د فرانسې پر ګڼې ګوڼې د لارۍ برید

د فرانسې په سوېلي ښار نیس کې د ملي ورځې لمانځنې په مراسمو کې یوه لارۍ د خلکو پر ګڼې ګوڼې بېول شوې چې لږترلږه ۸۰ کسان یې وژلي او لسګونه نور یې ټپیان کړي.

فرانسه کې د لارۍ په حملې کې ۷۷ کسان وژل شوي

عیني شاهدان وایي د لارۍ چلونکي په هغو خلکو موټر خیژولی چې د خپلواکۍ د جشن لپاره راټول شوي و.

فرانسه کې پر ګڼې ګوڼې یوه لارۍ بېول شوې

د فرانسې د ملي ورځې لمانځنې پر مهال د نیس په ښار کې یوه لارۍ د خلکو پر ګڼې ګوڼې ورغلې چې په پایله کې یې شاوخوا ۷۰ تنه وژل شوي او سلګون نور ټپیان دي. پولیسو چلوونکې په ډزو ویشتلی.

دوه هندي زده کونکي د 'سیلفي' اخیستو پر مهال سیند کې لاهو شول

د هند اترپردېش ایالت په یوه لرې پرته سیمه کې دوه زده کونکي هغه مهال اوبو کې ډوب شول، چې د یوه ختونکي سیند منځ کې یې سیلفي تصویرونه اخیستل.

ايرلنډ افغانستان ته په څلورو وېکټو ماتې ورکړه

د دغې لوبې پچه افغانستان وګټله او لومړی يې توپ وهنه وکړه، چې سیالې لوبډلې ته یې د نهو لوبغاړو په سوځېدو سره د ۲۳۷ منډو هدف وټاکه. ايرلنډ لوبډله وتوانېده چې د څلورو وېکټو په بايللو دغه هدف پوره کړي.

چاغوالی نارينه له وخته وړاندې د مرګ له ګواښ سره مخامخوي

يوه نوې طبي څېړنه وايي چاغوالی له وخت مخکې مرګ سره مخامخ تړاو لري، چې د سړيو شمېر په کې د ښځو پر تله درې برابره زيات ښوول شوی دی. ازموينې ښيي چاغ خلک د هغو پرتله چې عادي وزنونه لري، په منځني ډول درې کاله مخکې مري.

پر کالیو د لیکلو انګلیسي جملو په تړاو د ایران تلویزیون خبرداری

نن سبا ایران کې داسې کالي اغوستل دود شوي، چې پرې د انګلیسي ژبې جملې لیکلې شوې وي. د ایران دولتي رسنیو کې له دې کبله د ناندریو یو توپان راپورته شوی.

پاکستاني مقام: کابل او طالبان د سولې خبرو پیل ته لېوالتیا نه لري

د پاکستان د پوځ یو مقام چې د افغان سولې له بهیر سره آشنايي لري وایې چې د سولې خبرې به په نږدې راتلونکې کې پیل نشي

'' بورس جانسن خپلو خلکو ته ډېر دروغ ویلي ''

د فرانسې بهرنیو چارو وزیر وايي، د بریتانیا د بهرنیو چارو نوی وزیر بورس جانسن یو ' دروغجن ' سړی دی او وايي اوس به له همدې کبله له ستونزو سره مخامخ شي.

د کډوالو ناوړه حالت؛ د هنګري پولیس کډوال ډبولي دي.

د بشر حقونو څار ډلې د یو راپور په خپرولو سره وایي چې د هنګري پوځیان له صربستان سره خپله پوله کې ګډوال ربړوي.

کیري: د ایران د موافقې د بشپړ تطبیق کار لا پاته دی

د ایران سره سوې اوس موافقه تطبیقیږي او واضیح نتایج لري خو بیا هم دواړې خواووې شکونه لري چې ښايي بل اړخ خپلې ژمنې او مسولیتونه په بشپړ ډول پوره نکړي.

د ای ایس ای په اړه خپرو شویو لیکونو کې څه دي؟

د افغانستان د ملي امنيت مخکيني مشر رحمت الله نبيل د يو شمېر ليکونو په خپرولو ادعا کړې چې گواکې د پاکستان د استخباراتو اداره اى ايس اى په خپله خاوره افغان طالبانو او حقاني شبکې غړو ته خوندي پناه ځاى ورکوي. اسلام اباد کې د دفاع وزارت دا خبره رد کړې ده.

"خپاره شوي لیکونه د پاکستان پر ضد تبلیغ دی"

د افغانستان د ملي امنیت پخواني مشر رحمت الله نبیل داسې محرم اسناد رسنیو ته ورکړې چې گواکې د پاکستان ای اېس ای د حقاني شبکې ته لارښوونې او سپارښتنې کوي. د پاکستان د پوځي استخباراتو پخواني چارواکي محمود شاه وايي ای اېس ای په دې ډول اړیکې نه نیسي.

رپوټ: په زرګونو افغان ماشومان په خطرناکه شرایطو کې کار کوي

د بشري حقونو د ځارنې مؤسسه وايي په زرګونو افغان ماشومان په خطرناکو شرایطو کې کار کوي، چې د ناروغه کیدو، ټپي کیدو او حتی تلف کیدو سبب کیدای شي.

افغانستان او پاکستان د اوړو په اړه مذاکره کوي

پاکستان وایي چې افغانستان د اوړو پر وارداتو گمرکي تعرفه لوړه کړې ده، خو افغان مقامات وایي پاکستاني اوړه قیمته دي.