روانې چارې او بېلابېل


غنی او اداري فساد په ضد نمایشي او بیکاره کمیسیون

غنی اود اداري فساد په ضد د مبارزې بیکاره کمیسیون محمد اشرف غني د اداري فساد په ضد مبارزه کې د خپلو د سلګونو نمایشي کارونو په ترځ کې اوس غواړي د اداري فساد په وړاندې د مبارزې یو بیکاره کمیسیون را منځته کړي چې د هغه اکثریت غړي به په خپله د اداري فساد او تعصب له مخې ټاکل کیږي او دا کسان به په راتلونکي کې نه یوازې د اداري فساد په ضد مبارزه کې وړ ونډه واخلي بلکې خپله به هم ددې فساد یوه برخه شي. هغه ابتدایی لست چې په دې هکله د ځینو ارګانونو سره شریک شوی دی په ډاګه کوي چې ددې کمیسیون نږد

17.12.2019 احمدجان تڼی

پردي افراطي دودونه او خپل معيوب مديريت‎

دولتي اداري باید د محکوم مظلوم او مجبور ولس پر وړاندې همدردانه، خو د زورواکو مفسدينو او غاصبينو په وړاندې قاطعانه دريزونه خپل کړي. مګر دلته خبره معکوسه ده. څوک مصلحتونه، څوک جګړه، څوک د هيواد وران ويجاړ حالت، څوک د پرديو له شرمه ډکه لاسوهنې او څوک هم زمونږ په ټولنيز وجود باندي لګيدلې ويروسي زخمونه بانه کوى او د اداراتو متزلزل او متذبذب دريزونو ته د مشروعیت لارې چارې لټوي. همدا لامل ده چې په ملي کچه د اداري فساد، غصب زورواکي جنګ سالاري او رواني جګړې په وړاندي زمونږ مبارزه د مصلحتونو ښکار

17.12.2019 عبدالوحيد وحيد

يو ستر سياسي بدلون ته نن اړتيا ده

د دې ملي او ستر سياسي بدلون په مناسبت چې زموږ په ګران هېواد کې به د ټولټاکنو له اعلانېدو وروسته را منځ ته کېږي بيا هم خپل او د خپلو قهرمانو افغانانو د بـې نهايته صميمانه کوښښونو او امنيتي مرستو د وړاندې کولو پر بنسټ چې د افغانستان د ملت په پياوړتيا بنا او دې ستر تاريخي ملي کار ته اقدام وکړ او د افغانستان د راتلونکي ټاکنيز جمهوريت د تاداو تېږه به يوځل بيا ږدي، چې د هېواد ټولو نجيبو او زيار اېستونکو خلکو او په تېره بيا د دې خاورې فدا کار او ځوان ملي پوليس، ملي امنيت او ملي اردو ته

16.12.2019 اېمل افغان

جرمنی پرمختللي هوايي ټکسيان ازمايي

ژباړه: عزت الله ذکي د «اودي» په نوم يوې جرمنۍ کمپنۍ هوايي ټکسيان جوړ کړي، چې ددغه هيواد اينګولشات ښار کې به ترازموينې لاندې ونيول شي. د الوتونکو ټکسيانو دغه پروژه «Pop-Up» نوميږي او د آيربس کمپنۍ په مرسته تطبيقيږي، کوم چې په نړیواله کچه د الوتکو جوړولو يوه لويه کمپنۍ ده. د جرمني ټرانسپورټ وزير «أندرياس شوير» وايي، په ټرانسپورټي برخه کې نويو بدلونونو د هوايي ټکسيانو د پراختيا لپاره زمينه برابره کړې ده. دغه الوتونکي ټکسيان ۱۸ ب

13.12.2019 عزت الله ذکي

د ځیرکو موبایلونو ډېر استعمال مو یاداښت قوه زيانمنوي

ژباړه: عزت الله ذکي سويس کې يوې نوي طبي څېړنې ښودلې، چې د ځیرکو موبایلونو ډېر استعمال او کارول د تنکيو ځوانانو او ماشومانو په یاداښت قوه زيات منفي اغېز کوي او د دوی د ذهني وړتیاوو د له منځه وړلو سبب کيږي. د سویس یو طبي انسټیټوت د خپلې نوي څېړنې په اساس وايي، چې د ځيرک موبایل وړانګو او فریکوینسيو ته تر یو کال او یاهم زیات وخت په تېرولو سره د انسان ذهن سخت اغېزمن کیږي، چې په پايله کې يې د یاداښت کمزورتیا رامنځ ته کیږي. د ځيرکو موبایلونو او ټکنالوژيکي توکو زيات استعمال او کار

