د کرکټ په اړه شننې او ليکنې
د افغانستان کرکټ بورډ دا لومړی ځل دی چې افغان ملي لوبډله یې په اسیاد کې د کرکټ لوبو ګدون لپاره ولېږیله او د سپینو زرو ویاړ یې افغانستان ته په اسیاد کې خپل کړ چې وړه خبره نه ده او که د خدای رضا وي په ۲۰۱۴ز کابل کې به د کرکټ ملي لوبډله هیواد ته د سروزو مډال له اسیاده راوړي.
د کرکټ نړيواله شورا هوډ لري چې د کرکټ د ۵۰ اورونو نړيوال جام يواځې د لسو هېوادونو ترمنځ وکړي. د دې دا مانا ده چې د افغانستان غوندې هېوادونه به هيڅکله چانس ونه لري چې نړيوال جام ته لاره ومومي. ځکه افغانستان دا مهال د ۱۳ او ۱۵ مقام ترمنځ ځای لري او د کرکټ د نړيوالې شورا پوره غړيتوب نه بلکه د درېمې درجې غړيتوب لري چې هيڅکله به په دې غړيتوب نړيوال جام ته د تللو جوګه نه شي.
د افغانستان د کرکټ بورډ تخنکي مسؤلینو په رارونې شل اوریزې سیالۍ کې ګډونکونکو لوبډلو ته د معیاري لوبې تر سره کولو لپاره د قوانینو مجموعه اعلان کړه. د افغانستان کرکټ بورډ وايي چې دا قوانين یې د شل اوریزې سیالۍ د معياري کولو او ښه تر سره کولو لپاره په ټولو برخو کې وضعه کړي.
د کورني کرکټ د پرمختګ لپاره چې د افغانستان کرکټ بورډ د ولایاتو تر منځ د کورنۍ سیالیو کومي هلې ځلې پیل کړی دي واقعآ د افغانستان دکرکټ په روښانه راتلونکي کښې مهمه ونډه لري، په دې توګه به با استعداده لوبغاړی په نښه او په راتلونکي کښې به په ښه ډول د افغانستان د رښتینی استازیتوب جوګه او خپلو خلکو ته به د خدمت مصدر وګرځي.
کېدای شي ډېر هېوادوال او د کرکټ سره تړلې کړۍ په دې لا نه وي خبر چې په نړيوال کرکټ کې د افغانستان د اوسني رسمي حیثيت د لوړولو لپاره خورا اړينه ده چې موږ يو ورځنۍ لوبې ونه بايلو. کرکټ بورډ ته هم په کار دي چې د يو ورځنيو لوبو ارزښت کم ونه بولي دا ځکه چې د کرکټ نړيواله شورا د هغو اسوسيټ يا افيليېټ هېوادونو تر منځ چې د نړيوالو يو ورځنيو لوبو (Reliance Mobile ICC ODI Championship) لري هم توپير کوي او د دوی لپاره یې دوه ډوله کتوګريانې چمتو کړي دي چې د ټيسټ هېوادونو سره د لوبو کولو او دوی ته د پرمختيايي بوديجو په ورکولو نېغ په نېغه اغېزه لري.
د افغانستان اوسکاټلانډ د کرکټ لوبډلو ترمنځ د انټرکانټینینټل د روانی څلورورڅنۍ(فرسټ کلاس) سیالۍ په ترڅ کښی چی په سکاټلانډ روانه ده افغان لوبغاړو په تیره بیا افغان توپ وهونکو دا ثابته کړه چی افغانان په لږ وخت کښی هم د هر راز زدکړو او مهارت حاصلولو وړتیا لری.
