چین کې د یوې عیسوۍ مذهبي ډلې پلویان زنداني شوي

د چین د شینهوا خبري اژانس د خبر له مخې، پولیسو د هغې مذهبي ډلې ۱۸ غړي نیولي چې باوري دي عیسی د ښځې په بڼه چین کې راښکته شوی دی. د دې ډلې پلویان ځانونه د (خدای پاک کلیسا) غړي بولي چې په ۱۹۹۰ کال یې په چین کې خپل فعالیت پیل کړي دي.

د ترینګلتیا ختمولو په موخه پاکستان ته د افغان پلاوي سفر

پاکستان کې افغان سفیر حضرت عمر زاخېلوال وايي، د افغانستان د ولسي جرګې او مشرانو جرګې يو پلاوی به د اګست مياشتې پر لومړۍ نېټه اسلام اباد ته سفر وکړي او د دواړو هېوادونو ترمنځ به د ترینګلتیا له منځه وړلو لپاره رول ولوبوي.

"مدهوبالا اوس هم په لکونو زړونو کې ځای لري"

د روان کال وروستیو کې د هند د خپل وخت وتلې هنرمنې مدهو بالا د مادام تساد مجسمه جوړېږي.

ټرمپ: جنسبدلي نه شي کولی پوځ ته لاړ شي

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د پخواني ولسمشر بارک اوباما د هغه فرمان د لغوه کولو خبره کړې چې له مخې یې جنسبدلو (ټرانسجنډرز) ته د امریکا په پوځ کې د خدمت کولو حق ور کړل شوی و. ډېری جمهوریپال په دودیز ډول جنسبدلو ته د مدني ازاديو له ور کولو سره جوړ نه دي.

افغان ولسمشر جګړه ځپلي هلمند ولایت ته تللی

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د جنګ ځپلي هلمند ولایت د امنیتي وضعیت ارزولو په پار دغه ولایت ته تللی. ارګ وايي، په پام کې نه ده چې ښاغلی غني به نورو ولایتونو ته هم سفر وکړي.

ننګرهار کې تښتول شوي پاکستاني ډیپلوماټان خوشي شوي

د پاکستان د بهرنیو چارو وزات ویلي، د افغانستان ختیځ ننګرهار ولایت کې دوه تښتول شوي پاکستاني دیپلوماتان د افغان امنیتي ځواکونو له خوا موندل شوي او د پاکستان سفارت ته سپارل شوي دي.

د پاکستان بلوچستان کې د اوبو کمی د کبانو تباهي

د بلوچستان ایالت مرکز کوټې ته نږدې هنه ډنډ(جهیل) یو مخ وچ شوی دی، چې له امله یې په زرګونو کبان هم مړه شوي او پاتې نور له تندې ټوپونه وهي او د مرګ په لور نږدې کېږي.

جنازه کې نڅا

ګانا کې تاسو داسې جنازه لېږدوونکي په کرایه نیولی شئ، چې د تابوت لېږدولو پرمهال نڅا هم کوي.

نتنیاهو د الجزیرې د دفتر بندېدل غواړي

د اسرائیلو لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو الجزیره تلوېزیون په بیت المقدس کې په تاوتریخوالي تورن کړی او اسرائیلو کې یې ددغې رسنۍ د دفتر بندېدو غوښتنه کړې ده.

ایا په پاکستان کې د رژیم بدلون تکرارېږي؟

هندوستان ټایمز ورځپاڼې یو عنوان دی” نواز شریف تر برید لاندې دی” ایا په پاکستان کې د رژیم بدلون تکرارېږي؟

"پوځکوټ کې قومندانان د طالبانو له برید خبر شوي وو"

ځینې امنیتي سرچینو بي بي سي ته ویلي، چې د کندهار په خاکرېز ولسوالۍ کې یې د افغان امنیتي سرتېرو پر پوځکوټ له برید مخکې د دغه برید په اړه پوځ ته خبر ور کړی و. په دغه برید کې د افغان سرتېرو د مرګ ژوبلې په هکله ضد او نقیض څرګندونې کېږي.

د چیپسو قوطیو کې ژوندي ماران موندل شوي

امریکايي چارواکو ویلي، یو سړی یې له هغه وروسته نیولی، چې د پټاټو چیپسو په قوطیو کې یې له بهره درې ژوندي ماران د کور په ادرس لېږل شوي وو.

د ژوب سلمانیان وايي، سټايلي ږیرې نه جوړوو

د بلوچستان ایالت د پښتون مېشتې ژوب سیمې يوشمېر سلمانیانو یا نایانو پر خپلو دوکانو لیکلي، 'د سټایلي ږیرو جوړول ممنوع دي.'

د روږديوالي ناورين او د نشيانو درملنه

په نشو روږديوالي ناورين، او د نشيانو درملنې هلې ځلې. هلمند کې يې يو مرکز درملنه په اوبو کوي.

د کډوالو په تړاو د اروپا عدل محکمې پرېکړه

د اروپا جګپوړې محکمې د هغو هېوادونو په ګټه حکم کړی، چې کډوال یې د کړکېچ د اوج پر مهال اروپا ته د لومړي ځل ننوتو سيمې ته ورشړي.