13.12.2019 عزت الله ذکي

په پاپوا نیوګینیا او نایرو هیوادونو کې د افغانانو په شمول د ګڼو کډوالو ناڅرګنده برخلیک

د استرالیا د سنا مجلس یوې کمیټې د سناتورې جاکي لامبي تر مشرۍ لاندې د کډوالو د درملنې هغه قانون فسخه کړ د کوم له مخې چې د اسټراليا له سمندري توقيف مرکزونو هر يو مانوس او نایرو څخه بيمار کډوال د درملنې په خاطر اسټراليا ته لیږدول کیدل. دا قانون د حکومت له خوښې پرته تير کال له پارلمان او سنا مجلسو څخه د حکومت د سترې ماتې وروسته تصويب شو. د دغه قانون په اساس، استرالیا کې د دوو ډاکټرانو موافقې وروسته یو ناروغه کډوال له مانوس او نایرو څخه اسټراليا ته د درملنې لپاره انتقالیدلی شو، خو اوس د دې

13.12.2019 خوشحال صافی

اسټراليايي توقيف مرکزونو کې بندو کډوالو لپاره توره ورځ

اسټراليا کې د کډوالو پلویانو او د حکومت مخالفو ځینو ګوندونو له هغه وروسته تيره ورځ د کډوالو لپاره يوه توره ورځ وبلله، کله چې حکومت د درملنې هغه قانون فسخه کړ د کوم له مخې چې د اسټراليا له سمندري توقيف مرکزونو هر يو مانوس او نایرو څخه بيمار کډوال د درملنې په خاطر اسټراليا ته لیږدول کیدل. دا قانون د حکومت له خوښې پرته تير کال له پارلمان او سنا مجلسو څخه د حکومت د سترې ماتې وروسته تصويب شو. د دغه قانون په اساس، استرالیا کې د دوو ډاکټرانو موافقې وروسته یو ناروغه کډوال له مانوس او نایرو څخ

13.12.2019 خوشحال صافی

موقت حکومت، ملي اړتيا پردۍ اجندا که د ځان څوربول؟

ولس له ډير وخت څخه راپدېخوا د هغې نيکمرغه ورځې ليدو ته د انتظار شېبې حسابوي چې زمونږ په هیواد کې سياسي واک ته د رسيدلو لاره يوازې ولس ته د مراجعې پر بنسټ وي، خو متآسفانه چې زمونږ د ډيرى سياستوالو فکري استقامتونه د واک ترلاسه کولو د حرص له امله لاهم د پوخوالي هغې کچې ته نه دي رسېدلي چې د ولسي ارمانونو پوره کولو ته تيار شى. ځينې سياستوال د خپل فطرت له مخې په سياست کې د بريا ترلاسه کولو په موخه په توطیو او دسيسو جوړولو باور لري. دغه ډول خلک ظاهراً د پاکو، سپيڅليو، او غولونکو شعارونو او دري

11.12.2019 عبدالوحيد وحيد

حکمتیار صاحب، زموږ څه تمه وه! او تا څه وکړل؟

کله چې له حکومت سره ستاسې د پلاویو خبرې روانې

10.12.2019 هلال سمسور

راتلونکی نظام بايد له ځان سره بنيادي اصلاحات و لري

درنو لوستونکو! موږ بايد د خپل هېواد د آبادولو او د خدمت د بېلا بېلو مسؤليتونو په برخه کې تل د يوه داسې هدف په لټه کې و اوسو، چې د افغانستان د ولس او په تېره بيا د مملکت د محرومو طبقو او ځوانانو لپاره د مادي او معنوي ودې يو مثبت او رښتينی چاپېريال او محيط را پيدا کړي، چې ټول و طنوال د هېواد د ودانولو او سر لوړۍ په لار کې يو شان برخه واخلي او د ذمه وارۍ احساس دې په ننني حالت کې وکړي ترڅو له دې موجوده سياسي بحران څخه خلاص شو. وختونه تېر شول او کوښښونه و شول، چې هغه عوامل او خنډونه ورو ورو

