د آشنا تلویزیون د دوشنبې خپرونه

د افغانستان، سیمې او نړۍ تازه خبرونه او ډیر نور په زړه پوري راپورونه

مهم ټلویزیوني خبرونه له ازادي سټوډیو

امریکايي چارواکوله افغان ولسمشرسره په لیدنه کې ټینګار کړی چې نه غواړي افغانستان بیا د تروریزم ځاله شي. هند او پاکستان بیا په کشمیر کې پریوبل حملې پیل کړي. د چیلي په مظاهرو کې اوه کسان وژل شوي. قرغزستان کې د چهارمغزو د ټولولو وخت رسیدلی. ازادي سټوډیو د شپې په ۸ بجو له پيشګام ټلویزیون وګورئ.

د ثبات او همپالنې ټاکنیزه ډله: د ټاکنو کمیسیون د دوو چارواکو دندې دې وځنډول شي

د عبدالله عبدالله په مشرۍ د ثبات او همپالنې ټاکنیزه ډله ادعا کوي چې تېره شپه د پولیسو ځانګړو ځواکونو د ټاکنو کمیسیون د ډیجیټالي نتایجو د جمع بندۍ او ارزونې مرکز یا "ډیجیټال سنټر" قفل مات کړی او ورننوتي دي.

د امریکا دفاع وزیر: د طالبانو او نورو ترهگرو ضد به پوځي مبارزه روانه وي

د امریکا د دفاع وزیر مارک اسپر، نن د دوشنبې په ورځ اکتوبر ٢١ خبریالانو ته وویل تر هغه چې په افغانستان کې سوله راځي، د طالبانو او نورو ترهگرو ډلو پر ضد به قوي پوځي مبارزه روانه وي.

د پولیسو د مداخلې په اړه د 'ثبات او همپالنې' ادعا څېړو ـ ټاکنو کمېسیون

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون وايي د دغه کمېسیون معلوماتي مرکز ته د پولیسو د ننوتلو د ادعاو د پلټلو لپاره یې یو پلاوی ټاکلی.

د ۱۳۹۸ لومړیو شپږ میاشتو کې "۱۶۱۱ ملکي افغانان" وژل شوي

د بشري حقونو خپلواک کمیسیون وايي د ۱۳۹۸ کال په لومړیو شپږو میاشتو کې ۶۴۸۷ملکي افغانان وژل شوي او ټپیان شوي دي.

مارک اسپر: پر طالبانو به تر هغې بریدونه کوو چې سولې ته نه وي چمتو شوي

امریکا د دفاع وزیر کابل ته د خپل سفر پر مهال ویلي، پر طالبانو به تر هغو خپلو یرغلیزو بریدونو ته دوام ورکوي چې دغه ډله د سولې خبرو ته چمتو شي. مارک اسپر نن دوشنبه کابل کې له افغان امنیتي چارواکو سره یوه ګډه خبري ناسته کې د افغان ځواکونو عملیاتي وړتیا وستایله

امریکايي سرتيري له سوریې عراق ته ځي

د امریکا د دفاع وزیر مارک اسپر وايي پوځیان یې له سوریې وځي او د عراق په لوېدېځ کې به مېشت شي.ښاغلي اسپر خبریالانو ته ويلي د دغه کار موخه په عراق کې د داعش له بیا ځواکمنېدو سره مقابله او د دغه هېواد له دفاع سره مرسته ده. د نوموړي په وینا د دغه پوځیانو شمېر زرو ته رسېږي او له سوریې وتل به یې څو اوونۍ وخت ونیسي.

پلوسي: امریکا نه غواړي افغانستان یو ځل بیا د تروریستانو په مرکز بدل شي

د امریکا د متحده ایالاتو د کانګرس مشره نانسي پلوسي وايي، امریکا هېڅ کله نه غواړي، چې افغانستان یو ځل بیا د تروریستانو په مرکز بدل شي.

تازه کړکېچ؛ هند او پاکستان یو بل ته د ځاني زیان اړولو ادعا کوي

د هند او پاکستان تر منځ د کشمیر په لانجمنه سیمه کې د ملکیانو په شمول دواړو خواو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې ده.

امریکا د ویزو لاټرۍ له لارې لسګونه زره خلکو ته اقامه ورکوي

د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت وايي چې د ۲۰۱۹م د نومبر پنځمه به د لاټرۍ ویزو ته د درخواستونو د سپارلو وروستۍ نيټه ده.

غني او اسپر د افغانستان پر سولې او امنیت خبرې وکړې

غني او اسپر د سولې او د افغانستان امنیت په هکله وغږیدل

ټاکنو کمېسیون: لومړنۍ پایلې به څو ورځو کې اعلان شي

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون وايي چې د لومړنیو پایلو ځنډ به یوازې څو ورځې وي او د سپینو او تورو رایو له چاڼ وروسته به ژر دغه پایلې اعلان کړي. د دې کمېسیون مشره وایي، که هر نوماند پنځوس جمع یو رایې ترلاسه کړي، لومړنۍ پایلې به د وروستیو پایلو په معنی وي

امریکا له سوریې څخه وتونکي پوځیان عراق ته لیږي

امریکایي ځواکونه دوه یو دا چې د عراق په دفاع کې به مرسته کوي او بل د داعش په وړاندې ماموریت به سرته رسوي

د آشنا تلویزیون د یکشنبې خپرونه

د افغانستان، سیمې او نړۍ تازه خبرونه او ډیر نور په زړه پوري راپورونه