غوره لیګ دویمه نیمه پایلوبه: لوی توپیر سره د کابل ځوانانو بریا

د کابل ځوانانو او پکتیا پنترز تر منځ دویمه پایلوبه کې پچه کابل ځوانانو وګټله او لومړی یې د منډو جوړولو پرېکړه وکړه. دوی د ټولو اورونو له لوبې وروسته ۱۹۲ منډې وکړې، خو پکتیا له کمزوري لوبې سره وتوانېدل ۱۰۲ منډې وکړې.

افغان ټاکنې: په ولایتونو کې د ټاکنو وروستی حال

نن د افغانستان لرو او بر کې له غزني او کندهار پرته پارلماني ټاکنو کې خلک رایه اچوي. په ځینو سیمو کې د نا امنۍ پېښې رامنځته شوي. نورو کې بیا د رایې اچونې مرکزونه په ځنډ سره پرانیستل شوي او لامل یې دا بلل شوی چې د کمیسیون کار کوونکي له بایو مټرېک الو سره بلد نه وو

سعودي: خاشقجي فزیکي شخړه کې وژل شوی

د سعودي خبري رسنیو د مرستیال لوی څارنوال له خولې ویلي، چې خبریال جمال خاشقجي استانبول کې د سعودي کونسلګرۍ د ننه د 'فزیکي شخړې' پایله کې وژل شوی. سعودي پاچا د استخباراتو د مرستیال مشر په ګډون ځینې کسان له دندو لیرې کړي دي.

افغان ټاکنې؛ کندهار کې د ولسي جرګې ټاکنې وځنډېدې

د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ وايي، د کندهار ولایت د خلکو په غوښتنه او د ټاکنو خپلواک کمېسیون په وړاندیز د ملي ا منیت شورا بېړنۍ غونډه کې پرېکړه وشوه چې کندهار ولایت کې د ولسي جرګې ټاکنې د یوې اونۍ لپاره وځنډېږي. کندهار کې له پروني برید وروسته امنیت شورا دا پرېکړه کوي.

ناټو، هند او پاکستان د کندهار برید وغانده

په افغانستان کې د ناټو ځواکونو لوی قومندان، د هند لومړي وزارت دفتر او د پاکستان د پوځ لوی درستیز او د دغه هېواد لومړي وزیر په کندهار کې پرونی برید وغانده. د کندهار په برید کي- چې د والي دفتر کې وشو- د کندهار والي ټپي، خو امنیه قومندان، د ملي امنیت رییس، د انساني سرچینو مشر او د ملي تلویزیون کمره مین وژل سوي دي.

د کورنیو چارو وزارت د زلمي ویسا کلپ خپور کړ

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند نجیب دانش پر خپله فېسبوک پاڼه د کندهار د ټپي شوي والي زلمي ویسا کلپ خپور کړی دی. په دې کلپ کې زلمی ویسا لیدل کېږي چې د روغتون پر بستر پروت دی، خو وضعیت یې ښه ښکاري. ښاغلي ویسا پرون د ولایت ماڼۍ برید کې ټپي شوی و.

''جنرال عبد الرازق کندهار ولایت ماڼۍ برید کې وژل شوی دی''

تازه معلومات ښيي، د کندهار ولایت ماڼۍ کې دننه ډزې شوې او یوې سرچینې بي بي سي سره خبرو کې د کندهار امنیې قومندان جنرال عبدالرازق وژنه تایید کړې ده. رپوټونه وايي، د پېښې پر مهال افغانستان کې د امریکايي ځواکونو قومندان سکاټ میلر هم هلته موجود و. وسله والو طالبانو په یوه اعلامیه کې ویلي، دغه برید دوی کړی دی.

د 'ایران تابعیت لرونکي' نوم د کاندیدانو له لسته لیرې شو

د افغانستان د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون وايي، د ولسي جرګې نوماندانو له وروستي لیسته یې اوه کسان د ځینو سرغړونو له امله لیرې کړي دي. د ټاکنو کمیسیون وايي، په لیرې شویو کسانو کې ځینو یې له خپلې دندې استعفا نه وه کړې یا یې قانوني عمر نه و پوره کړی.

د کریمیا کالج کې زدکوونکي خپل ۱۹ ملګري ووژل

له روسیې سره د یو ځای شوې کریمیا په یوه کالج کې وسلوال ۱۹ کسان ووژل او په لسګونو نور یې ټپي کړل. پلټونکي وایي، یوازې په ټوپک کسان ویشتل شوي، خو خلک د یوې یا څو چاودنو خبره هم کوي.

حکمت خلیل کرزي له خپلې دندې استعفا وکړه

د افغانستان د بهرنیو چارو مرستیال وزیر حکمت خلیل کرزي افغان ولسمشر محمد اشرف غني ته خپله استعفا وړاندې کړې. نوموړي ویلي، په "حکومت کې خپل دوامداره شتون د افغانستان د خلکو له اساسي حقونو د دفاع برخه کې اغېزناک نه ګڼم او د خپل ولس ترڅنګ به زما شتون ګټور وي."

د ۶ کلنې پاکستانۍ نجلۍ قاتل اعدام شو

پاکستان د ۶ کلنې زینب انصاري د وژلو او جنسي تېري په تور، عمران علي اعدام کړی. د تېرې جنورۍ پر څلورمه قصور کې اوه کلنه زینب ترۍ تم شوه، چې د یادې میاشتې پر نهمه نېټه یې مړی کور ته څېرمه په یوه ډېران کې وموندل شو.

افغان ټاکنې: ولسي جرګې ته نوماند عبدالجبار قهرمان چاودنه کې ووژل شو

د افغانستان سوېلي هلمند لښکرګاه کې ولسي جرګې ته د نوماند عبدالجبار قهرمان پر ټاکنیز دفتر برید شوی، چې د هلمند د والي د ویاند عمر ځواک په خبره، ښاغلی قهرمان په دې برید کې شوی او اوه نور کسان ټپیان شوي.

جمال خاشقجي قضیه: مایک پومپیو سعودي ته ورسېد

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو د سه شنبې پر ورځ سعودي عربستان ته ورسېد د شهزاده محمد بن سلمان په ګډون یې له یو شمېر نورو سعودي چارواکو سره لیدنه وکړه. ویل کېږي چې په دې ناستو کې سعودي خبریال جمال خاشقجي د تري تم کېدو پر موضوع خبرې شوي.

د ایران د سپاه پاسداران ۱۴سرتېري تښتول شوي

د ایران سیستان بلوچستان کې فعال جیش عدل ډله وايي، چې د دغه هېواد ۱۴ سرتېري دوی تښتولي دي. دا ډله ځان د سنیانو په تېره د سیستان بلوچستان د خلکو مدافع بولي. له بلې خوا د ایران سپاه پاسدران هم د دې سرتېرو تښتول کېدل منلي دي. ایران دا ډله ترهګره بولي.

د خاشقجي قضیه؛ ښايي سعودي یې تېروتنې سره وژل ومني

د امریکا سي اېن اېن تلوېزون وايي، سعودي چارواکي د داسې رپوټ خپرول غواړي چې ووايي، جمال خاشقجي د پلټنې پر مهال تېروتنې سره وژل شوی دی. له بلې خوا ترکي پولیس په لومړي ځل په استانبول ښار کې د سعودي کونسلګرۍ ته ننوتلي چې دوه اونۍ وړاندې پکې جمال خاشقچي تری تم شو.