افغانستان له یو کال راهيسي د کرکټ د نړيوالې شورا د لويو وچو يا انټرکانټننټل په لوبو کې لوبه کوي چې شپږ نور هېوادونه (زيمبابوی، سکاټلينډ، ايرلينډ، کينيا، کاناډا، او هالينډ) هم په کې شامل دي. په دې سيالۍ کې چې هر هېواد شپږ لوبې کوي دا مهال افغانستان په دويم مقام دی او دوه لوبې یې پاتې دي. دوه نورې لوبډلې چې د دې سيالۍ د ګټلو او له یو لک څخه د ډېرو ډالرو لاسته راوړلو چانس لري سکاټلينډ او زيمبابوی دي. د افغانستان چانس څومره دی چې دا سيالي وګټي؟
د افغانستان کرکټ بورډ د راشد لطيف په ګمارنه دا دی دويم روزونکی هم ترلاسه کړ. مشر روزونکی کبيرخان چې دوه کاله کېږي ملي لوبډلې ته روزنه ورکوي لوبډله تر ډېره مخکې وړې ده، د همدې پرمختګ په ترڅ کې وليدل شول چې افغان لوبډله لا خاميانې لري چې له منځه وړل یې ځينو زړورو ګامونو ته اړتيا لري چې یو په کې د توپ وهنې د روزونکي او بل د فيلډ يا غونډونې روزونکی ټاکل وو. افغان کرکټ بورډ دا دی اوس د توپ وهنې روزونکی وګماره خو د ده او مشر روزونکي حاجي کبيرخان له تجربو د ګټې اخيستلو لپاره بايد یو پلان جوړ کړي. یو وړانديز چې زه يې لرم په لاندې ډول دی:
د افغانستتان د کورني کرکټ مسؤل نظیم جار عبدالرحیمزی لږیا دی چې د کورني کرکټ د ولایتونو د استازو لپاره لومړني قوانین جوړ کړي چې د ښاغلي په اند ډیر ژر به يې کرکټ بورډ پلي کړي.
د افغانستان ملي لوبډله د کرکټ د نړيوالې شورا د لومړي ډويژن د لوبو په موخه نن هالينډ ته رسي. دوره ورځې وروسته (د سه شنبې په ورځ) د سکاټلينډ سره تمريني لوبه لري. له هغې دمخه یوه ورځ لري چې د هالينډ له هوا سره ځانونه اشنا کړي. تر دې دمخه هم ملي لوبډله هالينډ ته تللې ده او د لوبغالو سره یې ډېری لوبغاړي اشنا دي.
پورتنیو ستونزو نه یوازې دا چې د افغانستان د کرکټ مینه وال خواشیني کړي دې بلکه د افغانستان او د هیواد د کرکټ د بدنامۍ لامل هم ګرځیدلي دي ـ ډیر د خپګان وړ وي کله چې په هغه پاڼو کې چې زمونږ د ځوانانو حیرانونکي لاس ته راوړنو ته ګوته په خله ول اوس ددغه لانجو خبرونه وینو او همدا راز دا زمونږ د هیواد یوازنې د ویاړ وړ ډګر هم تر پوښتنو لاندې راولي (د لوبو پرته بل داسې ډګر نه وینم چې مونږ پکې په ښه نامه یاد شو) ـ
تېره اونۍ د ملي لوبډلې د پخواني لوبغاړي ريس احمدزي د فيس بوک په پاڼه یو پيغام خپور شو چې ملي لوبډلې استعفا ورکړه. حيرانونکی خبر و. ورپسې ريس احمدزي د ټول افغان او نورو رسنيو سره اړيکي ونيولې چې دا خبر خپور کړي. ټول افغان د معمول سره سم څېړنه پيل کړه او د کرکټ بورډ په شمول یې د یو شمېر لوبغاړو سره هم خبرې وکړې چې وروسته د ټولو څرګندونې په یو رپوټ کې خپرې شوې.
د افغانستان د کرکټ بورډ او د ملي لوبډلې یو شمېر لوبغاړو ترمنځ یو لړ مسايل د خپګان لامل شوي دي چې له امله یې ځينو لوبغاړو د جولايي په مياشت کې په هالينډ کې د لومړي پړاو لوبو ته د نه تللو تهديد ورکړی دی او ځيني یې وايي چې د کرکټ بورډ اوسنۍ اداره وي دوی بېخي کرکټ نه کوي.
تیره ورځ یانی دجمعی په ورځ زه دکرکټ لوبغالی ته دخپلو دوو خوریونو چی عمرونه یی 7 او اته کلونه دی په ډیره غوښتنه لاړوم ترڅو د لوبی سیل وکړم او هغو می هم بیولی وو.
زه په هېواد کې د کرکټ د پرمختګ او پياوړتيا لپاره یو شمېر وړانديزونه لرم چې افغان کرکټ بورډ منلي هم دي. ۱. موږ ته په کار دي چې لږ تر لږه په څلورو ولايتونو کې معياري لوبغالي ولرو چې خاورين پيچونه ولري. له دې لوبغالو سره څنګ کې بايد د کرکټ اکاډيميانې هم ولرو.
په کابل کې د ولايتي سيالۍ لوبې ډېرې جالبې دي. د شمشاد تلويزيون ورته لا ډېره ښکلا وربښلي ده. تر دې چې موږ یې هم له هېواده بهر تعقيبولای شو. همدا لامل دی چې د لومړي ځل لپاره د افغانستان د کورني کرکټ په اړه موږ ډېر داسې ټکي چې مخکې ورڅخه خبر نه و اوس پرې خبر شو.
