پاکستان: ایران د امریکا سره د کړکیچ د کمولو هڅه کوي

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر د ایران د جمهور رئیس حسن روحاني سره له کتنې وروسته ویلي تهران نوره جگړه او وینه تویدنه نه غواړي.

د آشنا تلویزیون د شنبې خپرونه

د افغانستان، سیمې او نړۍ تازه خبرونه او ډیر نور په زړه پوري راپورونه

'زابل کې ۱۶ پولیس او قومندان یې طالبانو ته تسلیم شوي'

د افغانستان په سوېلي زابل ولایت کې یوې سرچینې بي بي سي ته ویلي، چې په دې ولایت کې د پولیسو یو قومندان او دده ۱۶ کسان وسله والو طالبانو ته تسلیم شوي دي. بلخوا طالبانو ادعا کړې چې د زابل د ارغنداب ولسوالۍ مرکز یې نیولی دی.

د بیا شمېرل کېدونکو محلونو په تړاو د ټاکنو کمېسیون ته معلومات استول شوي؟

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون ته د عملیاتي پلان جوړولو په هدف د معلوماتو سپارلو په اړه د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون غړي ضد او نقیضې څرګندونې کوي.

افغان حکومت: له اوربند ټینګېدو پرته د سولې په اړه هڅې نتیجه نه ورکوي

د افغانستان د جمهوري ریاست ویاند وايي، که طالبان د اوربند په اړه موافقه ونه کړي، د افغان سولې په اړه مذاکرات به کومې پایلې ته ونه رسېږي.

د افغانستان ۱۹کلنه فوټسال ښځینه لوبډله د منځنۍ اسیا سیالیو کې ګډون کوي

د افغانستان د فوټسال د ۱۹ کلنو ښځینه لوبډله روانه اونۍ د منځنۍ اسیا د فوټسال د ۱۹ کلنو ښځینه سیالیو کې، د ګډون لپاره د تاجکستان پلازمینه دوشبه ښار ته ځي.

'شکایتونو کمېسیون د استېناف غوښتنې۲۲۰۰ اعتراضونه ثبت کړي'

د افغانستان د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون وايي، تر دا مهاله د استېناف غوښتنې په اړه شااوخوا ۲زره او ۲۰۰ اعتراضونه ثبت کړي دي.

"د افغانستان سوله د ګاونډیو هېوادونو په رښتینې همکارۍ پورې تړلې ده"

د افغانستان د ملي امنیت شورا، په دغه هېواد کې د سولې راتګ د سیمې او په ځانګړي ډول ګاونډيونو هېوادونو په رښتیني همکارۍ پورې تړلی ګڼي.

د مشهور دعوتګر احمد دیدات زوی یوسف دیدات په ډزو وژل شوی

د سوېلي افریقا ډوربن ولایت په ویرولا ښار کې د اسلامي دعوتګر احمد دیدات د زوی یوسف دیدات د مړینې خبر خپور شوی. پر نوموړي د چارشنبې په ورځ له شا نه ډزې وشوې، چې بیا روغتون ته یووړل شو. نوموړی پر سر په مرمیو لګېدلی و.

د تاوتریخوالي پر کمېدو د افغانستان د نړیوالو متحدینو ټینګار

د افغانستان لپاره د امریکا، اروپايي ټولنې، جرمني، ملګرو ملتونو او ناټو ځانګړو استازو په دوبۍ کې د افغان سولې د بهیر په اړه خبرې کړي د ي.

د ټوکو تیلیفون او د امریکایي پوځیانو د تلفاتو په اړه د ایران ادعا

د ایران دولتي تلویزیون د هغه څه په خپرولو چې ویل کیږي د ټوکو تیلیفوني مکالمه به وي، غواړي د په عراقي اډو باندې په برید کې امریکایي پوځیانو ته د مرگ ژوبلې د اړولو په هکله خپلې ناسمې ادعاوی پخې کړي.

د ایران له برید وروسته ١١ امریکایي پوځیانو ته دماغي زیان رسیدلی

د امریکا د متحده ایالاتو پوځ وایي چې په عراقي پوځي اډو چې امریکایي سرتیري په کې میشت دي، ١١ امریکایي سرتیري د دماغي زیانونو په وجه په روغتون کې بستر شوي.

خامنه یي: د ایران له خلکو د امریکا ملاتړ درواغ دي

د ایران ستر مذهبي مشر آیت الله علي خامنه یي نن د جنورۍ په ١٧ (مرغومې ٢٧) وویل د عراق په پوځي اډو کې پر امریکایي ځواکونو د ایران په بریدونو کې "الهي قدرت" موجود و.

ازادي ستوډیو – د نړۍ مهم خبرونه

د امریکا او طالبانو د سولې د هوکړې لاسلیک او اړوندو مراسمو په اړه خبرې روانې دي او طالبانو امریکا ته د ۱۰ورځني اوربند طرحه سپارلې. امریکا تاییدوي چې۱۱ سرتیري یې د ایران په برید کې ژوبل شوي و. د هوا د ککړتیا مخنيوي ته زیرک ماسک جوړ شوی. ازادي ستوډیو د شپې په ۸ بجو له پيشګام ټلویزیون وګورئ.

د الوتکې غورځېدو بحران: د ایران مذهبي مشر د خپل هېواد له پوځیانو دفاع کړې

د ایران مذهبي مشر ایت الله خامنه يي له هغه وروسته د خپل هېواد امنیتي او دفاعي ځواکونو دفاع کړې، چې دوی ومنله په تېروتنه یې مساپر لېږدونکې اوکراینۍ الوتکه ویشتلې وه. نوموړي د سپاه پاسدران نومي ځواک په ستایلو سره ویلي، دې ځواکونو د 'ایران دفاع کړې'

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more