نو د مځكې پر سر زلزله ايجادوي. لرغوني يونانيانو عقيده درلودل چې د اوبو خداى ”پوسايدون” ته چې درد (قهر) ورشي نو مځكه كلكه په سوټي وهي او د دې گوزار له تاوه مځكه رېږدي. د ختيځې افريكې خلكو ويل چې نړۍ د غوايي پر ښكر ولاړه ده، كله چې د غوايى يو ښكر ستړى شي، نو نړۍ

07.05.2020 ن. پسرلی

د اسحق ننګیال یاد

هغه شیبې هغه کلونه (د ارواښاد اسحق ننګیال یوه خاطره) ای ښکاری آشنا ! درته سلام کوم پام کوه ماشې له ګوتې مه وروړه *** څو ورځې مخکې ښاغلی ورور احسان الله ارینزی د ننګیال یوه خاطره لیکلی وه، هغه مې ولوسته او هغه شیبې ، هغه کلونه مې کټ مټ سترګوته ودریدل: پخوانی خواږه خاطرات، د هغه وخت صمیمیت، متقابل درناوی او عزت، دهغو وختونو اخلاص، وطن او خلکوسره مینه، د نیتونو خلوص ، لنډه داچې هغه ورځې او هغه دوستان یو ځل بیا رایاد شول. د فرهنګ عالی سطح، ادبی خلاقیتونه او هنری ارزښتو

06.05.2020 دودیال

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more