لوستونکو خپله اند ووايه او یو شمېر لوستونکو د پام وړ تبصرې هم وکړې چې ډېرې اغېزمنې وې. په يوه اونۍ کې په ټولپوښتنه کې تر ۴۵۰ زياتو لوستونکو رايې ورکړې. ۵۴٪ رايه ورکونکي په دې اند دي چې افغان کرکټ بورډ دې څه پيسې يواځې په لوبغاړووويشي او په پاتې پيسو دې په عاجله توګه دوه يا درې لوبغالي جوړ کړي. ۳۲٪ لوستونکي بيا په دې اند دي چې د کرکټ بورډ دې څه پيسې په لوبغاړو او ويسټ انډيز ته تللو مامورينو وويشي او په پاتې پيسو دې په عاجله توګه دوه يا درې لوبغالي جوړ کړای شي. ۱۰٪ لوستونکي په دې اندې دي چې ټولې پيسې دې په لوبغاړو او۳٪ په دې اند دي چې ټولې پيسې دې په لوبغاړو او ويسټ انډیز ته تللو مامورينو وويشل شي.
له کابل څخه خپرېدونکي شمشاد تلويزيون نن یو بل شهکار وکړ. شمشاد لومړی تلويزيون دی چې یوه سيمه ييزه لوبه یې په ژوندۍ په هېواد کې دننه او له هېواده بهر د کرکټ مينه والو ته په ژوندۍ بڼه وښوده.
زه عزېز فضلي يم. د افغانستان د ۱۶ کاله ټيټ کرکټ لوبډلې ته د غوره ۴۰ کسانو پورې کامياب وومه. د کرکټ بورډ موږ کابل ته د هډوکو د ټيسټ لپاره وغوښتو. ټيسټ وشو اوزما عمر ېې ۱۸کاله وښود.زما خپل عمر 15نېم کاله دی.
دټول افغان دکرکټ انګليسي ويبپاڼه The Cricket Post نومېږي او دکرکټ په اړه د ټول افغان د پښتو او دري څانګې له برياليتوب څخه وروسته خپرېږي. دټول افغان د کرکټ افغاني او انګليسي څانګې لومړۍ ويبپاڼې دي چې د افغانستان د کرکټ د پوښښ لپاره ځانګړې کېږي.
غوړېدلی نوی ګل دی دا ملي ټيم د افغان دی دثمر وخت یې دی پاته خو پياوړی پر ميدان دی
پرون يې چې شمله د ټول افغان ګټلی دی نن هغه بیا زما د زړه میدان ګټلی دی
د مسلسل ناکامئ وروسته افغانستان په نړیوال کپ کی ښی لاسته راوړنی درلودی چی د لوړې درجی لوبډلو سره ښه لوبه کول او په میدان کی اتحاد ساتل او د لوبغاړو ترمنځ د وکټو ترمنځ په منډه کی تفاهم ښه اړخونه دی.
موږ ډېر زيات خفه یو چې سبا به خالي لاس هېواد ته ستنېږو. نن مو چې کله سويلي افريقا په ۱۳۹ منډو راغونډه کړه نو په ميدان کې ناستو خلکو او موږ ته داسې معلومېده چې موږ یې ګټو. خو کله چې سټين او مورکيل په ساعت کې په ۱۵۰ کيلومتره رفتار کې توپونه پيل کړل، نو لوبه کول یې ډېره سخته کړه.په دې پيچ له موږ مخکې استراليا د بنګلادېش په وړاندې په ډېر سختو شرايطو کې وګټله.
د افغانستان تېز توپ اچونکي حميد حسن په لاندې ليکنه کې ويلي دي چې افغان لوبغاړي د سويلي افريقا سره لوبې ته خوښ دي او کوښښ به کوي چې ماته ورکړي. حميد حسن وايي چې دا لوبه به د شپې رڼاګانو ته وي او دوی اوس د شپې لوبو سره اموخته شوي دي ځکه چې په شارجه کې یې نړيوال جام ته تياری د شپې رڼاګانو ته ترسره کړی دی. حميد حسن ويلي دي چې د هندوستان سره یې د سويلي افريقا لوبه ليدلې ده او يو څو ټکي یې نوټ کړي دي چې دوی سره به د سويلي افريقا سره په لوبه کې مرسته وکړي.