10.12.2019 اېمل افغان

نیوزیلنډ ته ښايي د استرالیا د سمندري مهاجرت خونو یو شمیر کډوال یوړل شي

د یوې معاملې له مخې چې ښايي د استرالیا د حکومت او خپلواکې سناتورې جاکي لامبي ترمنځ ترسره شي، احتمال شته چې د استرالیا د سمندري مهاجرت مرکزونو ۱۵۰ کډوال هر کال نیوزیلینډ ته انتقال او هلته میشت کړل شي. د روان کال په فبروري میاشت کې، د آسټرالیا پارلمان د حکومت خلاف د ناروغه کډوالو د طبي لېږد قانون پاس کړ او پکې خپلواکو ډاکټرانو دا صلاحیت ورکړو چې په سمندري توقیف ځایونو کې کډوالو او پناه غوښتونکو ته د طبي دلایلو لپاره آسټرالیا ته د سفر کولو اجازه ورکړي. اوس د سکاټ موريسن حکومت غوا

07.12.2019 خوشحال صافی

د استرالیا د مهاجرت ویزو په هکله اندیښنې

کډوالو د استرالیا د مهاجرت نوو ویزو د شرایطو په اړه اندیښنه ښودلې د استرالیا یوې ورځپاڼې لیکلي چې د استرالیا د حکومت لخوا اعلان شوې د مهاجرت نوې ویزې غیرعادلانه دي ځکه دغه ویزې ممکن په دندو او کارونو کې د کډوالو ناوړه ګټه اخیستنې ته لاره هواره کړي. د استرالیا حکومت د تېرې نوومبر میاشت په شپاړسمه خپل هیواد ته د مهارت لرونکو کډوالو د جذبولو په خاطر د سیمه ایز مهاجرت په نوم پنځه نوې ویزې اعلان کړې چې له مخې په دغه هیواد کې د دې ویزو ترلاسه کوونکي کولای شي د یو لړ شرایطو په پوره ک

07.12.2019 خوشحال صافی

کاکا مې ( ډاکټر ناکامورا) چاه و واژه؟

راځئ افغان مشرانو، سياستوالو، روڼ اندو، ليکوالو او ژورناليستانو په دې خبره خو حيرانتيا او خپل ځانونه د ژوند تر اخري سلګۍ پورې ملامت وګڼو، چې يو جاپانی ډاکټر له بل هېواد څخه زموږ يوه نامنه افغانستان او بيا په هغه کې مشرقي ته چې څلور ولايتونه ور پورې تړلي او کاکا (ناکا مورا) په ننګرهار ولايت چې په شمار دويشت ولسوالۍ لري او دی د لوی ننګرهار د ګلو په هار ولايت کې د خلکو لپاره په داسې سختو شرايطو کې چې دغه ولايت د داعش، طالب او نورو ترورستي ډلو په اصطلاح د مچيو ځاله ده او دی په کې د

07.12.2019 اېمل افغان

ناکامورا د اتلولۍ نوم

ناکامورا د اتلولۍ نوم ناکامورا د ودانۍ یو نوم شو د ننګرهار د سمسورۍ یو نوم شو د اسکېرلي، ځورېدلي بزګر د نیکمرغۍ او خوشالۍ یو نوم شو د ننګرهارو د بې پوښتنې خلکو د پاملرنې، سورلوړۍ یو نوم شو د وږو تږو په خالي دسترخوان غلو دانو او د ډوډۍ یو نوم شو د شاړو دښتو او مېرو لپاره ناکامورا د اوبخورۍ یو نوم شو د دښتې زړه چې پرچا نه سوځېده همغه زړه اوس د نرمۍ یو نوم شو په جل وهلو او اغزن ډاګو کې د زراعت او مالدارۍ یو نوم

06.12.2019 سرلوڅ مرادزی

ارواښاد ډاکتر ناکامورا چا او ولې ووژه؟

په یوه سوچه اسلامي ټولنه کې او د داسې ډلې لخوا چې د اسلام او قرآن د ګټلو نارې وهي، د ناکامورا وژل نه یوازې د افغان مظلوم ولس د وژلو او د دې غمځپلي او نېستمن هېواد د پرمختګ د ځپلو په مانا دی، بلکې د ټول بشریت د وژلو او بشري پرمختګ ته د سپکاوي مانا ورکوي۔ د االله اکبر د نارو په بدرګه سره د یوه بې ګنا انسان وژل چې ځان یې د اسلامي ټولنې په جوپړ کې سپینږیری کړی وي، تر دې لوی جرم او جنایت د نړۍ پرمخ نشته۔ له بده مرغه چې د ابوجهل لښکریانو د جهاد په نوم او د تکبیر په نارو سره ډاکتر ناکامورا په حق ورس

