د ازادي راډیويي مجله: د اکاډمېسن سلیمان لایق د ژوندانه او هنر جاج

د ازادي راډیويي مجلې په خپرونه کې د اکاډمیسن سلیمان لایق په ژوند، په هنري او فرهنګي، طلايي  موسم، فن، لنډې کیسې او وریښمین خیال په اړه بېلابېل مطالب وړاندې کېږي.

څنګه بهرني سکالرشيپونه ترلاسه کېدای شي؟ 

هر کال یو شمېر هېوادونه افغان ځوانانو ته بورسونه یا سکالرشیپونه ورکوي چې دا سکالرشيپونه د لېسانس، ماسټرۍ او دوکتورا د تحصیلي دورو لپاره وي.

د بیا شمېرل کېدونکو محلونو په تړاو د ټاکنو کمېسیون ته معلومات استول شوي؟

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون ته د عملیاتي پلان جوړولو په هدف د معلوماتو سپارلو په اړه د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون غړي ضد او نقیضې څرګندونې کوي.

"د افغانستان سوله د ګاونډیو هېوادونو په رښتینې همکارۍ پورې تړلې ده"

د افغانستان د ملي امنیت شورا، په دغه هېواد کې د سولې راتګ د سیمې او په ځانګړي ډول ګاونډيونو هېوادونو په رښتیني همکارۍ پورې تړلی ګڼي.

ازادي ستوډیو – د نړۍ مهم خبرونه

د امریکا او طالبانو د سولې د هوکړې لاسلیک او اړوندو مراسمو په اړه خبرې روانې دي او طالبانو امریکا ته د ۱۰ورځني اوربند طرحه سپارلې. امریکا تاییدوي چې۱۱ سرتیري یې د ایران په برید کې ژوبل شوي و. د هوا د ککړتیا مخنيوي ته زیرک ماسک جوړ شوی. ازادي ستوډیو د شپې په ۸ بجو له پيشګام ټلویزیون وګورئ.

په هرات ولایت کې د ښځو په اړه لوحو غبرګونونه راپارولي

په هرات ولایت کې پر یو شمېر لوحو لیکل شوي پيغامونو غبرګونونه راپارولي دي. پر دغو لوحو لیکلي: د ښځو بد حجابي د نارینه وو د بې غیرتۍ له کبله ده. د هرات د مدني فعالانو په باور په هرات ښار کې د لوحو د نصبولو تر شا هدف د اندېښنې وړ دی. راپور او اډيټ: ملالۍ بشير ويډیوګرافي: شاهپور صابر

ازادي ستوډیو – د نړۍ مهم خبرونه

د سولې په چارو کې د افغان دولت وزیر عبدالسلام رحیمي وايي د تاوتریخوالي کمول معنی نه لري باید اوربند وشي. د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د استیضاح دوسیه سنا جرګې ته واستول شوه. او په نیپال کې د کم عمره وادونو والا زیاتې ستونزې لري. ازادي ستوډیو د شپې په ۸ بجو له پيشګام ټلویزیون خپریږي.

د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون د ۴۷ باطل شویو محلونو جزئیات خپاره کړل

د افغانستان د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون د هغه ۴۷ محلونو جزئیات خپاره کړل چې د شکایتونو په پایله کې يې رايې باطلې اعلان شوي دي.

د افغانستان د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون تر اوسه څه کړي؟

د قانون پر بنسټ، په درې ورځو کې ټاکنیزو ډلو ۱۶۵۵۱ شکایتونه ثبت کړل چې تر ټولو ډېر یې د عبدالله عبدالله په مشرۍ د "ثبات او هم‌پالنې" ټاکنیزې ډلې له‌خوا و.

'ټاکنو کې جنسیتي تبعیض د افغان ښځو د ګډون پر وړاندې خنډ و'

په راپور کې په افغانستان کې هم په ۲۰۱۹ میلادي کال کې د بشري حقونو د وضعیت پر څرنګوالي، په ځانګړي ډول د ښځو پر سیاسي او ټولنیزو ازادیو خبرې شوې دي.

ازادي ستوډیو - د نړۍ مهم خبرونه

افغان حکومت د ملکي تلفاتو په اړه د بشري حقونو د څار نړیوالې ادارې راپور رد کړی دی. د ایران ولسمشر د خپل هیواد له وسله والو ځواکونو غوښتي چې تېره اوونۍ د اوکرايني الوتکې د ویشتلو په اړه دې بخښنه وغواړي. دا او نور مهم خبرونه له ازادي ستوډیو.

د ټاکنیزو کمېسیونونو ۹ پخواني غړي په تنفیذي بند محکوم شول

له اداري فساد سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز استیناف محکمې د ټاکنیزو کمېسیونونو ۹ پخواني غړي په دوه ـ دوه کاله او شپږ میاشتې تنفیذي بند محکوم کړل.

آزادي ستوډیو- د نړۍ مهم خبرونه

په افغانستان کې واورو د یوشمیر کسانو ژوند اخیستی. په ایران کې د اوکراینۍ الوتکې د پیښې پراخ تحقیقات کیږي. په لیبیا کې د جګړې یو لوری اوربند نه کوي او په استرالیا کې اور ځپلو څارویو ته خواړه رسیږي.

"د ملي بودجې په سند کې به د صنعت او سوداګرۍ وزارت بودجه هم اجرا شي"

د افغانستان د ولسي جرګې د ماليي او بودجې کمېسیون وايي، د ملي بودجې په سند کې به د صنعت او سوداګرۍ وزارت بودجه هم اجرا شي.

د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون د ۱۰۹ محلونو رایې باطلې کړي

د دې کمېسیون ولایتي دفترونو همدا ډول ۹۸۶۶ شکایتونه بې اعتباره بللي او تر خوا یې په ۲۱ ولایتونو کې د ۵۳۱۶ محلونو د بیا شمېرنې پرېکړه کړې ده.

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more