05.12.2019 محمدکریم نور

د وښو رېبلو ماشین ـ لنډه کیسه

د وښو رېبلو ماشین یوه انګلیسي لنډه کیسه پښتو کوونکی : یوسف هېواددوست مېرمن جونز مېړه نه درلود ، خو دوه ځامن یې لرل.هغوي ستر او غښتلي وول،خو تنبل.هره سه شنبه به ښوونځي ته نه تلل.تل به یې مور ورته ویل : نن له غرمې وروسته د چمن واښه ورېبئ.د هلکانو سره له دې چې دا کار نه خوښېده ،خو تل به یې دا کار ترسره کاوه. یوه ورځ یو چا یوه مجله له دوي څخه یوتن ته ورکړه ،او هغه هم په دې مجله کې د وښو د رېبلو د ماشین یو انځور ولید،د ماشین پر سر پر یوځای یوه مېرمنه ناسته وه.هلک مجله خپل و

05.12.2019 یوسف هېواددوست

پړه هم مونږه او مړه هم مونږه!

زمونږ ډيرى سياستوال په ځانګړې توګه حاکمه ډله د خپلو دفترونو رنګ، روغن، ميز او چوکئ، کوچونه او فرش د کويت، قطر، دوبئ او بحرين د اميرانو په شان، په ديوالو باندې لګيدلي انځورونه د خپل ذوق سره سم لکه د انځوريزې ګالري په شان، دريشي، بوټونه، نيکټايي د مايکل جکسن غونډې، د کاري ميز ترشا ننداره ايز کتابتون د کوم پروفيسور او فيلسوف غونډې، باډي ګاردان د ټرمپ د ګاردانو په شان تورې سترګئ ګوته په ماشه، د موټرانو کتارونه د سعودي د پاچا غوندې او ميک اپ د کومې شهزادګئ غونډې کوي، خو لاهم نه پوهېږي چې هغوى د لو

05.12.2019 عبدالوحيد وحيد

افغان ملت ته د بيدارۍ پيغام

تاريخ دا خبره څرګنده کړه چې د افغانستان په سياسي لوبه کې په دې ملت تل د ستونزو څپې راغلي او تېرې شوي، اوس هم ورسره افغانان لاس ګرېوان دي او د ازمېښتونو درندې مېچنې پرې وګرځېدې، د زمانو ناکرديو پرې تورونه پورې کړل، د ناوړه جګړې او سرو لمبو ښکار شول، ولې افغان ملت د غلامۍ زنځير په غاړه نه کړ او نه يې کوم استعمار ته په يوې اسانۍ په خپله خاوره کې غاړه کېښوده، خو د دې ټولو نېکمرغيو او بدمرغيو په نتيجه کې ورسره زموږ هېواد د نورو هېوادونو په پرتله يوه پېړۍ وروسته پاتې شو، چې زه يې ټوله پړه لومړی په

04.12.2019 اېمل افغان

افغانستان ته د ولسمشر ټرمپ راتګ څه پیغام درلود

له دولتونو سره د اړیکو د تحلیل، اټکل او سمون په برخه کې کلیدي ملي علمي ادارو ته اړتیا لیدل کیږي. موږ په دې برخه کې د ادارو هیڅ او ډېر لږ متخصصان لرو. زموږ د پوهنتونونو تحقیقي مرکزونه کوای شي چې تر یوه حده دا تشه ډکه کړي. د دې امکان هم شته چې پدې کار سره له پوهنتونونو څخه فارغ شوي کادرونه هیله پیدا کړي چې په ملي نهادونو کې ځای پر ځای او د راتلونکې پیاوړو ادارو بنسټونه کیږدي. خو دا هلته کیدای شي چې زموږ په ښارونو کې له دیوالونو او لوحو څخه د مونوګراف لیکلو هغه ادرسونه ړنګ شي چې ځوانان مو له ابت

03.12.2019 خان ولي خان بشرمل

د پاکستان دیو جاسوس افسر اعترافونه

دیر ځله سیاسی شنونکی یا هم ژورنالستان لیکوالان د یوی غمزی عوامل څیړی کوم چی د منطق له مخی یوڅه مستند هم وی چا ته د منلو وړ وی اوچا ته بیا اعتبار نلري رد وی . ولی کله چی د یو هیواد د استخباراتو غړی خپلی پټی موخی او شوم پلانونه د یوي معیني موضوع په اړوند له هغه ابتدا څخه بیانوی بیا نو د شک او شبهی څخه وځی او تنها یو با اعتباره ماخذ باندی بدلیدلی شی .د افغانستان دجهاد داستان کتاب کی چی د احمد رضوان تارړ لخوا لیکل شوي او یوسفزي پواسطه په پشتو ژباړلی دی د هغه مسوول شخص څرګندونو له مخی

02.12.2019 غزیزالله (حقپال )

د استرالیا پارلمان د کډوالو د یو مهم قانون په اړه غونډه کوي

د استرالیا پارلمان د کډوالو د یو مهم قانون په اړه غونډه کوي ټاکل شوې چې راتلونکي دوشنبه د استرالیا په سنا مجلس کې د دغه هیواد د سمندري توقیف خونو د کډوالو د طبي لیږد یا درملنې قانون د لغوه کولو او یا په هغې کې د بدلونونو د رامنځته کولو په سر ناسته ترسره شي. رپوټونو وايي، د استرالیا د مشرانو جرګې یوې کمیټې د دې قانون د لغوې او یا تعدیلولو په هکله د موریسن د حکومت د غوښتنو ارزونه بشپړه کړې او ټاکل شوې چې په دې برخه کې دغه کمیټه خپل راپور خپور کړي. د استرالیا د تسمانیا ا

30.11.2019 خوشحال صافی

د اوبو کمښت

د اوبو کمښت د یوویشتمې پیړۍ په یو له مهمو بحثونو بدل شوی دی. د مختلفو ادارو په راپورونو کې راغلي چې نږدې یو میلیارد خلک د څښاک خوندي او پاکو اوبو ته لاسرسی نلري او له ۲.۷ میلیارده زیات خلک کم تر کمه په کال کې یوه میاشت د اوبو له کمښت سره مخامخ کیږي. ددغه واقعیت درک کول ستونزمن دي، کله چې وګورو چې یواځې ۳ سلنه د نړۍ د اوبو خوږې او د انسانانو د استفادې وړ بلل کیږي. دا پداسې حال کې چې د ځمکې نږدې ۷۰ سلنه برخه اوبو نیولئ ده. د خوږو اوبو ۶۶ سلنه څخه زیات په یخچالونو کې کنګل او استفاده ورڅخه

28.11.2019 حبیب الرحمن حاذق

چوپ ریفرنډم که چوپه کودتا!

چوپ ریفرنډم که چوپه کودتا! پخوانی ولسمشر ښاغلی حامد کرزی د روان کال د نومبر په ۲۵، خپلو پلویانو او خبریالانو ته په خبري کنفرانس کې وایې چې ټاکنو کې د خلکو پیکه او کمرنګه ګډون په اصل کې د روانو حالاتو په اړه د افغانستان د خلکو یو چوپ ریفرانډم وو. کرزی د دې ریفراندم لامل بې قانونۍ، ناامنۍ او ټول هغه کړکېچونه بولي چې د ده په خبره د افغانستان د خلکو (کرزی د نورو د خوشالۍ لپاره، د افغانانو د کلمې پرځای، د افغانستان خلک کلمه کاروي ) پر روح او روان يې ناوړه اغیز کړی. خو د ډیری افغا

26.11.2019 سرلوڅ مرادزی

د افغان جګړې قربانيان څوک دي؟

دا هغه نړيواله او له وينو يوه ډکه مسئله ده چې د تاريخ په اوږدو کې د نړۍ هر ملت ته په ثبوت ورسېده چې په دې جګړه کې تر هر قوم افغانان ډېر و وژل شول او زياتې قربانۍ همدې قوم د خپل هېواد لپاره ورکړې، اوس هم د سريخو په ډنډ کې دغه ملت د خپلو کورنيو او بهرنيو دښمنانو له لاسه ګير پاتی دی چې څنګه له دې حالت څخه ځان خلاص کړي او د خپل پرمختګ کشتۍ نوره د ساحل غاړې ته کړي. دغه جګړه په افغانستان کې د برېښنا په څېر ډېره ګړندۍ روانه ده، تل په کې افغان ملت د دې لوبې ښکار کېږي او استعماري قوتونه يې نه پر

25.11.2019 اېمل افغان

آرمان شهر کاذب

شکست توهم اشتراکات فرهنگی، زمانی تشدید می شود که از واحد های سیاسی، عبور می کنیم. به گونه ی مثال، نوع برخورد زشت با مهاجران افغان در ایران، بدون تفکیک این که بعضی به اصطلاح فارسی زبان اند و به تشیع باور دارند، حقایق دیگری را جلو ما قرار می دهند که با شکل گیری کشور ها، هویت های جدید که بسیار حقوقی و قانونی تعریف می شوند، خط های فاصل اند که بر اساس آن ها، کلیت های متجانس شکسته شده اند. 

24.11.2019 مصطفی عمرزی

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more